د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې د پوليسو له روزنيز مرکز څخه 264 تنه فارغ سول .
د دغه روزنيز مرکز مشر سمونوال مفاد خان وويل چې فارغ شوي پوليس د ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان او کابل ولايتونو اوسېدونکي دي .
هغه زياته کړه چې دا پوليس په شپږ مياشتنۍ دوره کې د مجربو او تکړه استادانو لخوا روزل شوي دي
د نوموړي په وينا، له دغو کسانو سره له روزنيز مرکز څخه د فارغ شوو کسانو شمېره 46 زره او 701 کسانو ته ورسېده .
سمونوال مفاد خان وويل چې په دغو کسانوکې افسران، ساتنمنان او عام پوليس شامل دي