زموږ خوله دخندا نه ده ته خو راغلی پسرلیه
شګوفه دژوندون مو دغوړیدا نه ده ته خو راغلی پسرلیه
بلبل تللی له چمنه ټول ګلونه مړاوی شوی
مات شوی یی وزرونه طوتکی خو دهوا نه ده ته خو راغلی پسرلیه
ګل بڼ ډک دی له زاغانو نه طوطی شته نه مینا
څانګی ټولی خزان شوی دا موسم خو د بورا نه دی ته خو راغلی پسرلیه
چی پخپل اواز یی ماته کړی چوپتیا د توری شپی وه
جرس نشته او دا سپوږمی زموږ درڼا نه دی ته خو راغلی پسرلیه
وچی شوی مو چینی دی خالی شوی ګدرونه
منګي دپیغلو دی مات شوی دا ګودر خو دنڅا نه دی ته خو راغلی پسرلیه
ټول په سترګو یو ړانده یوسف پروت دی په کوهی که
یو له بله مو کینه ده بنآ شوی مو با با نه دی ته خو راغلی پسرلیه
خوشحالی کډی دی بار کړی ویرونه دلته دی راغلی
په جګړو کی مو ژوندون دی زموږ کور بی ژړا نه دی ته خو راغلی پسرلیه
امید نشته له خندا او خوشحالی نه په غمونو کی اخته یو
مرګی هر وخت زموږ میلمه دی په ځوان او بوډا نه دی ته خو راغلی پسرلیه
چمنونه سپیره شوی ادیری په کی جوړیږی
احدی ګلان ټول دی خزان شوی ستا وخت خو په ریښتیا نه دی خو ته راغلی پسرلیه