د لوبو په ډګر کې په پښتو ژبه لومړنۍ یوازینۍ مهالنۍ مجله ” لوبه ” نن له چاپ نه را ووته او د مینه والو د لوستو جوګه ده.
دا د لوبې مجلې پرلپسې پنځمه ګڼه ده، پدې ګڼه کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې بریاوو ته زیاته کتنه شوې، دا ډول د سویلي افریقا مسلمان لوبغاړی هاشم امله هم لوستوالو ته ورپېژندل شوی.
لوبه مجله په ښه ډیزاین په رنګه پاڼو کې خپره شوې، ددې مجلې مؤسس زراب شاه زهیر دی او د کتنپلاوې ډلې تر کتنې لاندې خپریږي.
مینه وال کولای شي، لوبه په کابل کې له ابدالي سپورټ، په جلال اباد کې له ګودر کتاب پلورنځي او له نورو کتاب پلورنځیو ترلاسه کړي.