د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د ځینو هندي سرچینو په حواله لیکلي دي چې ایران روسیه او هند د طالبانو پر ضد پر ګډو همکاریو غور کوي.
ورځپاڼه د موضوع په ودام ددغو سرچینو په نقل لیکي چې دغه درې واړه هیوادونه په افغانستان کې د وضیعت په خرابیدو سره د طالبانو د بیا قدرت ته د رسیدو په اړه اندیښمن دي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې دا خبر ورکړې چې ترکیه افغانستان او پاکستان درې اړخیزه امنیتي غونډه جوړوي او تمه ده چې پدې غونډه کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ شته ستونزې وڅیړلې شي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ د خلکو په حواله لیکلي دي چې دوې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اعتراض کې له دولت سره خپلې اړیکې پرې کړیدي.
د هیواد دولتي ورځپاڼې د ګارډین ورځپاڼې د وروستي رپورټ په غبرګون کې د ولس مشر کرزي د ویاند په حواله لیکلي دي چې د افغانستان نظام ریاستي بڼه لري او د صدراعظم لپاره پکې ځاې نشته.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم په همدې مسلې تبصره کړې او هغه يې د مرکزي حکومت د کمزورې کولو طرحه بللې چې د ورځپاڼې په وینا د افغان ولس لپاره د منلو وړ نده.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو په اړه نړیوال او سیمه اسیز غبرګونونه خپاره کړیدي.
د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې هم لیکلي دي چې ایران هند او روسیه به د شانګهايي د همکاریو د سازمان په غونډه کې چې په مسکو کې جوړیږي د طالبانو پر ضد پخپله کې د همکاریو په لارو چارو فکر وکړي.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې له وسلوالو مخالفینو سره د سولې د خبرو لپاره روانې هڅې څیړلي او د ولس مشر کرزي د ویاند په حواله يې لیکلي دي چې له طالبانو سره يې خبرې بې نتیجې نه وې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت په غزولو تبصره کړې او پدې ترڅ کې ددغه سازمان په رول انتقاد کړې چې د افغانستان په بیښو کې مهم رول ندې لوبولې.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د امریکا د ولس مشر بارک اوباما وروستیو څرګندونو ته په اشارې لیکلي دي چې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو نه مخکې باید ځینې اهداف ترلاسه شي.
ورځباڼې د خبلې تبصرې په دوام دا انتقاد هم کړې دې چې امریکا په افغانستان کې د خپل اته کلن حضور په مهال د بنسټونو جوړولو ته لږه پاملرنه کړې او زیات تمرکز يې په لنډ مهاله پروژو وو.
ورځپاڼې د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه کې د پاکستان د رول په اړه یو کارتون هم خپور کړې چې له یوې خوا د ترورزم په خلاف د مبارزې لپاره خپله لیوالتیا ښۍ او له بل لوري د ترورزم اور ته پوکې ورکوي.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي پرمختګونه څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
انیس هم پخپله سرمقاله کې د ګارډین ورځپاڼې په وروستي رپورټ تبصره کړې او هغه يې د لودیځو رسنیو د بې مسؤلیتۍ یوه بیلګه بللې ده.
خو اصلاح بیا همدې رپورټ ته په اشارې دا سپارښتنه کړې چې مرستندویان دې په حکومت کې د یو بل حکومت د جوړولو هڅه نه کوي.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هغو اوازو ته په اشارې چې وايي امریکا غواړي د ولس مشر کرزي ترڅنګ یو صدراعظم وټاکي لیکلي دي چې دا کار د امریکا له وسۍ وتلې خبره ده.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې دا خبر هم ورکړې چې د هالنډ د هاګ ښار به د افغانستان د شتونزو ستونزو د څیړلو کوربه وي.
ورځپاڼې په افغانستان کې د خبریالانو د روان حالت په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې اداري فساد او د حکومت کمزورتیا د خبریالانو د له منځه وړلو لپاره زمینه برابره کړې ده.