د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواخوږي پيغام په خورا خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چي د هېواد سابقه لرونکي، د پوليسو او حقوقو اکاډيميک شخصيت پاسوال پوهاند الحاج ګل محمد اندړ د فاني نړي څخه سترګي پټي کړي. انا لله و انا اليه راجعون ارواښاد پوهاند اندړ د مصر د عربي جمهوريت څخه د پوليسو ماستري اخيستي، دېرش كاله په جنايي، حقوقي، امني او اداري چارو كې د هېواد د کورنيو چارو د وزارت په بيلو بيلو لوړو بستونو کې په خورا ايمانداري، صداقت او اسلامي جذبي سره چاري تر سره کړي او هم ېي د يو تجربه لرونكى او زړه سواند استاذ په توګه د پوليسو د اکاډيمي د محصليونو په روزنه کې برخه اخيستي وه. ارواښاد د ملګرو ملتونو لخوا د مخدره موادو د قاچاق، ترافيك او د جنايي جرمونو پر خلاف نړيوالو كنفرانسونو كې د افغانستان د هيئت مشري ترسره كړي وه. د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه هيئت او ټول غړي د ده مړينه يوه لويه مسلکي ضايعه ګڼي او خپل د خواخوږي مراتب د دوي درنـــي کــورنۍ، علمي او اکاډيميک مرکزونو او ټــــول ولس ته وړاندي کوي او ارواښاد ته جنت الفردوس غوښتونکي دي. روح دي ښاد وي په درنښت، د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر الحاج غرزي خواخوږی نيټه: ١١-١-
په ډيره خواشيني موخبرترلاسه كړ چې پوهاند ارواښاد ګل محمد اندړ له دي فانې دنيا سترګي پټي او په ابدي خوب ويده شوي دده دمړيني له امله يې درنې او پښتني كورني ، عزيزانو دوستانو ، دافغانستان دولت ټولو هم مسلكو ملګرو، هيوادوالوته جميل صبر او ارواښاد ته دلو ي خداى ج نه دفردوس جنتونه غوړم ، ارواښاد دهيواد يو تكړ مسلكي افسر او ريښتني خدمت ګار تيرشو ي چې په صداقت ايمانداري ،اسلامي مينه افغاني جذبه او پښتني غرور يې دنده ترسره كړي، مړينه يي دهيوادوالو لپاره دريښتني خدمت په ډكر كي لويه تشه ، چې دداسې تكړه او پا كو افسرانو ځايونوډكول ګران كاردي
يو څل بيا ورته فردوس جنتونه او پاته كورني او عزيزانوته يي جمل صبر غواړم
ددي خواشني ونكي خبرپه اوريدو ډير خپه شوم ، دكورني اوعزيزانوسره يي په غم ځان ګډ بولم ،
روح دي ښادو ي ، هيله ده زموږ دخواخوږي مراتب ومني ، په دره ناوي ، رحمتي ګيلانوا ل دبئ
-درنو هیوادوالو او د مسلک ملګرو:
د خدای بخلی پاسوال اندړ مړینه چه د ګران هیوادد جنايی پولیسو علمی کدر او یو صادق خدمتګار وه د وطن د مسلکی پولیسو لپاره یوه نه جبران کیدونکی ضایعه ده.
زه د جنایی علومو د یو کارپوه په توګه چه یو عمر مو د افغانستان د جمهوری دولت د کورنیو چارو وزارت د جنایی به لوی ریاست کی سره یو څای علمی دندی سر ته رسولی ددی خبر په اوریدو ډیر حواشینی او د لوی حدای له درباره ده ته مغفرت درنی کورنی او دوستانو ته یی د جمیل صبر غوښتنه کوم.
په درناوۍ
کبیر الینګاری د جنایی علوموکارپوه -تورنتو-کانادا
دپو هاند اندړ صاحب درنی کورنۍ خپلوانو او دده خوا خوږو ته د لوې او بخښو نکی خداۍ ج له دربار نه صبر جمیل او د پوهاند صاحب روح ته جنتونه غواړم .
ما د ډیرو کلونو لپاره د اندړ صاحب سره پیژند ګلوې لرل . پوهاند صاحب یو بی کیبره کمینه پر هیواد مین مسلکی عالم او زړه سوانده مسلمان افغان سپیڅلۍ پښتون شخصیت وه ، دده مړینه د ټول هیواد لپاره لویه تشه ده . روح دی ښاد او نوم دی تل پاتې وی .
حاجی حکمت الله حکمت مالمو