داسي معلو ميږي چي او س ددرواغو جوړول دهغي خپرول .او په رسمي سياست.دهغي بد لول داوسني سياسي نظام د کار په طريقي بدل شوي. دروان کال د مارچ دمياشتي په ۱۴ د افغانستان پارلمان پريکړه وکړه چي په
افغانستان باندي د ايران تجاوز د يوه قهرمانانه عمل په توګه و لمانځي. ځکه ايراني جواسيس په افغانستان کي واک چلوي .د هرات پيښه چي ۳۰ کاله پخوا د ايران د مستقيمي مدا خلي او دشوروي سره په هم غږي کي را منځ ته شوه.
نن په يوي تبليغاتي ننداري بدله شوي. جالبه داده چي دغه پارلمان چي ځان ته دمجاهدينو منتخب پارلمان واي .دکابل
ښار په ملکي خلکو باندي د شوروي سرو لښکرواو ټانکونو بريدونه چي د ۱۳۵۸ کال دحوت په ۳ تر سره شو سکوت غوره کړ ځکه روسي باداران ې جيره قطع کوي . اما په افغاني خاوره باندي د ايراني غليم يلغر ددي په ځاي چي
هغه وغندي دايران دذليلو نوکرانو په حيث دهغي نه دفاع و کړه. دداسي درا ماتيکو فيصلو کول .په داسي يو پارلمان کي
چي دافغان دشمن هيوادونو جوا سيس د ملت دنمايند ه ګانو په نقاب کي اکثريت لري زيا ت دتعجب وړ نده. ځکه چي اوس روس اوايران په هيواد کي په لس ها وزره روزل شوي جوا سيس لري چي په هغي کي مافياي ډلي،دپارلملن او حکومت غړي او خرڅ شوي ليکوالان مو جود دي چي دوي ته دبرا ت سند ورکړي .سره لدي چي پدغه پارلمان کي دهغي وطنپالونکو غړو دهغي سره مخالفت وکړ.چي دا دقدر وړ خبره ده.
په هره حادثه کي اول بايد دا معلومه شي چي ګټه ې چا ته رسيږي .په هرات کي جوړه شوي بلوا افغانانو ته بدون د
تبا هي نه بل څه نه درلودل. اما دغي بلوا هم شوروي او هم ايران ته ګټه ورسوله ..دليل دا وه چي شوروي غوښتل
چي په افغاني دولت فشار راوړي.چي دهغوي شړل شوي جاسوس ببرک کارمل بيرته دقدرت به ګدي کينول شي.
خودا کار ونشو چي بيا هغوي دا کار ۹ ميشتي وروسته په ۱۹۷۹ \۱۲\۲۷ د افغانستان په اشغال سره وکړ.همدارنګه
ايران غوشتل چي دهغوي جواسيس په خلاص لاس د افغانستان د تجزي او ديوه قوم پر ضد دنورو قومونو دتحريک
دلاري دخپل نفوذ د استحکام ته لاره هواره کړي. چه ايران هغه وخت ناکام شو اما اوس ې تول اهداف تر لاسه کړي.
دا ددواړو هيوادو مشترکي ګټي وي چي ۱۳۵۸ کال دحوت په مياشت کي ديو بل سره دهرات په بلوا کي هم کاري وکړه.د يادوني وړ ده چي په هرات باندي د تسلط پلان دايران د پا چا په وخت کي جوړ شوي وه .خو دا ځل هغه دايران دملايانو په لاس عملي شو .ځکه هغوي دا ځل دشيعه اسلام رواني وسله په لاس او.همد ارنګه هغوي په افغاني شيعه پيروانو باندي دقوماندي ورکولو صلا حيت تر لاسه کړيوه.
