څوک چي شته واقعیتونه له پامه غورځوي، هغه نه یوازي ړوند دی، بلکي هېڅکله به د سترګو ډاکتر هم نه شي .
لمړی د (تپل شوي اتل ) احمدشا مسعود ویاند، خو وروسته د هغي ټلوالي ترومپېټ وو چي نه یوازي یي د افغانستان په لمن د غلامۍ داغونه ولګول، بلکي همداسي یي د جهاد په نامه د وطن په هر ګوټ کي د مظلوم ملت پر ښځینه برخه یرغل وکړ . په کال 1997 کي یي په امریکا کي د واشنګټن پوست دوتر ته ځان “ډاکتر عبدالله” وروپېژنده .
ډاکتر عبدالله د خپلي دندي په موده کي له امریکا او نورو لویدیځو ملکونو څخه ډېر اغېزمن شو . تمه او سپین سترګي یي هم د دوی په څېر له کچي واوښته . نه یوازي یي خپل نوم دوه چنده کړ، بلکي همداسي یي خپلي غوښتني ان له زروګونو څخه واړولي .
د سېپتمبر له پېښو وروسته یي ځان په وچ زور د بهرنیو چارو وزیر کړ . او اوس غواړي ولسمشر شي . ده د وزارت په وخت کي په بهر کي د افغانستان په ټولو سفاروتونو کي د پوه دېپلوماتانو پر ځای د شمالي ټلوالي هر لوی او کوشنی جاهل په دنده وګوماره . په واشېنګټن کي یي په سفارت کي د رسنیو سره د اړیکو ننیولو دنده یوه امریکایي،”ټام لاریه” ته وسپارله . د لاریه په وینا ښاغلي ډاکتر عبدالله ورته ویلي ول چي دی او س لویدځوال شوی دی او غواړي چي نوم او تخلص دواړه ولري . له همدي څخه دی په رسمي توګه په ډاکتر عبدالله عبداله بدل شو . په واشېنګټن کي د افغان سفارت اتشي فریدون هم د ډاکتر صاحېب نوم “ډاکتر عبدالله عبدالله” تصدیق کړی وو .
ښاغلی عبدالله عبدالله چي پلار یي له کندهاره او مور یي له پنجشېره څخه ده، په شتو واقېعیتونو ډېر ښي سترګي پټوي :
په 2004 کال کي یي چي ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړ، لویدځو خبري رسنیو ته یي وویل چي دی او شمالي ټلواله د پښتنو استازیتوب هم کوي . حال دا چي همدغي ټلوالي پښتانه تر خپله وسه، په خپله او په امریکایانو د وطن په هر کونج کي وژل او لا یي وژني .
په کال 2007 کال کي یي له الجزیري سره په مرکه کي وویل چي د مسعود یوازینی غوښتنه آزادي او سوله وه . حال دا چي د ده آمر صاحېب د همدغو دوو سپېځليو نومونو په مانا ګرد سره نه پوهېده . که ریښتیا پوهېدلای، له روس سره به یي د غلامۍ پرېکړي نه لاسلیکولې، د پنجشېر هغه مجاهېدین به یي نه ترورولای چي د الله سبحانه تبارک و تعالی په لاره کي یي ټوپک اوږي ته کړی وو، د نورو جهادي ټولیو پر ضد به یي د روسانو په مرسته نظامي عملیات نه کول، د روسانو د کاروانونو ساتنه به یي نه کوله، خپلمنځي جګړو ته به یي لمن نه وهله، له نجیب وروسته به یي وطن د تباهۍ کندي ته نه ور غورځوه او د مکي شریفي لوړه به یي نه ماتوله .
ښاغلي عبدالله په خپله مرکه کي وایي :
“له داسي لارښود (لکه مسعود) څخه به یي لارویان خامخا یو څه زده کوي .”
دا چي ښاغلی عبدالله د آمېر صاحېب نغاره چي وو، نو له ده څخه به یي هرو مرو د وطن او ملت په ضد توطئي زده کړي وي . دا په خپله د ده تېر او راتلونکی رول او کړنلاره د افغانانو په اړه په ښه ترا توګه څرګندوي .
ښاغلی عبدالله د مسعود ننګه کوي :
“مسعود به د امریکا سي آی اي (CIA) ته ویل چي د طالبانو پر ضد له سیاسي لارو چارو څارو څخه کار واخلي او جګړه ونه کړي .”
دا هم د حیرانتیا وړ سول (منطق) دی . په خپله آمر صاحېب چي د ملت او طالبانو پر ضد هر څه کول، او هر څه یي چي د خپلو بادارانو، روس او ایران په غوښتنه د ملت د تباهۍ په موخه کارول، هغه روا ول، خو د امریکایانو څخه یي د ملت او طالبانو په وړاندي د ترحم غوښتنه کوله .
