د طالبانو پخوانى قومندان ملا عبدالسلام وايي ډېرى طالبان له افغان حكومت سره د سولي غوښتونكي دي.
ملا سلام رويټرز آژانس ته په مركه كي ويلي طالبان سوله غواړي، خو دوى له دې بېري جنګېږي چي حكومت يې ساتنه نه سي كولاى.
ملا سلام چي د هلمند په موسى كلا ولسوالي كي د طالبانو پوځي قومندان وو، په ۲۰۰۷ كال افغان حكومت ته تسليم سو او د موسى كلا ولسوال وټاكل سو، چي دوه واره يې د پخوانيو ملګرو له خوا پر كور د بريد له امله په لسهاوو پوليس ووژل سول.
ملا سلام په داسي حال كي د طالبانو په حواله د سولي خبر وركوي، چي دى خپله هم ډېر وخت د طالبانو له بېري او حكومت د كمزورۍ له امله په كابل كي اوسېږي.