د بلي خوا شوروې کا جي بي د۱۷ قرقي په داخل کي ددي امکان در لود چې ۱۷ فرقه دايران د جاسوس تورن اسماعيل
به لاس ور کړي .او ايراني اشرارو ته فر قه وسباري.چي پدغه حادثه کي هغوي دا کارپدير مهارت وکړ.کچيري په خلص ډول ددغي بلوا جر يان تو ضيح کړو . دا پلان داسي عملي شو.چي لمړي ايراني اشراردافغانستان او ايران دسر حد نه په تيريدلو په ۱۸\۱۲\۱۳۵۷د غوريا نو په ولسوالي چي دايران سره په سر حد کي وا قع ده حمله پيل کړه .هغوي دافغاني سرحد نه په تيريدلو په دغو ولسواليو .غوريان ،زنده جان،ګزه ره، انجيل.ناکامي حملي وکړي خو هغوي ديره عجله درلوده چي څان دهرات ښار ته ورسوي .نو څکه هغوي په ولسواليو کي زيات وخت دحملي په خاطر نه تيراوه او کوشش ې دا وه چي وخت کم ضايع کړي سره لدي چي دوالي لخوا په وار وارد کا بل نه دمرستي غوښتنه کيده خو مرکز دا غوښتني دفرقي د قوماندان سره په رابطه کي ردولي څکه د۱۷ فرقي قوماندان چي په دسيسه کي شامل وه دا دهرات دملکي اداري بي څا يه تشويش باله او ويل ې چي حا لات دفر قي دکنترول لاندي دي بلاخره ايراني اشرارو وروستي حمله ي دحوت دمياشتي په ۲۴ دهرات په ښار وکړه خودهرات
دقهرمانو مدا فعينو دايراني اشرارو اودهغوي ذليلو افغاني نوکرانو چي خپل وطن ته په خيانت سره غوښتل دايراني با دارانو نه جيره تر لاسه کړي غاښ ماتونکي جواب ور کړ .اوهغوي ې دماتي سره مخ کړل. ايراني اشرار اودهغوي نوکران دي ته منتظر وه .چي تورن اسماعيل به ۱۷ فرقه د کنترول لاندي راولي او ددوي سره به يوځاي شي .خو هغه سره لدي چي دفرقي کنترول ې لاس ته راوړ خو ددي توان اوخت ې پيدا نکړ چي په فر قي باندي په کامل ډول مسلط شي او هغه ايراني اشرارو ته تسليم کړي.سره لدي چي ډير لږ وخت دمخه دشوروي او ايران د پت جوړ شوي پلان مطابق د ۱۷ فرقي ته دهغي قوماندان اومسولين شوروي سر مشاور جنرال کاتو چف .۱۷ فرقه تورن اسماعيل ددافع هوا د بطرې قوماندان ته خوشي کړي او په خپله دشين ډنډ هواي ډ ګر ته تښتيدلي وه او په فرقي کي دافغان حکو مت ضد عنا صر مسلط شويوه . خو تورن اسما عيل بيا هم ددي توان پيدا نکړ چي . د هرات دښار په لور ۱۷ فر قي ته حرکت ورکړي
پداسي حلاتو کي دفرقي پداخل کي دايران پټه شبکه او نور.ايراني جوا سيس او دسيسه کونکو و نشول کولاي چي هغوي ته دور کړ شوي پلان مطابق عمل وکړي او ۱۷ فر قه دايران نه را غلي بلوا کونکو سره يو څاي کړي.دا دايران او شوروي د ګډ پلان د نا کا مي پيل وي.څکه دغه وخت دمر کزي دولت لخوا کومکي قواوي د هرات په ښار کي دفرقي دکنترول په خاطر تياري نيسي .چي بيا فر قه دکومکي قواو په وسيله محا صره کيږي .او دهوا نه دشينډند دقواو لخوا بمبارد کيږي دايران اوروس د جا سوسي شبکو ليکوالان ادعا کوي چي دولت دهرات ښار بمباردکړي داسي ادعا دريشي نه غلطه ده .دليل دادي چي په داسي حوا دثو کي دولت په هغه څاي بمبارد کوي .چي دکنترول نه ي وتلي وي حال دا چي د هرات ښار تر آخره ددولت د کنترول لاندي وه او ملکي اداره فعاله وه ددي نه علا وه هرات اصلا سقوط نه وکړي صرف په فر قي کي دايران په کټه کودتادشويوه او دايران نه راغلي اشرارو دا اميد چي ۱۷ فر قه به غدار اسماعيل دوي ته په لاس ور کړي نا کامه او د خارو سره خاوري کيږي.او دعمل جا مه نه اغوندي. دالته دي چي دشوروي او ايران مشترک پلان دنا کامي سره مخ کيږي پدي ډول .
