کور / تازه خبرونه / ايتلافي عسكر د طالبانو د مرګ ژوبلي ادعا كوي

ايتلافي عسكر د طالبانو د مرګ ژوبلي ادعا كوي


ايتلافي ځواكونه وايي د افغانستان په جنوب لوېديځه حوزه كي يې اووه طالبان وژلي او درې نور يې پر داسي مهال په نښه كړي، چي په لاره كي يې ماينونه ښخول.
د اسوشيېټيډ پريس آژانس وايي طالب جنګياليو ته دغه مرګ ژوبله د كندهار ولايت په خاكرېز ولسوالي كي د سې شنبې په ورځ اوښتې ده.
دا په داسي حال كي ده چي طالبانو بيا د همدغه ولايت په پنجوايي ولسوالي كي پنځه افغان پوليس وژلي دي.