په افغانستان كي مېشت اسټراليايي پوځيان وايي پرون يې يو عسكر له طالبانو سره په جنګ وژل سوى دئ.
د اسټراليا د دفاع وزارت هم د خپل پوځي وژنه تائېدوي او وايي دغه عسكر د طالبانو سره په يوه مخامخ جنګ كي د روزګان ولايت ككرك سيمه كي وژل سوى دئ.
د دفاع وزارت وايي دغه عسكر لومړى زخمي سو، چي بيا يې وروسته په روغتون كي ساه وركړه.
د اسټراليان د دفاع وزارت وايي دا يې په افغانستان كي نهم پوځي دئ، چي د ۲۰۰۱ كال راهيسي وژل كېږي او د ۴۰ په شاوخوا كي عسكر يې له هغه راهيسي ټپيان سوي دي.
اسټراليان په افغانستان كي ۱۰۰۰ پوځيان لري، چي ډېر يې په روزګان ولايت كي مېشت دي.