د ايراني اشرارو اودهغوي افغاني نوکرانو هلي څلي او کو ششونه چي خپل شرا فت او وطن ي خر ځ کړيوه چي دايران نه جيره تر لاسه کړي دما تي سره مخ شوي .او دهغوي .نا پا کي ارادي دهرات قهرمانو مدا فعينو چي يو وخت به د را تلونکي مستقل او سر لوړي افغانستان ملي حا کميت په هغي افتخار وکړي . نا کامي کړي . دهرات قهرمانو خلکو په مړانه ي دخپل وطن نه دفاع وکړه. ديا دوني وړ ده .چي حتي د بلوا په جر يان کي
دهرات ښار اواکثرولسوالي ددولت دکنترول لانديوي.او فرقه هم دکومکي قواو لخوامحاصره اودهوانه دشينډند دهواي قواو لخوا دبمبارد لاند ي واقع شويوه پداسي شرايطو کي ددي ادعا کول چي هرات سقوط کړي دخندا وړ خبره ده او دحقيقت دپټولو معنا لري.. دروس او ايران دجا سوسي شبکو په ليکنو کي . داسي ښو دل شوي چي په هرات کي دولتي حاکميت په کا ذمل ډول له منڅ نه تلي . پدي ار تبا ط روسي استخبا را تو نوي ډرامي خپريکړيدي چي دروس دولت لپاره دکي جي بي آرشيفي داسنا دو په نا مه دډرامو جوړول کوم مشکل کار ندي هغوي کولاي شي داسي جعلي اسناد جوړ او خپاره کړه. چي دا ښکرور درواغ وه .اوس هم روسي استخبارات دي کار ته دوام ورکوي چي دا دهغوي داستخبا راتي شبکو د تبليغا تي پرو کرام يوه برخه ده. اوس ليدل کيږي کله چي دهغوي استخبا راتي کار کونکي تقاعد ته سوق شي نو دهغوي نه غواړي دوروستي وظيفي په حيث خپل خا طرات دافغانستان په ارتباط ددوي په ګټه وليکي چي بيا روسي جواسيس دلته په هيوادکي دهغي په ار تباط خپل تبليغات مستند کوي اوهغه دمډيا دلاري خپروي چي مثا لونه ې ډير دي..ديادوني وړ ده چي تراوسه دجنګي جنايت کارانو او ملي خا ينانو حاکميت قدرت او دواک چلول زمونږ په هيواد کي په دا رنګه درواغو ولاړ دي .چي ډير خرځ شوي ليکوالان ددي لاري حرا مه ډوډي تر لاسه کوي.او خپل طفيلي زوند ته دوام ور کوي.چي زموږ په هيواد کي د روان ناورين فکري عامل کڼل کيداي شي. ددغو حوا دثو په دوام په هرات کي بيا څو ورحي وروسته فرقه دکومکي قواو لخوا نيول کيږي .او تورن اسماعيل او نور ملي خاينين ايراني بادار ته ورتختي چي خپل مزد واخلي
ديا دوني وړ ده چي دايراني يلغرګرر پلان ډير دقيق محا سبه شويوه. کچيري دهرات دښار په دفاع کي دافغان وطن پا لونکو قهرمانانه مقا ومت نه واي .دا پلان کاميابي ته نزدي وه کچيري هغوي کامياب شويواي .دفرقي دټانکونو او ز غره والو وسايلو په وسيله هغوي کولاي شول ټو ل غربي افغانستان دکنترول لاندي راولي .همدا علت دي چي دهغوي جواسيس تر اوسه افغان وطن پا لونکو پر ضد بي وقفي زهرجن تبليغات کوي. درواغ واي جعلي تحليلونه کوي .او ددرواغو داستانونه جوړوي.څکه افغان وطنپا لونکو افغاني خوړلي مړي دايراني جواسيسواو دهغوي دنوکرانو دستوني نه بيرته را وايسته.او دوي ي مختوري کړل.
