د بي غيرته خاينانو سه مى جوړه نــــــــه ده
وطنه ستا د دښمانانو سه مى جوړه نــــــــه ده
چه د حرامو او حلالو منځ کى فرق نـــــــه کوى
تش په نامه مسلمانانو سه مى جوړه نـــــــــه ده
چه تکبر کوى بى رحمه په خوارانــــــــو باندى
د کبرجنو انسانانو سه مى جوړه نــــــــــــــه ده
غريب سړى يم غريبانو سره مينـــــــــه لرم
د ظلم ځور د خاوندانو سه مى جوړه نه ده
زه روح الله به يي رسوا کړم خلاصيدلى نشى
د ريشوت خورو مامورانو سه مى جوړه نه ده