سوات، د پښتونخواه ولايت يوه دره ده چي ۵۳۳۷ كيلومتر مربع مساحت لري او يوازې۱۶۰ كيلو متره له پلازمېني اسلام آباد نه لري پرته ده. د سوات مركز سدو شريف نومېږي خو د سوات دري اصلي ښارګوټى مېنګوره دى.
سوات د ۱۹۶۹ زېږديز كال پوري يو خپلواك رياست و، خو په همدغه كال د هغه وخت شمال لويديځه سرحدي ايالات برخه وګرځېد. د لوړو غرونو او شنو ورشوګانو او رڼو حوضونو په درلودلو سره د ۲۰۰۷ زېږديز كال پوري د سيلانيانو په وينا د “پاكستان سويډزرلنډ” و. هر كال به په لسګونه زره سيلانيانو له سواته ليدنه كوله چي د سوات د وګړو لپاره يي د عايد يوه لويه سرچينه جوړه كړي وه. په ۲۰۰۲ كال كي كله چي په افغانستان كي د طالبانو امارت راوپرځېد په زرګونه طالب جنګيالي د افغانستان او پاكستان د پولي په اوږدو كي قبايلي سيمو ته په تېښته اړ شول او هلته يي ځان ته پټنځايونه جوړ كړل. خو د لږ وخت په تېرېدلو سره يي يو وار بيا سر راپورته كړ او په سيمه كي او په ځانګړي توګه په افغانستان كي مېشت بهرنيو ځواكونو پر وړاندي يي د جهاد اعلان وكړ. كه څه هم سوات د قبايلي سيمو برخه نه ده، خو چي كله اور په ګاونډ كي بل شي نو لمبي يي هري خوا ته خپرېږي، د اور لمبو د سوات دري ته هم لار وموندله.
او د ۲۰۰۷ زېږديز كال په وروستيو كي د لشكر محمدي د مولانا فضل الله په مشرۍ چي د صوفي محمد زوم دى چا چي په ۲۰۰۱ كال كي په زرګونه وسله وال قبايليان افغانستان ته د بهرنيو ځواكونو پر وړاندي د جګړي لپاره لېږلي و، په وسله والي جګړي پېل وكړ.
په سوات كي د دي دوه كلني خونړۍ جګړي په ترڅ كي د سياسي حزبونو د مشرانو لكه ملك بخت بيدار او افضل خان لالا چي د “عوامي نېشنل پارټۍ” له مهمو غړو نه وو، برسېره په زرګونه عام وګړي وژل شوي يا ټپيان شوي دي او د دي سيمي د ۱،۵ مليون وګړو نه يو پر درېيمه وګړو خپل كورونه له لاسه وركړي دي.
د ۲۰۰۹ كال د جنوري تر يوويشتم پوري د سوات په دره كي طالب پلوه ځواكونو كابو۴۰۰ ښوونځي نړلي وو او له ۱۷۰ نه زيات د نجونو ښوونځيو ته يي يا اور اچولى و او يا يي هم په بمونو له منځه وړي وو چي له امله يي له۴۰۰۰۰ ډېري نجوني له زده كړو څخه بي برخي شوي دي.
په سوات كي د جګړي د پيل راهيسي دا دويم وار دى چي د ځايي اورپكو او پاكستاني دولتي ځواكونو تر منځ اوربند اعلانېږي. په لومړي ځل څلور مياشتنى اوربند د ۲۰۰۷ كال د سپټمبر په وروستيو كي له منځه ولاړ. د ۲۰۰۷ زېږديز كال د ډسمبر مياشتي په دوه اونيزه جګړه كي د پاكستاني چارواكو په وينا له ۲۵۰ ډېر تندلاري له منځه تللي وو. له هغي وخته را په دي خوا په پرله پسي توګه د سوات په دره كي جګړه روانه وه.
