کوم قامونه چي په کومه خاوره استوګن وي.په هغه خاوره ددوي خپل واک نه وي.دوي خپله ژبه نه سي ویلاي اوخپل قامي تشخص نه لري هغه قامونه غلامان دي.دغه شان په پاکستان کښي ډیره داهسي قامونه سته چي په خپله خاوره خپل نوم نه لري داغیاروپه نامه یادېږي په خپله خاوره یې خپل واک اواختیارنه لري.دنوروقامونه ترپښتون قام هم په پاکستان کښي دغلام قام په توګه ژوندکوي.پښتانه له بولانه ترچتراله ترټولولوې مځکه لري.اوبه لري اونوري قدرتي ښتمني لري خوددې برسېره هم دیوغلام قام په څېرژوندکوي.
دادپښتنوترټولولوي بدمرغي ده.له کومي ورځي راهیسي چي دآزادافغانستان په سینې فرنګیانوچاړه تېره کړه اوافغانستان په څوټوټوووېشي دهغې ورځي څخه ترننه پوري دپښتونخواوطن وګړي دغلامانوژوندکوي.دابېله خبره ده چي ځینې پښتانه په دغه غلامۍ باندي ویاړکوي کوم چي زماپه نظردنړۍ ترټوله کم عقل خلګ دي.په پاکستان کښي دپښتنوژوندډیرتریخ دی.پشتنوته دانسان په نظرنه کتل کېږي.دپاکستان چاوراکي دپښتنوسره ډیرزیاتوب کوي.په پاکستان کښي داوخت بلوڅانودخپلواکۍ دپاره جنګ روان کړی دی.دوي په هسکه غاړه دپاکستان په ضدشعارونه ورکوي.په هرډګردپاکستان دمرده بادنارې کوي خوددې برسېره پاکستاني چاورکي ودوي ته ډیره پام لرنه کوي.دپښتنوبلوڅوپه ګډایالت کښي هم ترپښتنوزیاته پام لرنه وبلوڅانوته کېږي.
دپاکستان په کچه خوهسي هم هردپنجابي دپاره دی.پښتانه متل کوي چي په زورکلي نه جوړېږي.اونه یواړخیزه مینه کېږي پښتانه به ترڅوپوري دپاکستان دپاره خپل هرڅه قربانوي.اوترڅوپوري دپښتني سیمودلاري پاکستان خپل خلګ په آزادافغانستان کښي دلاس وهني دپاره لېږي.ترڅوبه پښتانه په پاکستان کښي دغلامانوپه ژوندکوي اوواک یې اختیاربه یې دتورمخي پنجابي وي.دپښتودغلامۍ څخه دخلاسون لاره داده چي پښتانه دبلوڅانووروڼوپه شان وټوپک ته هم لاس کړي.ځکه چي اوس هم وخت راغلی دی پښتانه دي دپارلیمان دسیاست ترڅنګ دټوپک جنګ هم اعلان کړه اودپښتونخوادآذازۍ په جنګ دي پیل وکړی.دغلامۍ څخه دخلاسون دپاره یواځي یوجنګ پکارنه راځي.ځکه چي کوم خلګ دپاکستان اسمبلۍ غړی وټاکل سي نوهغوته بیادولتي مراعات ورکول کېږي.
له هغوڅخه بیاقامي آزادي هېره سي.اوددولت څخه خپل مراعات ترلاسه کولودپاره هلي ځلي کوي.اوقامي آزادي ترډیرلیري تللې وي.ددې ژوندمثال دقطبي پښتونخوادوزیران دي چي پښتونخواوطن نه لیري په دوبۍ کښي یې دوزیرانوغونډه رابللې ده.په پښتونخواوطن کښي بې ګناه پښتانه داورپه لمبوکښي سوځل کېږي دوي په دوبۍ کښي خپل ساعت تېروي.یواځي دسیاست دلاري دپښتونخواوطن آزادي عملي کېدلاي نه سي ځکه دفرنګیانودیرغل څخه نېولې تراوسه پوري پښتانه په پاکستان کښي پارلیمان سیاست کوي.ترننه پوري دپښتنویوه ستونزه هم دپارلیمان دلاري نه ده هواره سوې.یوشتمه پېړي دقامونه دآزادۍ پېړۍ ده لوي څښتن دي وکړي چي پښتانه هم په دې پېړۍ کښي دتورفرنګیانوله غلامۍ څخه خلاس سي.دغه خلاسون دپارلیمان دسیاست ترڅنګ دټوپک وسیاست ته هم اړتیالري.راځي چي پښتنودپښتونخوادآزادۍ لپاره دپارلیمان دسیاست ترڅنګ وټوپک ته هم لاس کړو.
Wrora ta ghwarre che hagha pashtana se la ter osa gwad, shal, aw mra na dee, pa jang akhta kre?
Khair ye ghwara! Pa Topak hes na kezi pa fikar, seyasat, aw etifaq har sa kezi
وروره دیره شه لینکنه دی کری حقیقت د ویلی دی په جرات افرین او نورو کامیابیو په هیله.
خو په یو تکی کی درسره موفق نه یم چی هغه توپه دی، نن جنگ په هغه توپک کتل چی ششتون قوم یی نه لری، د توپک پر حای باید عقل خخه کار وخستل شی د علم په زور دا ازادی وگتی.
بله خبره دا چی تول پشتون تر خو لاس یو نه کری که لر دی او که بر همدا به حال وی، بر د قزلباشانو غلامان و او لر به تورمخیو جتانو.
مننه
وروره دیره شه لینکنه دی کری حقیقت د ویلی دی په جرات د افرین او د نورو کامیابیو په هیله.
خو په یو تکی کی درسره موفق نه یم چی هغه توپه دی، نن جنگ په هغه توپک کتل کیژی چی پشتون قوم یی نه لری، د توپک پر حای باید د عقل خخه کار وخستل شی د علم او سیاست په زور دا ازادی وگتی.
بله خبره دا چی تول پشتون قوم تر خو لاس یو نه کری که لر دی او که بر همدا به یی حال وی، بر به د تاجکو غلو وطنفروشانو قزلباشانو غلامان وی او لر به د تورمخیو جتانو.
مننه
ارماني وروره ښه لیکنه دي نه ده کړې ولي ؟ چي پښتانه لیکوالان او مشران لګیا دي چي پښتانه د سیاسي شعور پر لاره سم کړي او ته یې لا هغه ده شلیمي پیړۍ په جنګ کي ساتل غواړې ؟ چي پښتانه هیڅ کله خوشاله او سوکاله ژوند نه کړي تیر که څه؟ بل تا خپله هم لیکلي دي چي کلي په زور نه کیږي نو بیا څنګه وه پښتنو ته نور لا هم توپک په لاس ورکول غواړي ؟ ؟؟ با ید نور نو د ټوپک پر ځاي فلم او کتاب ته لاس کړو او ده مدرسې پر ځاي مکتب ته بچیان وه لیږو او ده ځانمرګي جیکیټ پر ځاي ده مکتب بستی وه کوچنیانو ته ورکړو……… خو ټوپک یې هیڅ حل نه دي . په مینه ښېراز