ددي لپاره چي ددغي دسيسي تول جوانب روښانه شي لازمه ده پدغه ارتباط مطرح سوالونو ته جواب وويل شي.
۱—آيا پدغه حا دثه کي ادعا شوي انساني تلفات رشتيا دي که جوړ شوي پروپاګند دي؟.
جواب.- دادروس او ايران د جاسوسي شبکو لخوا يواڅني جوړ شوي پرو پاکند دي چې په هغي کي لوي درواغ ويل شوي.همدا جوړ ي شوي ډرامي او خپاره شويدرواغ دي چي دوي دادي دري لسيزي هغه خپروي او عامه ذهنيت ې دکنترول لانديدي هقوي دهمدي منطق په ويلو سره چي دوي وطن ته نجات ورکړي جهاد ې کړي څان قدرت ته رسولي هغوي اوس حکومت کوي .خلک وزني .لوټ تالان کوي ما فياي ډلي جوړوي .او هيځ قدرت نشته چي ددوي مخه ونيسي څکه پره دي ې حمايه کوي . نوڅکه ددي مسلي ټول جوانب بايد په دقيق ډول توْضيح شي اوس نو دمثال په ډول کچيري په منطقه کي ډيره لويه جګړه په نظر کي ونيسو مثلا دخليج لمړي جګړه کي نيم مليون عسکر دعراق لخوا او همدا رنګه نيم مليون عسکر د متحدينو لخوا دنړي ددډير مدرن جنګي تخنيک سره ديو بل په مقا بل کي ودريدل.چي جمعا دهغوي تعداد يو مليون ته ورسيد.چي بيا دي جګړي يوه مياشت دوام وکړ جګړه دعراق په ما تي پاي ته ورسيده.دجګړي په پاي کي داسي تصور موجود وه چي انساني تلفات به په سل هاو زره وي اما کله چي دجمعي وسا يلونه ورو ستي ارقام خپاره شول دغه تعداد ديو نيم زر نه زيات نه وه .کچيري دا حا لت دهرات سره مقا يسه شي نو ددغو ليکوا لانو درواغ په ښه ډول دليدو وړ کيږي.په حقيقت کي د هرات حادثه دومره لويه نه وه چي تر اوسه تبليغ ورته کيږي هغه جګړه چي لويه ده هغه تيليغاتي جګړه ده چي دڅينو هيوادو دګټو دساتلو په خاطر تر اوسه روانه ده او پاي ې هم پدغو هيوادو پوري اړه لري.په حقيقت کي دا ايراني جواسيس اودهغوي افغان نوکران اسماعيل او نور وه چي دافغانانو دوزلو لپا ره راغلي وه افغان دولت حق درلود چي دخپلو خلکو او افغان ملي حاکميت نه دفاع وکړي.په توله نړي او دنړي په مستقلو هيوادونو کي داسي هيواد نشته چي هغه دخپل ملي حا کميت ددفاع حق ونه لري خو دلته په افغانستان چي خپل واک نلري ايران کولاي شي چي دبل هيواد په پارلمان کي دڅان په ګټه فر مان صادر کړي. موږ بليد ددي نه دبدو پيښو انتظار ولرو.څکه موږ دخپل وطن واک نلرو. د بلي خوا…په وا قعيت کي داافغان دولت نه وه چي په کوم هدف پاندي ې حمله
کړيوي.بر عکس دا افغاني دولت و چي دخا رجي دشمنانواو دهغوي دنوکرانو لخوا د حملي لاندي وا قع شوي وه .ددولت په لاس کي مو جود قوت دځارندوي قوتونه وه .چي هغوي پدغه کم تعداد سره
