کور / تازه خبرونه / برتانيه: د 11/09 بريدونه له قبايلي سيمو څخه رهبري كېدل

برتانيه: د 11/09 بريدونه له قبايلي سيمو څخه رهبري كېدل

د سپټمبر د يوولسمي بريدونو له قبايلي سيمو څخه منشاء اخيستې وه.
پورتنۍ خبره د برتانيې د بهرنيو چارو وزير ډيويډ ميليبنډ د بي بي سي راډيو سره په يوه مركه كړې ده.
هغه وويل د سپټمبر د يوولسمي بريدونه له افغانستان څخه نه، بلكي له قبايلي سيمو څخه د القاعدې شبكې غړو پلان كړي او رهبري كول.
ميليبنډ وويل دا هم وويل چي د امريكا په نوې پاليسي كي پاكستان او قبايلي سيمو ته ځانګړې پاملرنه سوې ده، چي هلته بايد د طالبانو او القاعدې د فعاليتونو مخنيوى وسي.
هغه وويل دا لومړى ځل دئ چي امريكا په خپله پاليسي د افغانستان په ثبات كي د پاكستان رول او برخي اخيستني پام كړى دئ.