کور / تازه خبرونه / امريكا: د افغان امنيتي ځواكونو شمېر لوړوو

امريكا: د افغان امنيتي ځواكونو شمېر لوړوو


د امريكا حكومت وايي د افغانستان په اړه يې نوې پاليسي ترتيب سوې او ولسمشر باراك اوباما ته د تصويب په خاطر لېږل سوې ده.
په دې پاليسي كي يو مهم ټكى د افغان امنيتي ځواكونو د ډېروالي دئ، چي امريكا وايي دغه شمېر به ۴۰۰۰۰۰ څلور لكه كسانو ته ورسوي.
د افغانستان حكومت او عامو افغانانو تل د خپلو امنيتي ځواكونو د تقويې او نظم غوښتنه كړې، چي وايي كه يې پوځ او پوليس وروزل سي، په وسلو سمبال سي د خپل هيواد امنيت به په خپله خوندي كړي.
افغانستان اوس ۹۰۰۰۰ پوليس او ۸۰۰۰۰ پوځ لري، چي په راتلونكو كلونو كي به يې شمېر څلور لكه كسانوته ورسول سي.
د افغانستان د پوليسو روزنه د جرمنيانو او پوځيانو روزنه د امريكا د متحده ايالاتو د ټرينرانو په وسيله ترسره كېږي.