تېره ورځ د خپل یو ملګری سره ناست وم ،چي ټلیفون ته یې زنګ راغلي. تر جوړ او روغ وروسته مي د انډیوال د مخ بڼه د خوشحالۍ څخه تغیر وکړ او د مقابل کس لپاره یې د مننې د لفظ نور هر څه هېر سول. ملګری مي بېله مننې بل څه نه لرل او بس په همدې مننه ـ مننه کي یې د خدای پاماني هم ور سره وکړه.
تر ټلیفون ایښولو وروسته ما هم په ډېره حیرانۍ و خپل ملګری ته وکتل او د خوشحالۍ له کبله یې د مخ بڼه اوښتې وه. ما ،چي اوس د پوښتني لپاره ځان جوړوي ده وار د مخه کړ او راته وه یې ویل دا ملا سلام راکټي و، ویل یې ،چي همدا اوس د ولسمشر کرزي د دفتره را ووتم او ویل یې چي ولسمشر ته مي د کانکور په ازموینو کي د زابل د محصلینو سره د لوړ زده کړو د وزارت د مور او میرې د چلن په اړه شکایت وکړ.
ولسمشر تر شکایت اورېدلو وروسته ژمنه وکړه ،چي د زابل ټوله هغه زده کوونکي چي سږ کال یې د کانکور په ازموینه کي برخه اخیستي ده، زه د خپله طرفه هر کس ته شل نومرې ورکوم او ټوله به و خپلو انتخاب سو پوهنځیو ځي.
والله چي دا د جنګ ځپلې زابل لپاره لوی خبر دﺉ، ځکه چي د همدې ملګری په قول چي د لنډمهالي ادارې څخه بیا تر دا مهاله تر اوسه د ټوله زابل ولایت څخه پدې تیرو ۷ کلونو کي ۷ نفرو د لوړو زده کړو موسسو ته لار موندلي ده.
والله چي ددې خبر په اورېدلو سره مي دا خوښي په غم بدله سوه، د خدای لپاره بیا نو ولي سړی ددې خلکو څخه ګیله وکړي ، چي یا طالبانو ته ډوډي ورکوي او یا د هغوي سره مرسته کوي. افرین پر دې خلکو ،چي دداسي د مور او میرې د چلن سره سره بیا هم دا حکومت خپل حکومت بولي. دا حکومت به سړی څه کړي ،چي نه یې بیارغونه ورته کړي، نه یې امنیت ورته راوستي دﺉ، نه یې د تعلیم غم ور خوړلي دﺉ او بېله بمباریو او تلاښیو یې څه نه دي ورکړي.
خو کاشکي زموږ د کندهار په وکیلانو او یا نورو شمله ورو کي هم داسي یو نارینه پیدا سي ،چي د ټوله ولایت محصلین د لوړو زده کړو په موسسو کي شامل کړي. کاش همداسي نارینه او شمله ور په هلمند او اروزګان کي هم پیدا سي ،چي د خپلو خلکو سرنویشت د علم په ذریعه ور بدل کړي.
زموږ د کندهار وکیلان، سناتوران، د ولایتي شورا غړي او نور ږیرور او شمله ور ،چي پر دي دنیا تر ځان نامي نه ویني کاش د خلیلي په شان یو کس پکښي پیدا سوی وای چي تر اوسه یې خپل ۲۵۰۰ قومیان په خپله امضا بهر ته د بورسونو لپاره لېږلي.
موږ د خپلو شمله ورو څخه دومره هیله نه لرو ،چي زموږ محصلین بهر ته د بورسونو لپاره واستوي خو کاش داسي یو څوک پیدا سي ،چي د خارجي بورسونو پر ځای په خپل وطن کي خپل حق په خپلو پوهنځیو کي ورکړي.
د همدا سي یوه تورور د را پیدا کېدو په هیله.