د جلال اباد ښار يو شمير ښاريانو لر او بر ته د تليفون په کرښه د ننګرهار ولايت د بريښنا رياست او په ځانګړې توګه د جلال اباد ښار د توزيع امريت نه سخت سر وټکاوه. د ښار اوسيدونکو زياته کړه چې د ښار د بريښنا د توزيع امريت د قانوني او نوبتي توزيع په خاطر هم له ښاريانو څخه په ښکاره زرګونه روپۍ غواړي. د جلال باد ښار يو شمير اوسيدونکو له لر او بر نه هيله وکړه چې شکايت يې د خپلې پاڼې له لارې د اوبو او بريښنا وزارت ته او هم ولسمشر ته ورسوي. دوی له لوړ پوړو چاروکو څخه هيله کوي چې د جلال آباد ښار د بريښنا د رياست په تيره بيا د بريښنا د توزيع د امريت قبله درسته کړي. د ښار اوسيدونکو ګواښ وکړ چې که چيرې د جلال اباد ښار د بريښنا د توزيع د امريت چلند له ښاريانو سره دوام ومومي، دوی په پراخه پيمانه د دې زياتۍ په وړاندې په مظاهرو لاس پورې کړي.