تورخم ته نيژدې د پاكستاني پوځيانو او وسله والو ترمنځ جنګ كي لس ملكي كسان مړه او د ۴۰ په شاوخوا كي كسان ټپيان سول.
پېښه د خيبر درې په لنډي كوتل كي هغه وخت رامنځته سوې چي د په جنګ كي ښكېلو اړخونو توغندۍ پر ولسي كورنو ولوېدې.
پاكستاني پوځي مقامات وايي دغه عمليات يې ځكه شروع كړي، چي افغانستان ته د ناټو ځواكونو اكمالاتو ته لاره خلاصه كړي.
په دغه سيمه كي د ناټو پر اكمالاتي كاروانونو بريدونه ډېر سوي، چي له امله يې دغه ځواكونه د نورو لارو كارولو ته اړ كړل.
ناټو اوس د خپلو اكمالاتو ډېره برخه د روسيې پر لار تاجكستان او ازبكستان ته او بيا د حيرتان بندر څخه افغانستان ته راوړي.