داسي انګازي هم شتون لري چي ښاغلی عبدالله د خپل آمېر صاحېب په مرګ کي پوره لاس درلود . خو دا چي ولي تر اوسه دا خبره نه ده په ډاګه شوې، د هغه لیکوال (زما یي نوم هېر شو) پازوالي ده چي د مسعود د مرګ په اړه یي یو کتاب لیکلی دی . که ریښتیا هم دغه تورونه د باور وړ وي، نو د ښاغلي عبدالله د سیاسي او شخصي ژوند کړنلاره خورا ډېري پوښتني زېږوي .
ښاغلی عبدالله خپل د وطن ساتني احساس ډېر پیاوړی ګڼي . دی تل وایي چي وطن یي له طالب او د القاعده له ترهګرو څخه وژغوره . خو د ده د لاندېنی کیسي پر بنسټ وطن سانته هم خپله مانا له لاسه ورکوي .
دی په خپله مرکه کي نکل کوي چي د سېپتمبر له پېښو وروستو کله چي امریکایي ځانګړو کوماندویي ځواکونو په پنجشېر کي اډه جوړه کړه او سي آی اي دوتر خلاص کړ، انګریزان بي له دي چي دوی (شمالي ټلواله) خبر کړي، پینځه الوتکي د بګرام په هوایي ډګر کي کښېنولي . د دوی مشران او نور ملګري حیرانېږي . دوی ښاغلی عبدالله ملامتوي چي ګواکي دی خو خبر وو . ښاغلی عبدالله ژر د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر “جک سترا” ته تېلېفون کوي او ده ته وایي :
” موږ دا نه وایو چي ولي مو ځواکونه راغلل، خو دا وایو چي تاسي ولي موږ خبر نه کړو؟”
په طالب سټولو کي دی د خپلي ټلوالي رول په ډېر ویاړ سره وایي :
“د مالوماتو په راټولولو کي امریکا او ناټو زموږ تر مالوماتو کره او باوري هغوی هېڅ وخت نه شوای لاسته راوړلی او یوازي زموږ مالومات ول چي امریکایانو به خپله نظامي موخه ویشتله .”
افغان ولس پوهېږي چي د جنګ له پیله تر اوسه پوري د امریکا او د نورو ځناورو د ړندو بمباریو سرزیان یوازي بي ګنا ولسي وګړي ول او لا دي . دغه وینا په خپله د افغان ولس وژني د زبادولو لپاره بسیا کوي .
سربېره پر دې، ښاغلی عبدالله اوس هم د دولت په ناکامۍ خبري کوي . له دوبۍ څخه چي راوګرځېد، د بیا په خولایني د بهیر پر نااغېزمنتوب یي دولت تورن کړ . دا په داسي حال کي چي د دي جېرګي مشر همدا دی په خپله دی .
له دغه تولو واقېعیتونو څخه منکرېدل او دوی نه لیدل د سترګو د ناروغۍ له امله نه، بلکي د زړه د ړوندوالي له کبله دي . افغان ولس ته به ډېره ګرانه دا
وي چي په زړه ړوند شخص خپل مشر کړي . په خپله به همداسي یوه ړانده مشر ته ډیره ګرانه وي چي د یوه غم ځپلي ملت لارښوونه وکړي .
د ډاکټر عبدالله مور د کندهار ده او پلار یې د پنجشیر دئ . همدا دلیل دئ چې دی ښه پښتو وایې . ویل کیږي چې پلار یې په کندهار کښي مامویت درلود. لکه چي هلته ولسوال ؤ.
dear afghan
da allah pa khatir dasi ashkhas chee darta maloom ham de raia ma warkawi da nayawazi da zan balkee da milat ,islam ao ainda nasl sara khianat dai.
chaploos ,khars showee kasan nashee kawali che da hiwad ta solha ao islami nizam raawali
wasalam
engineer ashiqullahbashari
ښاغلی نور صاحب!
ستاسو د لیکنی پر کره توب له څه ویلو پرته زه غواړم ستاسو پام یو څو املایی غلطیو ته راواړوم. تاسو څو ځله داسی کلمی لکه دوتر، جیرګی ، په خولاینی او داسی نور لیکلی. ددی کلمو سمه لیکنه داسی ده: دفتر، جرگی او پخلاینه. داسی املایی تیروتنی ستاسو د لیکنی اغیزمنتوب کموی . بله هیله می داده که تاسو خپلو لیکنو کی یو څه د خپلو خبرو لپاره دلایل ولری نو ستاسو لیکنه به زړه پوری او هسی تورونه به نه وی.
مننه
محترم ستاسي ليكنه خو تر يو حده پر ځاي ده چه تاسي ليكلي دي خو زه ستاسي څخه هيله لرم چه نوري دغه دپښتون او تاجك يعني قوم پرستي تاسي ليكوالان پريږدي پريږدي كه افغانان ډاكټر عبدالله خپل راتلونكي ولسمشر جوړوي چه جوړ يي كړي او پايله به يي هم دوي ويني او ل خو زه تاسي ته دا اطمينان دركوم چه هيڅ كوم شخص به يوه داسي چه ته رايه ورنه كړي كه يي وركوي بيا خو يي زه او ته هم نسو خلاصولاي
تکرار !