ايتلافي ځواكونه وايي د پنجشنبې په ورځ يې د افغان پوځيانو سره په ګډو عملياتو كي ۳۰ وسله وال جنګيالي وژلي دي.
ځواكونه ادعا كوي چي دغه كسان افغان پوځيانو د هلمند په ګرشك ولسوالي كي په مخامخ جنګ كي راګير كړل، چي وروسته امريكايي الوتكو بمبار ورباندي وكړ.
ايتلافي ځواكونه وايي په دغه جنګ يو افغان پوځي ټپي سوى هم دئ، او زياتوي دا چي په سيمه كي ولسي خلګ نه وه، هيڅ ملكي كس ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.