وکولاي شول چي په افغاني هوډ او اتلوالي سره هم دهرات دښار او هم دولسواليو دمرا کزونه دفاع وکړي. بل يوا څني قوت چي د خارجي دشمن په مقابل کي ددفاع مسوليت در لود هغه دهرات ۱۷ فرقه وه چي هغه دايراني جواسيسو د کنترول لاندي واقع شويوه..پداسي حا لاتو کي حتي دزرو تنو وزل کيدل لويه مبا لغه ده.دا مبا لغه هغه وخت زيات دايدو وړکيداي شي چي .دتبليغا تو صعو دي ګراف ته توجه وشي.مثلا دا شميره د يو نيم زر ځخه پيل کيږي. او وروسته لکه نجومي ارقا مو .هر خرځ شوي ليکوال بي لدي چي دشمار منبع وښي په خپله خوښه هغه لوړوي.دري زره \۵۰۰۰ ۲۰۰۰۰\۲۵۰۰۰\ ۳۰۰۰۰\ ۵۰۰۰۰\او په يوه غونډه کي يو تن ادعا وکړه چي په دغه پيښه کي په مليون ها وتنه وزل شويدي.په هغه وخت کي يعني د شوروي يلغر دمخه دتلفاتو په شمير کي مبا لغه کول پدي دي هدف کيدل .چي دخلکو په ذهن کي دهغه دولت پر ضد چي شوروي غداري رهبري محوه کاوه داسي نفرت پيدا کړي .چي خلک دشورويتجاوز هر کلي وکړي..اوس ددغو تبليغاتو دوام دا ثا بطوي.چې روس او ايران خپل تبليغاتې اهداف تر او سه ندي تر لاسه کړې.او تکرار ته ي ضرورت لري ديا دوني وړ ده چي.نه هغه وخت او نه اوس هيچا ونه پوښتل چي دا شمير کوم سازمان او کومي ډلي لخوا اعلان شوي .او منبع ې کومه ده .او ځومره دقيقه ده.څکه دا شميره هغه وخت په دقيق ډول ثبت کيداشي چي سا حه ديوه مسول ارګان تر کنترول لاندي شوي وي او بيا هغه مطا لعه اود هغي نه وروسته د هما غه اور ګان لخوا نتيجه اعلان شي په هرات کي .فتنه اچونکو دا امکان نه در لود څکه هغوي خپل ايراني بادار ته وتختيدل چې مزد واخلي .پدوي پوري تړلي ليکوالان دخپلو با دارانو په امر په تعداد کې مبا لغه کړي او ديک زاغ چل زاغ قصه تکراروي. چي حقيقت نلري..دانسا ني تلفاتو د ثبت او شمارامکان صرف ددولت سره موجود وه.افغان دولت دحا لاتو دکنترول وروسته .دکابل نه يو پلاوي هرات ته وليږه چي د انساني تلفاتو او خصا راتو جا ج وا خلي.او مر کز ته ګزارش ور کړي. پلاوي دخپلو تحقيقاتو نتيجه داسي اعلان کړه.[د هرات په ولايت کي د فتني د پيل نه بيا په ۱۷ فرقي باندي ددو لت تر کنترول پوري .ټول ۳۲۰ تنه وزل شويدي.چي دهغي جملي نه ۳۸ تنه د ګوند غړي.
۱۲۰ تنه وسلوال پوڅ منسو بين او پا تي مخا لفين دي.] اوس کچيري لږ دقت وشي ليدل کيږي چي دغو بي ضميره ليکوالانو څومره لوي درواغ ويلي .او اوس ې هم د خا رجي با دار په امر واي .
