د كاناډا د بهرنيو چارو او تجارت وزيرانو افغانستان ته د درې ورځني سفر پر مهال ۲۱ ميليونه ډالره مرسته اعلان كړه.
دغو وزيرانو پر كابل سربېره له كندهار ولايت څخه هم ليدنه وكړه، چي ډېر شمېر پوځيان يې پكښي مېشت دي.
د كاناډا د بهرنيو چارو وزير لاريس كينن او د تجارت وزير ټاكويل ډې د كندهار له عمومي محبس څخه هم ليدنه وكړه، چي تېر كال طالبانو مات كړى وو او د ۱۸۰۰ په شاوخوا كي بنديان ځني تللي وو.
د كندهار محبس چي د تېر كال په بريد كي ونړېدئ، هم د كاناډا د حكومت په مرسته بيرته جوړېږي.
دواړو وزيرانو په كابل كي وويل دغه ۲۱ ميليونه ډالره مرسته به په افغانستان كي د قانون د حاكميت په خاطر د پوليسو په معاشونو او تجهيزاتو كي ولګول سي.