د لوی څښتن په نامه
په نيدرلند کې د افغانستان په اړه نړيوال کانفرانس ته
د افغاني کلتوري ټولنې اعلاميه
ښاغلو او آغلو!
تاسو ته څرګنده ده، چې په وروستيو دریو لسيزو کې افغانستان د ايديالوژيکي، مذهبي، ايتنيکي او بهرنيو ملکونو او په تېره بیا د ځبرځواکونو د ستراتيژيکي موخو په ښکېلاک کې ښکېل دئ. افغانستان لومړی د روسیې د کمونيستي یرغل ډګر وګرځېد، بیا داسلاميستانو د بنسټپاليو قرباني شو، چې وروسته په خپلمنځيو ايتنيکي جګړو کې ښکېل شو، چې د لا بسټپالو مذهبي ډلو د رامنځ ته کېدلو سبب وګرځېد او د نړيوال امنيت د له منځه تللو ګواښ یې رامنځ ته کړ.
د وروستيو اتو کلونو په بهير کې نړيواله ټولنه په دې ونه توانېدله چې په افغانستان کې سوله او په سيمه کې امنیت رامنځ ته کړي، برعکس سيمييز او نړيوال امنيت لا هم له ګواښ سره مخامخ دئ. په افغانستان کې د مقاومت ډلې پیاوړې کېږي او د بهرنيو ملکونو له ځواکونو سره د خلکو کرکه ډېرېږي، له بل پلوه د افغانستان خلک د بهرنیو ځواکونو د بمباريو قرباني کېږي او په غبرګون کې یې خلک د مقاومت ډلو ته وراوړي او مقاومت په کليو او بانډو کې لا نور هم پیاوړی کېږي، چې په ايکسترميزم کې د افغانستان د لاهو کېدلو ګواښ یې رامنځ ته کړی.
د افغانستان د جګړې په ترڅ کې لږ تر لږه ۲،۵ میلیونه انسانان ووژل شول، ۳ میلیونه مېرمنې او ميندې کونډې او بورې شوې، افغانستان وران ویجاړ شو، په میلیوناوو خلک د لوږې اوناروغيو له ګواښ سره مخامخ شول او په میلیوناوو ماشومان یتيم شول، خو باید یاده شي چې د ۲۰۰۱ کال نه راپدېخوا هم د افغانانو په سولییز ژوند کې کوم بدلون رامنځ ته شو. په افغانستان کې جګړه لا روانه ده، د قربانیو شمېر ورځ تر ورځې زیاتېږي او اوسمهال په افغانستان کې ۲۰ میلیونه انسانان د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي او په میلیوناوو خلکو ته روغتيايي مرسته نه رسول کېږي او په زرهاوو هره ورځ وژل کېږي.
وروسته له ۲۰۰۱ م کاله د لوېديزې نړۍ په مرسته د افغان-ولس دښمنان: د شمال تلواله، پخواني کمونیستان او د مجاهدينو هغه ډلې چې لاسونه یې د افغان ولس په وينو سره دي واک ته ورسول شول، ځکه نو د لوېديزې نړۍ مرستې د جګړې په پیاوړي کېدلو واواښتې، د افغانستان لوی ټبر پښتنانه د دغه نوې جګړې اصلي قرباني دي او په افغانستان کې د افغان هېواد د لږکیو او پښتنو په نامه د جګړې اور ته لمنه وهل کېږي، چې د افغانستان ټول ولس د دغه جګړې قرباني دئ.
په نیدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه د پورته يادشويو فکتورونو په پام کې نيولو سره په نيدرلند کې د ۲۰۰۹ م کال د مارچ د ۳۱ نېټې رابلل شوي کنفرانس ته د افغانستان او نړيوال امنيت د ژغورنې په اړه وړانديز کوي، چې د افغانستان د بیا رغاونې په اړه جوت ګامونه پورته شي.
