کور / راپور / كندهار: د يووالي مشاعره ترسره سوه (راپور)

كندهار: د يووالي مشاعره ترسره سوه (راپور)

پرون د مارچ پر ۱۸ – مه په كندهار كي د ځوانانو د اړيكو او معلوماتو د مركز له خوا د نعمت سالون د غونډو په تالار كي د (يووالي) تر نامه لاندي يوه پراخه مشاعره جوړه سوه.


گډونوال



دغه مشاعره چي د كندهارښار او شاوخوا سيمو سلګونو ليكوالانو، شاعرانو او د شعر مينه والو ګډون پكښي كړى وو، د قران كريم د مباركو اياتونو په تلاوت پيل سوه، چي وروسته د غونډي ګډوال د افغانستان ملي سرود ته د احترام په دود ودرېدل.
په پرانيستونكې وينا كي د كندهار د اطلاعاتو او كلتور رئيس عبدالمجيد بابي د ځوانانو د اړيكو او معلوماتو د مركز فعاليتونه وستايل، د يووالي د ارزښت او په دې نامه د جوړي سوي مشاعرې په اړه يې څرګندوني وكړې.


د اطلاعات او كلتور رئيس ښاغلى بابى



د كندهار ولايت اجرائيه رئيس حاجي محمد انس د شعر پر ارزښت او په ټولنه كي د شعر او شاعر پر رول ګټوري خبري وكړې.


اجرائيه رئيس ښاغلى محمدانس



تر تشريفاتي ويناوو وروسته مشاعره پيل سوه، چي د سلو په شاوخوا كي شاعرانو خپل شعرونه واورول.
وروسته د څارونكي هيئت له خوا ښاغليو روح الله ساقي يار ته د لومړى، عبدالله ستوري ته دوهم او احسان الله درمل ته د درېيم مقام ښه شعر جايزې وركړل سوې.


د لومړي مقام ګټونكى شاعر، ښاغلى ساقي يار



د مشاعرې په وروستۍ برخه كي د ځوانانو د اړيكو او معلوماتو د مركز له خوا ځينو مېلمنو ته هم جايزې ووېشل سوې.
د يادوني وړ ده چي د مشاعرې په ترڅ كي د كندهار نندارې د ممثلينو له خوا څو ټوټې تمثيل اجرا سو او د پاى په برخه كي چي د كندهار سيمه ايزي موسيقۍ ته ځانګړې سوې وه، يو په زړه پوري كنسرټ ترسره سو.


برخه وال