د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې دا خبر ورکړې چې امریکا د پاکستان په کویټه د بریدونو لپاره تیارې نیسي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په حواله لیکلي دي چې د بلوچستان په یو شمیر سیمو کې ملا عمر او ملګري يې خورا فعاله دي او له همدغه ځایه د امریکايي ځواکونو په خلاف پلانونه جوړوي.
ورخپاڼې دا هم لیکلي دي چې بارک اوبا غواړي لومړې د وسلوالو مرکزونه په نښه کړي او بیا يي د بې بیلوټه الوتکو په وسیله له منځه یوسي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د روان کال په پیښو چې د پاې ته رسیدو په حال کې تبصره کړې او د راتلونکي کال په اړه يې شته امیدونه څیړلي دي.
د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ولس مشر کرزي د تیرې ورځې په څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي چې افغان باتور ملت ددې خاورې اصلي خاوند دې.
ورځباڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني د حکومت د ځانګړي استازي په سفر او له ولس مشر کرزي سره د هغه د لیده کاته خبر ورکړې.
ورخباڼې د موضوع په دوام د ښاغلي برند په حواله لیکلي دي چې هڅه به وکړي د خپل ماموریت په موده کې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکي لا پراخې او د افغانانو لپاره د خپل هیواد لا زیاتې مرستې جلب کړي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د بیړنیو مرستو د ویش مسله راغستې او لیکلي دي چې خلک ددغو مرستو په ویش کې عدالت غواړي.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا په دوبۍ کې د افغان سیاستوالو وروستۍ غونډې ته په اشارې ددې غونډې اعلامیه خپره کړې او په عینې حال کې خبر ورکړې چې په ننګرهار کې ددې غونډې او په هغې کې د خلیلزاد د ګډون په ملاتړ غونډه جوړه شوې وه.
ورځپاڼې د هلمند ولایت د روان حالت په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې دغه ولایت د امریکا او برطانیې ترمنځ د سیالۍ په ډګر بدل شوې دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې پوهنې د پاملرنې په مسلې تبصره کړې او لیکلي دي چې د افغانستان د پوهنې سیسټم عصري کولو ته اړتیا لري.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم په یو مطلب کې د دوبۍ غونډه څیړلې او لیکلي دي چې د دوبۍ د غونډې د پردې شاته مسایل څرګند شویدي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام د افغان کارپوهانو په حواله لیکلي دي چې د ځینو مهمو څیرو د ګدون سره سره دې غونډې کومه ځانګړې لاس ته راوړنه نه درلودله.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او د سیمې د وروستیو پرمختګونو په اړه بیلابیل مطالب خپاره کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې د راتلونکي کال په اړه په شتو هیلو او اندیښنو تبصره کړې او هغه يې یو استثنايي کال بللې دې.
خو اصلاح بیا د بسرلي پیل ته په اشارې لیکلي دي چې پسرلي د کار او هڅو موسم دې او خلک باید له دې موقع نه په ښه توګه ګټه پورته کړي.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سرکې د ولس مشر کرزي پرونیو څرګندونو ته په اشارې لیکلي دي چې افغانستان د خربوزې پوټکې نه بلکه د خربوزې ښار دې.
ورځپاڼې د همدې مخ په یو بل سرلیک کې د ناټو د عمومي منشي یاپ دې هوپ شیفر په حواله لیکلي دي چې ناټو په افغانستان کې د میلمه حیثیت لري نه د یو مالک.
ورځپاڼې د موضوع په دوام د هغه په نقل لیکلي دي چې ناټو په افغانستان کې خپله ستراتیژي نده بدله کړې بلکه یوازنې بدلون چې راځي هغه د عامه خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره دې.
ورځپاڼې د افغانستان په شمال کې د نو روز د جشن لپاره روانو تیاریو ته په اشارې د اطلاعات او کلتور د وزارت په حواله لیکلي دي چې د نو روز دا جشن به یو بې سارې جشن وي.