" /> " /> " /> " /> كرزى : نوې ستراتيژي زموږ تر توقع ډېره ښه ده  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / كرزى : نوې ستراتيژي زموږ تر توقع ډېره ښه ده  video

كرزى : نوې ستراتيژي زموږ تر توقع ډېره ښه ده  video


د افغانستان ولسمشر حامد كرزي د مارچ پر ۲۸ – مه په كابل كي د امريكا د نوي افغان پاليسي هركلى وكړ.
افغان ولسمشر يوه ورځ وروسته له هغه چي امريكا خپله نوي ستراتيژي د افغانستان او پاكستان دپاره اعلان كړه، وويل نوې ستراتيژي د افغانستان د حكومت تر غوښتنو ډېره ښه ده، چي افغان حكومت به يې پوره ملاتړ كوي.
ولسمشر كرزي وويل په تېرو څو كلونو كي يې پرله پسې غوښتنه كوله چي د تروريستانو منابع دي له افغانستان څخه دباندي په هغو ځايونو كي نښه سي چي هغوى ته روزنه وركول كېږي.
ولسمشر كرزى دا نه وويل، چي د امريكا په نوې پاليسي كي كوم ټكي د افغان حكومت تر توقع لوړ دي.
د امريكا په نوې پاليسي كي د پاكستان پر قبايلي سيمو د بې پيلوټه الوتكو پر بمباريو د بلوچستان ايالت او ځينو نورو شكمنو ځايونو د بريدونو احتمال هم موجود دئ، چي د پاكستان حكومت يې ډېر په تشويش كي اچولى دئ.
امريكا د نوي ستراتيژۍ له مخي ۱۷۰۰۰ نوي عسكر افغانستان ته لېږي، ۴۰۰۰ د پوځ او پوليسو ټرېنران لېږي، چي وايي د افغان پوځ شمېر به څلور لكه كسانو ته ورسوي.
همدا راز به امريكا پر نظامي عملياتو سربېره د بيا رغوني چارو په ځانګړي ډول جنګ ځپلو سيمو ته تر پخوا ډېره پاملرنه كوي.


د کرزي ننۍ خبري غونډه په لاندي وېډيوګانو کښي کتلائ سئ :












 

تبصره نسته

  1. ډېرښه ،غلامګوټې! یوځل بیادې دغلامی دژوندساپه جسد کې وچلېده،ګمان دې کاوه چی داځل به دې وشړی،ملاتړدې هم دهمدې لپاره ده