د كندهار په نوي ښار كي همدا اوس غرمه د ملي امنيت رياست ته څرمه د ولايتي شورا په انګړ كي دننه ځانمرګى بريد سوى چي د شورا غړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د پېښي د قربانيانو په باب تر اوسه جزيات نسته، خو د عيني شاهدانو په وينا بريدكوونكي څو تنه وو، چي د شورا انګړ ته ننوتلي وو، اول يې لاسي بمونه استعمال كړي او بيا يې ټكان كړي چي وروسته يې يوه تن ځان هم الوزولى دئ.
د كندهار د پوليسو چارواكي وايي د حمله كوونكو دوه تنه د پوليسو په متقابلو ډزو كي وژل سوي دي.
په كندهار كي د لر او بر خبريال سيمي ته ورغلى، خو په وينا يې پوليسو او بهرنيو ځواكونو شاوخوا سيمه كلابند كړې او څوك د پېښي ځاى ته نه پرېږدي.
د كندهار پر ولايتي شورا درې مياشتي دمخه هم يوځانمرګى بريد سوى وو، چي ډېرو كسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.