لکه اسلام چي پاک الله ته سجده جوړوي
داسي تعليم په خپله ژبه عقيده جوړوي
ګرانو هيوادوالو:که څه هم افغانستان په سختو حالاتو کي قرار لري خو بيا هم خبريږو او وينو چي د وطن په ګوټ ګوت په سلګونو ښونځي جوړ شول او د دولت د پلان له مخي به په زرګونونو نور مکاتب هم جوړ شي چي دا د خوشخالي خبره ده خو په هغو ولاياتو کی چي تدريس ليک او لوست په پښتو دي دا دري لسيزي جنګ دوام لری او جنګ يئ نه پريږدی چي د خوارو پښتنو بچيان په سمه توګه پرمختګ وکړي .
ډیر ځلي د جنګ او شر د ويري مکتبونه سکوت ګیږي او همدارنګه که يو يا دوه مکتبونه نوي ورته جوړ شي تر څنګ يئ د وطن او قام دښمنان په لسګونه مکتبونه وسوځوي او يا يئ تر خاورو لاندي کړي همدا رنګه پاک نفسه استادان مو په شهادت رسوي شاګردان مو هم په ارامه نه پريږدی په همدي خاطر ډير خلک مجبور کيږي چي د جنګ ځپلو ولاياتو څخه کډه کابل او يا نورو ولاياتو ته بار کړی چيري چي په پښتو ژبه مکتبونه يا بيخی نه شته يا صرف د نموني په شکل يو يا دوه شتون لری دا په داسي حالاتو کي چي نن سبا صرف د کابل د نفوس شمیر تقریبی تر ۸ مليونو پوری اټکل شوي دي که چيري دا رښتيا وي دا پدی معنا چي تر دروڅلورو مليونو شاوخوا پښتانه صرف په کابل کي ژوند کوي خو ددوي لپاره په مورانی ژبه د پوهنتون اومکتبو بندوبس هيڅ چا ونه کړو.
په کابل او شمال کښي د پښتوژبه تعلیم ته له ډیره پخواپاملرنه ده شوی ځکه خود وخت په تيريدو سره ډيرپښتانه فارسي زبانان شوي دي زموږ د پختونخوا پښتانه هم د خپلي مورانی ژبي په ځاي په اردو پنجاپي انګليسي زده کړو بوخت دي که څه هم د نورو ژبوزده کول بده خبره نه ده خو د خپلي ژبي په ځاي په خپل وطن کي که لر وی اویا بر په بله ژبه تعليم کول هغه هم د لمړی ټولګي څخه د پښتو د سنګسارولو او د منځه وړلو معنا لري .
په داسي حالت کی چي موږ په خپل ګران هیواد کی خپله ژبه د پښتنو لپاره د لیک او لوست په ژبه نه شو تبدیلولي موږ به څرنګه خپل ذهنونه،فکرونه او عقیدی سره يو کړو تر څو دا وران وطن آباد کړو دجهالت مخه ونیسو او د خپل قوم د یوالي او پرمختګ خبره وکړو .
زه د يو پښتون په صفت د هر هغه پښتون څخه چي پخوا واک ورسره وه دا ګيله لرم چي دوي دشمال او کابل د پښتنو لپاره په خپله ژبه د تعليم په هکله هيڅ هم نه دي کړي اوهمدارنکه اوسني واکدارانو ته سترګي په لاره يم چي پدي هکله خپله جدي پاملرنه او سمدستي اقدامات پیل کړي .
د پورتني لیکني په دوام خپل یو مات کوډ شعر هم لرم چي غواړم عزتمندو لوستونکو ته یې وړاندي کړم که چیري په شعر او یا لیکنه کی غلطي یا نیمګړتیا موجوده وی د ټولو عزتمندو لوستونکو
څخه بښنه غواړم ځکه چی زه شاعراو یا لیکوال نه یم
د تعلیم ژبه
کابل د وطن زړه ده خو تعلیم پکي پښتو نه شته ده
قدرت پکی بدلیږی خو خدمت د امیرو نه شته ده
ځوانان او ماشومان په نورو ژبو روزو
ځکه امید د لر او بر د جوړیدو نه شته ده
چي په خپله ژبه لیک او لوست نه کوي
پداسی قوم کی بیا یوالي د ذهنو نه شته ده
د یوه پوهنتون نامی ته دانیشګاه جوړه شوه
پښتو له منځه ځي خو اواز د پرګنو نه شته ده
ګیله د نورو به زه څنګه وکړم
چی دقام په واکدارانو کي همت د میړنو نه شته ده
وعدی کوي راته پریماني چی خپل حق به درکړو
کلونه ډیر تیریږي خو عمل یئ په لفظو نه شته ده
پښتون ارمان مي لیوني غوندی شو
په خپل وطن کی مو خلاصون د دسیسو نه شته ده
زموږ لپاره د تعلیم ژبه پردی ولي شي
بی له پښتومو بله لار د وړاندي تلو نه شته ده
لټون به تل درته لیکني د خپل زړه نه لیکې
بی له پښتنو می بل جهان د اولسو نه شته ده