له کندهاره دايساف په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي افغان ځواكونو د ايتلافي ځواكونو په ملتيا په بيلا بيلو عملياتو كي په موسى كلا ، دهراود او د اروزګان ولايت په ترين كوټ ولسوالى كي د جګړې په پايله كي د وسلوالو د اوسيدلو ځايونه ويجاړ كړي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي دي چي افغان ځوا كونو د ګزمې په حال كي وه چي ۱۰ نتو وسلوالو ورباندي بريد وكړي مخاليفينو په دغه بريد كي د سپكو او درنو وسلو څخه كار اخيستي دي .
افغان ځواكونو په بيړني ځوابي بريد كي د ځان د دفاع لپاره د درنو وسلوتر څنګ د هوايي ځواك څخه هم كار واخيستۍ .
په دغه جګړه كي د افغان ځواكونو يو سر تيرى ټپي سوى دى او د مخالفينو د مرګ ژوبلي په اړه يي څه نه شوويلاى، ددې پېښي په اړه طالب وياند تر اوسه پوري خپل دريځ نه دی څرګند کړی خو بله خوا د وسله والو طالبانو د مشر ملا محمد عمر له خوا د لوی اختر په مناسبت په يوه ليکل سوي پيغام کي راغلي دي چي نړيوالو ځواکونو او افغان پوځ د هلمند ولايت د موسى کلا ټوله ولسوالي نه ده نيولې .
ملا محمد عمر اخند د افغان او بهرنيو ځواکونو له خواد موسی کلا نيول دهغوی برياليتوب نه بلکي ناکامي بللې ده ، هغه ليکلي دي چي نړيوالو ځواکونو او افغان پوځ د دۀ په وينا يوازې د موسى کلا مرکز نيولى دى او نوره ولسوالي د طالبانو په لاس کې ده .