يو وار بيا د پښتونخوا ايالتي چارواکو په پېښور كي د “تحريك نفاذ شريعت محمدي” تندلاري مشر مولانا صوفي محمد سره د مخامخو خبرو وروسته په ملكنډ او تيملګره كي د شريعت د نفاذ پرېكړه وكړه، چي د خبرو اترو په ترڅ كي پتېيل شوي وه چي په سوات دره كي به له ځايي طالب اورپكو څخه د وسلي اېښودلو غوښتنه هم كېږي. د سوات ځايي اورپكي په لشكر محمدي نومي ډله كي چي د مولانا فضل الله تر مشرۍ لاندي جنګېږي، وار د مخه له خبرو اترو سره سم لس ورځنى اوربند اعلان كړى دى خو له اورپكو سره تېرو تړونونو ښودلي ده چي دا ډول تړونونه هېڅ ګټه نلري. كه چېري طالبان د وسلو اېښودلو او له خپلي ناقانونه راډيو د بندولو نه انكار وكړي نو د تېرو تړونونو په شان به دا تړون هم لنډ مهاله سوله سيمي ته راوړي خو اوږد مهاله سوله به د يو خوب په څېر پاتي شي. برسېره پردې، په ښكاره كه څه هم پاكستاني چارواكي وايي چي دا شرعي نظام به د افغانستان د طالبانو د نظام په شان نه وي او هماغه پخواني دولتي چارواكي او قاضيان به خپلو كارونو ته ادامه وركوي، يوازي به په كارونو كي چټكتيا راځي او هغه قوانين به چي د شريعت خلاف دي، له منځه وړل كېږي.
كه څه هم د اوربند وروسته په سوات كي د ژوندانه چاري نورمال حالت ته ستنېږي او خلكو د اوربند په خوشحالۍ مټاياني ووېشلې. خو خبره يوازي په محاكمو كي د فساد له منځه وړل نه دي، بلكي نوري ډېري ټولنيزي او سياسي ستونزي شته چي بايد هغو ته هم پام وشي، د بېلګي په توګه آيا دا نظام به وكولاى شي چي د هغه لږ تر لږه ۴۰۰۰۰ نجونو لپاره چي ښوونځيو او كالجونو ته تللې، بېا د زده كړي موكه چمتو كړي؟ آيا د ژوندانه په ورځنيو كارونو كي د طالبانو د امارت په څېر به لاسوهنه نه كېږي؟ آيا خلك به وكولاى شي چي يو وار بيا رسنيو په ځانګړي توګه ټلويزون او موسيقۍ ته لاس رسى ولري؟
اوس پوښتنه دا ده چي د پورتنيو كتنو په پام كي نيولو سره به آيا دا تړون او اوربند وكولاى شي چي د زيات وخت لپاره پايښت ومومي او كه نه؟ په سيمه كي د لس ورځني اوربند په درېيمه ورځ د “جيو” پاكستاني ټلويزيون خبريال موسى خانخيل د مټي په سيمه كي د مولانا صوفي محمد د “سولي كاروان” څخه چي سوات دري ته روان وو، د ناپېژاندو وسله والو لخوا په پلمه وړل كېږي او وروسته لږ تر لږه په څلوېښتو ډزو سورى سورى كېږي.
خو تر دي هم د پام وړ او مهمه پوښتنه دا ده چي د كومو شرعي محكمو چي طالبان يي غوښتونكي دي، كه چېري د سوات كوم اوسېدونكى پر دوى دعوا وكړي نو خپله مولانا فضل الله او د هغي اورپكي به دغه محكمو ته حاضر شي؟ او آيا د پاكستان دولت به دا ځواك ولري چي هغوى “شرعي محكمې” ته راكش كړي؟
كه دا اوربند تل پاتي هم شي، خو كه چېري طالبان په دي سيمو كي د چارو واك په لاس كي واخلي، نو د دي وروستنۍ پايلي به د دي سيمي خلكو ته نه جبرانېدونكي وي.
هيله دا ده چي دا ځل به نه يوازي په سوات كي سوله ټينګه شي، بلكي د ژوندانه د نورو چارو لپاره هم بايد كار وشي تر څو دا سيمه چي لا د مخه وروسته پاتي دي لاپسي وروسته پاتي نشي.