د افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا له حكومت څخه غوښتي چي له طالبانو سره د يوه منظم پلان پر اساس خبري وكړي.
نيويارك ټايمز د عالمانو شورا په حواله يو راپور خپور كړى، چي وايي د سولي دپاره دي د ولسونو د استازو، ګاونډيو هيوادونو، بهرنيو ځواكونو او افغان حكومت له استازو څخه يوه جرګه جوړه سي او له سعودي پاچا څخه يې غوښتي چي د سولي دغي جرګې مشري وكړي، ملګري ملتونه او اسلامي كنفرانس دي هم رغنده برخه پكښي واخلي.
بلي خواته ولسمشر حامد كرزي هم د عالمانو د شورا وړانديز ته هركلى كړى دى.
په وروستيو مياشتو كي د افغان حكومت او طالبانو ترمنځ خبرو وړانديزونو په ملي او نړيواله كچه زور اخيستئ، چي په عامو افغانانو كي يې د ارام ژوند مړاوي هيلي بيرته راژوندۍ كړي دي.
د افغانستان د جمهور رئيس حامد كرزي ورور قيوم كرزي او د ننګرهار والي ګل آغا شېرزي له طالبانو سره د مذاكراتو د پرمختګ خبرونه هم وركړي دي.