په سویلي افریقا کې د ۲۰۱۱ کال نړیوال کپ ته د لارموندنې په وروستي پړاوو کې افغانستان نن شنبه خپله دوستانه لوبه له عمان نه وګټله.
لومړی عمان منډې کولو ته مخه کړه، په سر کې د عمان لوبغاړي ښه روان ول، ولې د محمد نبي په بال د عمان لومړی لوبغاړې وسوځېدل، افغان بالرانو نن بیا ښه لوبه وکړه ولې همیشني نیمګړتیا ورسره هم مله یعنې د اضافي منډو ورکول، دوی ۳۱ اضافي منډې ورکړي.
عمان د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په سر ایله ۲۲۲ منډې وکړې، هستي ګل عابد یو، شاپور ځدراڼ یو، محمد نبي عیسی خېل دوه، حمید حسن دوه او سمیع الله شینواري دری لوبغاړي وسوځول.
افغانستان له لوري په سر کې شفیق الله ښه لوبه پیل کړه، شفیق ۵۱ منډې وکړې، خو تر ټولو د کپټان نوروز منګل لوبه غوره وه ، هغه ۸۹ منډې وکړې، محمد شهزاد ۳۰ ، اصغر ستانکزي ۲۵ ، نبي عیسی خېل ۸، ریس احمدزي یوه، سمیع الله شینواري ۳ او خالقداد ۱۰ منډی وکړې.
پدې توګه افغانستان له عمان نه په څلورو ویکټو لوبه وګټله.
که څه هم دا دوستانه لوبې وې ولې د کرکټ په نړیوالې شورا کې د نمبر په توګه حسابیږي.
افغانستان د اپریل په لومړۍ نېټه رسمي لوبه له ډنمارک سره پيلوي.