کور / تازه خبرونه / افغان ځواكونو او طالبانو ته مرګ ژوبلي اوښتي

افغان ځواكونو او طالبانو ته مرګ ژوبلي اوښتي

افغان چارواكي وايي په بېلابېلو پېښو كي اووه افغان پوليس او ۱۵ طالبان د دوو غټو قومندانانو په ګډون وژل سوي دي.
د لوېديځ زون د پوليسو وياند عبدالروف احمدي وايي په پښتون زرغون ولسوالي كي د پوليسو پر يوه موټر د طالبانو د بريد له كبله شپږ افغاان پوليس وژل سوي دي.
 د نوموړي په وينا د همدې ولايت په ربات سنګي ولسوالي كي هم د پوليسو پر يوه پوسته باندي د حملې پر مهال طالبانو يو پوليس وژلى او دوه نور يې ټپيان كړي دي.
په يوه بله پېښه كي درې افغان پوځيان د پكتيا په زرمت ولسوالي كي درې افغان پوځيان وژل سوي او څلور نور وژل سوي دي.
ايتلافي ځواكونه وايي د افغان كمانډو ځواكونو سره په عملياتو كي يې د پكتيكا په ولايت كي ډيورنډ لاين ته نيژدې شپږ شكمن طالبان نيولي او ۱۵ وژلي دي.