۴
حافظ د شعر د ښکلا لپاره له ټولو ادبي فنونو څخه کار اخیستی دی چې په طنزیه شعرونو کې یې ډیر ابهام، ضدي ویناوی ، منطقي غلطي او غفلت لیدل کیږي
د حافظ طنزا و تجاهل العارف خپل ځانګړی ځای لري دهغه طنز هزل ته نه کاږل کیږی . هغه ډیري طنزي مناظرې لري
داغزل د حافظ تر ټولو نورو طنزونو ډیر رندانه ، جسورانه او لوړ طنز دی
پير ما گفت: «خطا بر قلم صنع نرفت»
آفرين بر نظر پاك خطاپوشش باد
(زموږ پير وایي په خلقت کې نشته غلطي
افرین دي شي په داسي عیب پټونکي)
سهو و خطاي بنده، گرش اعتبار نيست
معني عفو و رحمت آمرزگار چيست؟
(که د بښلو اعتبار نه وي دسهوه او ختا
نو د خدای د رحمت نوم څه لری مانا)
هغه وایي بشر په ګناه نه عذابیږی هلته رحیم د څه لپاره ناست دی
برو اي زاهد خودبين كه ز چشم من و تو
راز اين پرده نهان است و نهان خواهد بود
(ورک شه ځانمني زاهده! چې زما او ستا دسترګو
د د ې پردې راز پټ دی او پټ به وي)
دلته هغه بیا ریا کاره زاهد ته وایي ځان څه پوه پوه کوې نه تاته څه مالوم دی نه ماته
حافظا می خور و رندی کن و خوش باش ولی
دام تزویر مکن چون دگران قرآن را
(حافظه شراب وخوره! رندی وکړه! او خوشاله اوسه!
د تزویر دام مه جوړوه، لکه دګران قران)
دګران یو خوش ږغه مارغه دی چې ډیر زړه راکښونکی ږغ لري نو خپل ږغ لکه دام کاروي خاندن کوی او نور مارغان ختاباسي اوله ځان خواته يې راکاږی او بیا یي ښکاروي
حافظ وایي دا ریا کاره زاهدان ، او دین پلورونکي شیخان او حافظان لکه دګران دی چې د خپلې ګټې لپاره یې له قران کریم څخه دام جوړ کړی دی
حافظ له طنز نه پرته ډیري خوږې شوخیاني او ټوکې هم لري چې دلته یې څو بیلګې راوړم
هنگام تنگدستي، در عيش و كوش و مستي
كاين كيمياي هستي، قارون كند گدا را
(دخوار ی په وخت کي عیش کوه او مستي
چې ګدا قارونوی دکیمیا دا هستي)
هغه په دې بیت کې په شوخې سره فقیر او خوار سکاسې ته هڅوي هغه ته په ټوکو وايي: چې خوار شوې نو عیش او مستي کوه ! ځکه په مستی کې شا اوګډا یو شی وي
چې انسان شتو ته بې پروا شي نو کیمیاته څه اړتیا شته
به خدا كه جرعهاي ده، تو به حافظ سحرخيز
كه دعاي صبحگاهي، اثري كند شما را
(سهرناستی حافظ ته د خدای لپاره ورکړه یو غړوپ د میو
ستا په حق کې قبلیږی د هغه د سحرګاه دعا)
متل دی چې وایي د سهارګاه دعا قبولیږی . نو ځکه صوفیان په شنه سهار راپورته کیږي. نو حافظ په ټوکو معشوق ته وایي که غواړې د حافظ د سهار دعا ستا په حق کې قبوله شي یو غړوپ شراب را.
دوش از مسجد سوي ميخانه آمد، پير ما
چيست ياران طريقت، بعد از اين، تدبير ما
ما مريدان، روي، سوي ميخانه چون آريم چون
روي، سوي خانه خمار دارد پير ما
(پرون له مسجده میخانې ته راغی زموږ پير
ووایاست یارانو ددې وروسته څه دی زموږ تدبیر
آیا موږ مریدان باید مخ کړوخواته د میخانې ؟
ځکه زموږ د پير مخ په خوا دی د خمارخانې)
هغه دلته په رندي وایي پير مو مې خانې خواته راغی باید هغه ویلی وای میخانې خوا ته ولاړ یانی هغه د پیر نه مخکې هلته وو
ميكند حافظ دعايي، بشنو آميني بگو
روزي ما باد لعل شكرافشان شما
(حافظ دعا کوی، واوره ! آمین ووایه
ستا سره شکري شونډان دی شی روزی زما)
حافظ چې د معشوق د بې پامی اوبې غوري خبر دی په رندي او شوخې له هغې څخه د یوې کوشنی غوښتنې په کولو سره هغه هڅوی چې د حافظ د بریالیتوب لپاره یوازې یو امین ووایي
چې دلته د معشوق امین ویل د هغه د غوښتنې منل مانا لري.