د يا دوني وړده چي د ۱۹۹۲ کال په روسي کودتا کي چي دنجيب په ضد وشوه او ظا هرا اسلامي دولت اعلان شو .او تنظيمي رهبرانو ته دکا بل دورانولو اود خلکو دقتل عام قو مانده د هغوي دخا رجي با دارانو لخوا ور کړل شوه..په متوسط ډول په يوه يا دوه هفتو کي د ۳۰۰ تر ۴۰۰ پوري افغانانو ويني نددغو وحشيانولخواتويدلي. چي ددغو قتل عا مونو اسناد او فلمونهاو هم موجود دي کچيري وا قعا په افغانانو زړه سوي موجود وي نوبا يد داوسني ويني تويدو مخه ونيول شي چي دهغي مسول تورن اسمعيل اونور جنګ سا لاران دي .نوڅکه په اطمينان سره ويلاي شو چي دا صرف يو پرو پا ګند دي چي ۳۰ کلونونه بيا تر اوسه روان دي د مثال په ډول .همدا اوس ددوي دفتنو په
اساس څموږ په هيواد کي دوينو سيلاب روان دي چي حتي جمهور ريس ي د پوشتني توان نلري. امل ټول تبليغا تي وسا يل د افغان رو شن فکرا نو دبد نا مولو لپاره پدي هدف په کار اچول شوي چي دافغان وطن پالونکود نفوذ مخه ونيول شي او دا ضد بشري جنايات هميشه دوام وکړي.
آيا دايران مدا خله وا قعي وه شوروي په څه ډول د اېران سره په دسيسه کي شريک شو.؟
جواب.—په ايرن کي د هرات په ارتباط تل ارضي ادعا مجوده وه حتي د ايران دپا چا په وخت کي په هرات باندي دحملي پلان موجود وه.خوشرا يط ي تيار نه وه دايرن اسلامي انقلاب
دغه شرايط تيار کړل هغوي دشيعه اسلام په پيروانو باندي د قوماندي ورکولو توان او صلاحيت تر لاسه کړ .او ددي صلا حيت نه ې زياته ګټه پورته کړه…هغوي هم په افغاني خاوري يلغر وکړ او هم ې د خپل تجاوز مسوليت پدغو شرايطو يعني داسلامي انقلاب په جريا ن کي کډوډي با ندي ور بار کړ.او مسو ليت ي ونه مانه.اما.همدا اوس په هرات کي دايراني شبکو پراخ فعاليت ددي
خبري ثبو ط دي چي ددغه نفوذ لپاره کار هغه وخت نه پيل شو چي ايران پټو شبکو په هيواد يلغر وکړ.او دهغوي دسياسي نفوذ لپاره کار تر اوسه دهغوي دنوکرانو لخوا دوام لري..بله موضوع دايران داسلامي انقلاب سره دشورويانو رابطه ده .چي دا رابطه د ايران دانقلاب په پيل کي دايران د [توده] ګوند چي د شوروي کي جي بي د ايراني بر خي حيثيت ې درلود تامين شوه .دايران داسلا مي انقلاب وروسته دتوده ګوند يوا څني شوروي پلوه کمونست ګوند وه چي په تهران کي ي رسمي دفتر درلود.او اسلا مي دولت دهغوي دکادرونو نه ددولت په جوړولو کي استفاده وکړه حل دا چي هما غه وخت دايران په اسلامي جمهو ريت کي نورمترقي او چپ ګوندونه دتعقيب او ضربي لاندي وه..چي بيا همدا شوروي پلوه توده يان د افغانستان داشغال نه وروسته څموږ په هيواد کي دخاد کار مندان وه .هغوي دوا حد افغانستان د تجز ې په خا طر د خرا سان دنامه لاندي
د تيور يسنانو او د تبليغاتي موادو د خپرونکو وظيفه درلوده .دهغوي دتيوري په اساس هرات دايران يوه برخه وه چي دايراني شا هانو دخيانت په نتيجه کي دهغوي نه جلا کړاي شوه ..
د يادوني وړ ده .چي د شوري اشتراک مستقيما په بلوا کي د افغاني حاکميت پر ضد او دايران سره همکاري دهغوي مشترکي ګټي وي چي دغو ګټو ته دهغوي دنوکرانو لخوا په دواړو هيوادو کي کار کيده او اوس هم دا کار روان دي. هغه وخت دي همکاري په پټ ډول دوام درلوده.چي دهغي ثبوط د شوروي سر مشاور جنرال کا توچف لخوا تورن اسما عيل ته د فرقي.
