د خوست له ولايت څخه وركړل سوي خبرونه وايي چي د نن د ۱۳۸۸ كال د حمل پر لومړۍ نېټه د نوي كال مراسم د موټر بم د چاودني له امله ګډوډ او ځينو كسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
عيني شاهدانو اسوشيېټيډ پريس ته وويل چي په يوه صرف موټر كي چاودونكي توكي ځاى پر ځاى سوي وه، او د خوست په ښار كي يوه زيارت سره څرمه درول سوى وو، چي وروسته ښايي د ريموټ په ذريعه چاودل سوى وي.
د خوست د چارواكو په وينا په دې زيارت كي د نوي كال مراسم لمانځل كېده، چي چاودني دوه كسه ووژل او څو نوريې پكښي ټپيان كړل.
دا په داسي حال كي ده چي نن په ننګرهار ولايت كي هم يوه ځانمرګي بريد كوونكي ځان چاودلى چي شپږ ولسي كسان يې وژلي او د لسو په شاوخوا كي كسان يې ټپيان كړي دي.
ولسمشر حامد كرزي د يوه فرمان په صادرولو سره د نن ورځي دواړه بريدونه غندلي او مسئوليت يې د طالبانو پر غاړه ور اچولى دئ.
سره له دې چي طالبانو د نننيو بريدونو په اړه څه نه دي ويلي، خو د دوى د واكمنۍ پر مهال د نوروز د جشن لمانځل بند ول او دا يې له شريعت څخه خلاف كار باله.
د كندهار او ننګرهار په ګډون په ځينو ولايتونو كي ديني عالمانو فتواوي صادري كړې وې، چي د نوروز د ورځي لمانځل له اسلام خلاف د آتش پرستانو اختر دئ.