کور / راپور / ملي پانګوال : ځينې چارواکي مو دفابريکو ځمکې پر نورو پلوري

ملي پانګوال : ځينې چارواکي مو دفابريکو ځمکې پر نورو پلوري

يو شمېر ملي سوداګر شکايت کوي چې ځينې چارواکي يې په ناقانونه توګه ملکيتونه غصبوي او پر نورو خلکو يې وېشي .


دا سوداګر چې شمېريې لسګونو ته رسېږي وايي چې ٣٠_ ٤٠ کاله وړاندې دپخواني پاچا محمدظاهر شاه او سردار محمد داوودخان د واکمنۍ پر مهال  دکابل ښار په صنعتي پارک کې دفابريکو جوړولو لپاره دوخت ددولت لخوا په قانوني توګه دپيسو په مقابل ځمکې ورکړل شوې دي چې دوى هم په هماغه وخت کې ددولت دپلان او نقشې سره سمې ودانې کړي ، فابريکې يې پکې جوړې کړي او له دولت څخه يې شرعي قبالې هم اخستې دي ، دوى وايي چې په تېرو٣٠کلنو نااراميو او په ځانګړې توګه په کابل ښار کې دواک پر سر په تنظيمي جګړو کې ډېرهېوادوال دکورونو پرېښودلو ته اړ شول او ډېرې فابريکې او ملي او دولتي شتمني چور شوې چې ددوى دفابريکو ماشينونه هم دجګړه مارو او غلو لخوا په کباړ کې وپلورل شول ،دوى وايي چې په جګړو کې يې خپله ټوله شتمني او پانګه له لاسه ورکړې ا ونه شي کولى چې په يوځل خپلې فابريکې جوړې او فعاليت اوتوليد پيل کړي دوى وايي چې دسوداګرۍ او صنايعو وزارت ورته ډېر کم وخت ورکړى وو چې که دفابريکو خاوندانو پدې وخت کې خپلې فابريکې ابادې او فعالې نکړي  نوځمکې به يې پر نورو سوداګرو ووېشل شي .


داسوداګر چې خپلې عرضپاڼې يې اړوندو ادارو ته سپارلي ګيله کوي چې حکومت نه يواځې دا چې ددوى دهڅونې لپاره يې له دوى سره کومه مرسته نه ده کړې ،بلکې په لوى لاس دملي سوداګرو زړونه ماتوي ، دوى وايي چې په افغانستان کې ټول بهرني توکي مصرفېږي او ټول مارکيټ دبهرنيو کمپنيو په لاس کې دى او دوى ورسره رقابت نشي کولى او دولت هم دکورنيو توليداتو د دپرمختګ او ودې لپاره کومه برنامه نلري ، دوى دبرېښنا ، امنيت ، اومه توکيواو ددولت لخوا سوداګرو ته دپور ورکولو دپلان  نه شتون دخپل کار پر وړاندې ستونزې او ننګونې وبللې .


دوى وايي چې دولت بايد دوى ته وخت او امکانات ورکړي چې خپلې فابريکې بېرته فعالې کړي ، ددوى په وينا دابه ستره بې انصافي وي چې ددوى ٤٠ کلن ملکيت چې شرعي قبايلې يې هم په لاس کې لري او اوس هم ددوى په تصرف کې دى په نورو ووېشل شي . دوى ددولت له لوړ پوړيو چارواکيو ، په ځانګړې توګه له ولسمشر حامد کرزي او کابينې څخه په کلکه وغوښتل چې دې موضوع ته پاملرنه وکړي او په دې اړه له بېړې څخه کار وانخلي .
دوى وويل چې که حکومت داکار وکړي نو دوى او نور سوداګر به نهيلي شي او دلته به پانګه اچونې ته زړه ښه نکړي .