تسليمول دي .چي هغه بيا د کي جي بي دپټ پلان په اساس د فرقي قو ماندان او رهبري ې د فر قي نه باسي او دشين دند هواي ډګړ ته تختي.او دهرات ښاراو والي او ملکي اداره د ايراني
اشرارو حملي ته دقر باني لپا ره پريږدي. .بل ثبوط دادي چي همدغه جنرال کاتو چوف د بلوا نه دوه هفتي دمخه د پټ پلان په اساس د ۱۷ فرقي نه ټول نظا مي مشا ورين د هغوي د فا ميلونو سره
با سي .او صرف دي يوا څي پاتي کيږي .چي ايراني جوا سيسو ته د فرقي د تسليمولو پلان عملي کړي.هغه حتي به خپلو وطندارانو يعني شوروي ملکي متخصيصينو چي په فا بريکو او کار خانو کي ې کار کاوه رحم ونه کړ او هغه ي په وحشتناک مرګ محکوم کړل.ددي کار نه دشورويانو دوه هدفه درلودل ۱-دا چي دهغوي مرګ دا ثا بته وله چي شوروي د حا دثي دمخه اطلاع نه درلوده
کنه خپل مشا ورين به ې دهرات نه ايستلي واي.۲—دا چي دغه مشاورين دشوروي نظام جدي انتقاد کونکي وه او برزنف ې يو دسيسه کار شخص باله..نو دهغوي مرګ د شوروي لپاره .
سياسي مخا ليفينو ته د جزا ورکولو معني درلوده.
ايا تورن اسما عيل د هرات په حا دثه کي جهاد وکړ او که وطن ې خرځ کړ.؟
جواب.—د يا دوني وړ ده چي دنړي په هر مستقل هيواد کي .کچيري د وسلوالو قواو يو افسر چي د وطن ددفاع سوګند ي ياد کړي وي هغه ته وجدنا دهيواد دفاع په غاړه ده.کچيري هغه.د يوه دشمن هيواد په ګټه
په خپل نظامي ګار نبزيون کي بلوا جوړه کړي.او خپل نظامي سو ګند مات کړي .دا واضح خبره ده چي دملي خيا نت په تورمحا کمه او اعدا ميږي .د مثال په ډول کچيري همدا نن د ايراني قواو
يو افسر د افغانستان په ګټه دايران دمسلحو قواو په ګارنيزيون کي بلوا جوړه کړي.نو واضح خبره ده چي دايران دولت هغه ته د مجا هد او امير لقب نه ورکوي.او بي څنډه ي د ملي خيانت .
په جرم محاکمه او اعداموي .څکه هلته يو داسي دولت موجود دي چي د خپلو ملې ګټو دفاع کولاي شي.چي په تاسف سره مونږ داسي دولت نه لرو .دا به ومنو چي نن پردي زموږ په هيواد کي د خپلو ګټو دفاع کوي .او زموږ ملي ګټي کوم ارزش ڼلري..اما با يد ددي زړورتوب موجود وي.چي حقايق ځرنګه چي دي هغسي وويل شي .همدي تورن اسماعيل کله چي دبشري حقوفو دسازمان ګزا رشونه دهغه پر ضد نشر شول د ولايت نه ي وزارت ته ارتقاوکړه.او دبر ق وزير شو .هلته ي ۵ کا له د کابل خلک په تياره کي وساتل .اودايران او عراق دجګړي دوخت زاړه جنراتورونه ي په دولت خرڅ کړل. چي ددغه شکاره جنايت او اختلاس وه چي کوم بل ثبو ط ته ې ضرورت نه وه.اما دولت تر اوسه دهغه په جناياتو سکوت کړي او همدا رنګه .دغه پا رلمان چي دډيرو وزيرانو صلاحيت ې صلب کړي.دتو رن اسما عيل ښکا ره جرايم ې له نظره وغورڅول او دوه ګوني بر خورد ې وکړ.ددغه پارلمان يوه غړي هم دهغه داستيضاح غږ پورته نکړ.هغه اشخاص چي خارجي هيواد يا هيوادونه ې تر شا ولاړ دي .څان غير مسول اواجب الاحترام ګڼي اوس ټول هغه افراد چي خارجي حمايه لري په دغه رديف کي راڅي.ددغه پارلمان څيني غړي هم مشابه موقف لري چي دادي دري لسيزي د افغان ملي ناورين ته دوام ورکوي اوځوک دهغوينه د پوښتني حق نلري .اوس په ښکاره ليدل کيږي چي.دهغوي اکثريت لکه دتورن اسماعيل دايران جيره خواره دي. نوڅکه دا په اطمينان سره ويلاي شو چي هغه نه يواڅي وطن خرځ کړ.بلکي دافغانانو په قتل عام کي.چي دادي دري لسيزي دوام لري. پيزندل شوي مجرم دي.