۱ – په افغانستان کې د امنیت لپاره بايد له ټولو ښکېلو ډلو سره خبرې وشي او هغوی دې ته وهڅول شي، چې په افغانستان کې سوله پياوړې کړي. د افغانستان اوسنۍ دولتي اداره په فساد کې نغښتې ده، بايد هڅه وشي، چې په افغانستان کې یوه با احساسه، څانګپوه او ځوانه ادره رامنځ ته شي، چې هم د افغانانو ملي ګټې او ملي ارزښتونه په پام کې ونيسي او هم د نړيوالې ټولنې سره د تفاهم وسه او پوهه ولري. نړيواله ټولنه باېد هڅه وکړي، چې د ګاونډيو او بهرنیو ملکونو د لاسوهنې مخنيوی وکړي او د افغانستان د امنيت ژمنه وکړي.
۲ – د افغانستان پارلماني سيستم، نظامي سيستم او اداري سیستم دې پیاوړی شي. د سمې ادارې لپاره اړين برېښې، چې په ولایتونو، ښارونو او ولسوالیو کې دولتي تعميرات جوړ شي، د لویو لارو په رغښت کې او د خلکو د هوساينې لپاره تفرېګاوې او پارکونه جوړ شي، د ځواناونو لپاره د کارکولو شرایط رامنڅ ته شي.
۳ – د افغانستان په بیا رغاونه کې د افغانستان ملي ارزښتونو ته بايد پام وشي او د دې مخنيوی وشي چې افغانستان په قومونو، مذهبي ډلو، ژبني ډلو ووېشل شي، برعکس د افغانستان ملي ارزښتونه بايد پياوړي شي. نن سبا د افغانستان په جنوبي سيمو کې د طالب، تروریست او القاعده په نامه د سيمې خلک په تېره بيا پښتانه وژل کېږي. له خواشيني سره بايد یاده شي، چې افغانستان د ايران او پاکستان د سيمیيزښکېلاک او بهرني پنسټپالو قرباني دئ او دپښتنو پر ضد جګړه لمسول کېږي.
۴ – د افغانستان په بیا رغاونه کې باید د افغانانو د ښوونې او روزنې په برخه کې هلې ځلې وشي، روغتيايي پروژو، مالداري او د زراعت د پياوړتيا لپاره کار تر سره شي، چې افغانستان وکولی شي خپل اقتصادي بنسټ جوړ او خوداکتفا شي. د افغانستان په برمختګ کې د هېواد د برېښنايي سيستم د جوړولو هڅه وشي، ځکه چې د یو هېواد الکتروفيکشن د صنعت د پیاوړتيا سبب ګرځي او د خلکو د ژوند هوساينه رامنځ ته کوي. په افغانستان کې کېدلی شي له لسو ډېر برېښنايي بندونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې جوړ شي، چې د افغانستان د پرمختګ سبب وګرځي.
۵ – د دېرش کلنې جګړې په ترڅ کې پر افغانستان ډېر بمونه راغورځول شوي دي او په ټول افغانستان کې ماینونه کرل شوي، ځکه نو د ناچاودېدلیو ماینونو او بمونو پلټنه دې پیاوړې شي او سیمې دې له بمونو او ماینونو پاکې شي، چې د ماینونو او بمونو د قربانيو کچه راښکته یا هم هېڅوک په راتلونکي کې د دغو کرلشویو ماینونو او بمونو قرباني نه شي.
۶ – د دېرشکلنې جګړې په بهير کې په افغانستان کې ډېر ظلم شوی، په خلکو تېری شوی، ډېر خلک وژل شوی دي، نو د بشر د حقوقو له غوښتنو سره سم باید ټول جنګي جنایتکاران د قانون منګولو ته وسپارل شي، چې د خلکو حق پر ځای شي او په راتلونکی کې د واکمنو لپاره د عبرت وړ وګرځي.
۷ – افغانستان یو بېوزلی هېواد دی، مګر تر څنګ یې ۳ اتومي سيميز ځواکونه (پاکستان، ايران او هندوستان) پراته دي، چې دهغوی د اتومي پاتېشونو د ځای پر ځای کېدلو، په راديواکتيف موادو د سيمې د ناوړه کېدلو او د ارثي نارغیو د رامنځ ته کېدلو له ګواښ سره افغانستان مخامخ دئ، ځکه نو په دې برخه کې افغانستان نړېوالې ټولنې ته اړ دئ، چې افغانستان له دغو ګواښونو وژغورل شي.
په درنښت
د یو خپلواک او پیاوړي افغانستان په هيله او د یوې سولییزې نړۍ په تمه
په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه
۳۰-۰۳-۲۰۰۹