په ډنمارک کی د افغانستان د فرهنګی ټولنی له خوا د نوی کال جشن ولمانځل شو
دروان کال د مارچ د میاشتی په ۲۱ نیټه په ډنمارک کی مشته افغانانو د خپلی لرغونی عنعانی له مخی د تیرو کلونو په څیر د نوی کال جشن په شانداره مراسمو سره ونمانځی .
غونډه د زمری محقق په پرانیستونکی وینا سره پیل او ورپسی د دی ټولنی د تنکیو ماشومانو له خوا د ملی سرود ترانه ولوستل سوه .
وروسته بیا د هالیند د هیواد څخه راغلی میلمه ننکیالی بڅرکی د نوی کال د لمانځلو د تاریخچی او اهمیت په هکله څرګند ونی وکړی او د نوی کال په اړوند یی یوه پارچه شعر چی د حاضرینو له خوا په تودو چکچکو بدرګه سو، ولوستی .
په پای کی د هالند د هیواد څخه راغلیو د هیواد پیژندل سوو ځوانو هنرمندانو ښاغلی سهراب او خالد په خپلو خوږو آوازونو کی په زړه پوری سندری وویلی چی د ټنګ ټکور دغه خوندور پروګرام د شپی تر یولسو بجو پوری دوام وکړ . په پای کی غونډه په ګران هیواد کی دسولی او ارامی د تأمین او د یوه پرخپلو پښو ولاړ مستقل افغانستان د موجودیت ، په شعارونو سره پای ته ورسیدل .