دروس او ايرا ن جواسيس ولي دهرات دملکي والي پر ضد بي وقفي تبليغات کوي .؟
ددي دليل دافغانستان د دري لسيزو دحوا دثو په ار تباط دهغه ليکل شوي او خپاره شوي کتابونه اوپه لسهاو مقالي اوليکني دي چي په افغانستان کي ي دهغوي دجناياتونه پرده پورته کړيذه.
او حقايق ي توضيح کړيدي. نو څکه ددغو اونوروهيوادو ملعون جواسيس چي نن ې راديو ګاني .تلويزيونونه اونور په واک کي دي د هغه بر ضد پرو پاګند کوي..هغه چي دلسو کلونونه ي زيات.
دشوروي زندان تير کړي .څان مکلف بولي چي د خپل قلم په وسيله دخپلو زوريدلو خلکو دفاع وکړي. اود هغه پر ضد دداسي ملعون افرادو منفي تبليغات به ددغه وطنپا لونکي کار مانع نشي. کچيري دهرات اړوند مسايل وڅيړو .دا حقيقت بايد ټو لوته روښانه وي.
چي په هردولت او سياسي نظام کي دوظا يفو تقسيم موجود وي.جنګ جګړه او امنيتي چاري .خپل مسو لين لري.او ملکي اداره خپل ار ګا نونه لري.په هغه وخت کي دهرات دملکي والي
په واک کي کو مه محاربه نظامي قطعه موجود نه وه .پدغه حا دثه کي.والي صرف دارتباط دمرکز په حيث د ټولو دو لتي مرکزو سره په رابطه کي وه.او همدارنګه ي دهرات رابطه ې د کابل سره تامين کړيوه.
چي دغي را بطي دټولولپاره حياتي ارزش در لود.حتي دافغانستان د ارضي تما ميت لپاره..دبلي خواپدفاعي چاروکي هغه وخت لومړي دفاعي مقام په کا بل کي ددفاع وزارت وه .بيا په شينډند کي د غربي زون قوماندان. او بيا دهرات په ښار کي دفرقي ددوباره کنترول لپاره دنظامي عملياتود تنظيم قوماندان وه.دغو قهرمانو سر بازانو او افسرانو و کولاي شول چي دايراني اشرارو او دهغوي افغاني نوکرانو بلوا چي دافغاني خاوري دتجزي
او دهيواد دملي ګټو په ضد جوړه شويوه خنثي کړي.او هغه وڅپي.کجيري په آينده کي يو ملي دولت په قدرت کي راشي نو واضح خبره ده چي دهغوي نه به دملي قهرمانانو په حيث يادونه وکړي.
کچيري دغه د ايران او روس د استخباراتي حاکميت لاندي پارلمان غړو وا قعا دهرات دخلکو سره همدردي درلوداي او فيصلي ي نمايشي نه وي .نودوي بايد لمړي دهدغو نظاميانونه
چي نن په هيواد کي مطرح شخصيتونه دي او دوي هغه پيزني معلومات تر لاسه کړيواي او بيا ي پريکړه کړيواي .خو ځرنګه چي ليدل کيږي .هغوي ته نه خلک او نه هيواد مطرح دي هغوي دسياسي تجارانو اوسياسي مداريانوپه حيث هغه ځه سرته رسوي چي خا رجي باداراني ورنه وغواړي. .