حافظ از دولت عشق تو، سليماني شد
يعني از وصل تواش، نيست به جز باد به دست
(حافظ ستا د مینی له دولته شو حضرت سلیمان
یاني ستا له وصله یې،بیله باده بل شی نشته په لاس)
ددې شعر په لومړی بیت کې ستا له مینې سلیمان شوم یو مدح ده یاني حضرت سلیمان غوند ی می واک پيدا کړ ی بیا په ټوکو وايي یوازې مي باد تر لاسه کړ چې دا بیا بدی یا ذم دی چې دا مدح او ذم دواړو یو ښه طنزی ټوکه جوړکړی دی
در مذهب ما باده حلال است وليكن
بي روي تو، اي سرو گلاندام، حرام است
(زموږ په مذهب کې می حلال دی خو
بیله ستا د مخه ای ګل اندامې سرو، حرام)
دا بیا یو ښه شوخې او رندانه استدلال دی
من آن نيم كه حلال از حرام نشناسم
شراب با تو حلال است و آب بي تو حرام
(زه هغه نیم چې حلال له حرامه ونه پیژنم
شراب ستا سره حلال او بیتا حرام دی)
دلته بیا په طنزی رندی او شوخې وایي زه په حلال او حرام پوهیږم او ځان پوه ښيی خو بیا په رندی وایي هو بېله تا حرام دی
چو ذكر خير طلب ميكني، سخن اين است
كه در بهاي سخن، سيم و زر دريغ مدار
(که خپله مدح غواړې خبره دا ده
د مدح بیه سره اوسپین مه سپموه)
ای پاچا! خیال مه کوه ستاد ښه توب په خاطر ستا مدح کوم دا ټوله د تمې ا و انعام لپاره کوم ستا څخه مي چندان ښه هم نه راځی خو څه و کړم ډوډۍ مې فطیره ده
ز كوي ميكده برگشتهام، ز راهش خطا،
مرا دگر ز كرم با ره صواب انداز
(غلط شوم، چې د میکدې له کوڅې راغلم.
زما سره مرسته وکړئ چې بیرته په لاره شم سم)
دا بیت دوی مانا وي لري
ما سهوه وکړه د میکدې له کوڅې راغلم بیرته مې په هغه لاره سم کړئ، یا زه د میکدی له کوڅې راغلم ما لاره ورکه کړه ماته د میخانې لاره راوښيئ
هغه په ټوکو معشوق ته وایي
نکته ناسنجیده گفتم دلبرا معذور دار
عشوه ای فرمای تا من طبع را موزون کنم
(خبرې مې ناسنجیده وکړې، وبښه دلبره
یو ناز وکړه چی پام وکړم په خبره)
. د حافظ د طنز ژبه سپکه نه ده پیچلې، لنډه خو پاکه ده
د هغه په شعرونو کې هجو ډیره لږه ده د هغه دوه هجویه غزلي د بېلګې په ساری راوړ م
كجاست صوفي دجّال فعل ملحد شكل
بگو سوز كه مهديّ دين پناه رسيد
(چیری دی هغه کافر ډوله دجال صوفي
ورته وایه، سوځه، چې راغی دیند اره مهدي)
په دې هجویه شعر کې يې صوفی ته د زړه له سوځه ردوبد ویلی دی هغه يې دجال او ملحد ګڼلی دی
صوفي شهر بين كه چون لقمه شبهه ميخورد
پاردمش دراز باد آن حيوان خوش علف
( ګوره د ښار صوفی ! چې لکه ګوله خوری بدګمانی
د لکۍ عمر دی ډیر شی! د هغه ښه واښه خوره څاروي)
په دې هجویه شعر کې یې بیا صوفی په زړه خیرن بللی دی او دهغه دا خاصیت يې د لکۍ لرونکی حیوان سره تشبه کړی دی
د حافظ په شعرو کې هزل نشته خو یوازې دوه- درې ځایه لیدل کیږی. لکه:
رندی آموز و کرم کن که نه چندان هنر است
حیوانی که ننوشد می و انسان نشود
(رندی زده کړه او مړانه چندان نه دی هنر
هغه حیوان چې می و نه څښي نه دي بشر)
***
پی یک جرعه که آزار کسش در پی نیست
زحمتی میکشم از مردم نادان که مپرس
(په یوه غړوپ چې دچا ازار یې نه وي تر شا
د ناپوه خلکو دومره زیار ګالم چې مه کوه پوښتنه)
ز جیب خرقه حافظ چه طرف بتوان بست
که ما صمد طلبیدیم و او صنم دارد
(د حافظ د چپنې د جیبه کومه خوا تړې
چی موږ صمد وغوښت او هغه صنم لری
***
گفت و خوش گفت برو خرقه بسوزان حافظ
یا رب این قلب شناسی ز که آموخته بود
( ښه يې ویل پورته حافظه! خرقه وسوځه!
یا ربه دې زړه پوه دچا زده کړي وه دا)
***
گفتی از حافظ ما بوی ریا میآید
آفرین بر نفست باد که خوش بردی بوی
(ویل دي زموږله حافظه لټیږی د ریا بوی
افرین دی ستا په نفس وي چې ښه پوه شوې)
چې دلته (خوش بردی بوی ) یو ایهام دی یانی دهغه په ریا پوه شوې او په نفس دی دا بد بوی ښه ورک کړ
لمنلیکونه
۱ـ موسسه مطالعات تاريخ معاصر ايران (مقالات)
۲- طنز چيست؟ دكتر سيدعلي موسوي گرمارودي
۳- ویکیپدیا، دانشنامه آزاد
Giutin.blogfa.com-4
Sid.ir-5
Nouralizade.blogfa-6
Taghrib.ir-7
Maahoor.com-8