جمهور رئيس حامد كرزى وايي افغانستان ته د ۱۷۰۰۰ تازه دمه امريكايي عسكرو د راتګ هركلى كوي، خو وايي اوس ډېر ناوخته دئ.
رويټرز آژانس د ولسمشر كرزي په حواله وايي چي په تېرو اوو كلونوكي طالبانو كرار- كرار خپل فعاليتونه ډېرول، چي په اولو كلونو كي يې مخنيوى آسانه وو، خو اوس ډېرسخت كار دئ.
ولسمشر كرزى وايي ده له ۲۰۰۲ كال راهيسي په افغانستان كي د ناټو پوځيانو د ډېرېدو غوښتنه كوله، خو چا نه ورسره منله.