د آزادۍ راډيو د شپېګل مجلې په حواله خبر وركړ، چي په سعودي عربستان كي د طالبانو او افغان حكومت ترمنځ د سولي د خبرو دوهم پړاو د سعودي شهزاده مقرن بن عبدالعزيز په مشرۍ رواني دي.
شپېګل مجلې د طالبانو مشر ملامحمدعمر اخند ته د يوه نېژدې كس عبدالله انس په حواله خبر وركړى چي ملا صاحب اوس په دې نظر سوى، چي په ټول افغانستان كي د دوى واكمني نور نا ممكنه كار دئ.
سرچينې شپېګل ته ويلي چي سعودي چارواكو ملامحمدعمر اخند ته وړانديز كړى، چي په دغه هيواد كي مېشت سي او د تحريك لوړ پوړي غړو ته به يې په حكومت كي غټي چوكۍ وركړل سي.
د افغان طالبانو او حكومت ترمنځ د خبرو اترو په اړه له څو مياشتو راهيسي څو ځله دې ته ورته څرګندوني سوي دي، خو د طالبانو ويندويان هر ځل دغه خبري ردوي.
تېره مياشت د طالبانو د سياسي شورا مشر ملاآغاجان معتصم هم له حكومت سره خبرو ته تيارى څرګند كړى وو.
په كابل كي مېشت د طالبانو پخوانى لوړ پوړى چارواكي ملاعبدالسلام ضعيف د سولي خبرو ته خوشبيني څرګنده كړې او وايي ښايي يو پرمختګ رامنځته سي.
تېره اونۍ د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي كاى آىډي وويل ښايي په را روانه مياشت كي له طالبانو سره په خبرو كي يو مهم پرمختګ رامنځته سي.
د طالبانو او حكومت استازو د سپټمبر په مياشت كي د سعودي پاچا له خوا د روژه مات په يوه مېلمستيا كي په لومړي ځل مخامخ خبري وكړې، چي درې مياشتي وروسته يې په دوبۍ او دا دى اوس بيا په سعودي كي سره وليدل.
د افغان حكومت په استازيتوب د ولسمشر كرزي مشر ورور قيوم كرزي په دې خبرو كي ګډون كړى، خو د طالبانو د استازو نومان تر اوسه نه دي په ډاګه سوي.
د سعودي حكومت د افغان دولت د يوه بل مخالف مشر ګلبدين حكمتيار په اړه هم ويلي وو چي په سعودي كي به پناه وركړل سي.