کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ډاکتر عبدالله تر ډوبۍ وروسته فعال سو !

ډاکتر عبدالله تر ډوبۍ وروسته فعال سو !

څومره ئي ښه ويلي :

که څوک تله دانصاف پلاس کي درکړي  —  خپل ټټو اودبل آس به برابرکړې !

پدي پوهېږم چي ددي ليکني يوشمير لوستونکی به داټاپه راباندي ولگوی چي کرزی ئي وطنداردی ،دادی اوس تېرنه دفاع کوي .

خوزه داليکنه ځکه په پوره ډاډليکم چي زما نظر دافغانستان ټولو خواوو( مخاليفواوموافقو،همد دول دسيمي اونړی ټولو سياست والوته معلوم دی.)  ماتل زيار ايستلۍ چي دخپل هيوادله ملي گټونه دفاع وکړم ،دمقام ،لکس کور اوموټر دهوسونوقربانی سوۍ نه يم .داسي امکانات چي دخپل ولس له وينوځيښلونه دځان دچاغېدولپاره استفاده وکړم زماپه ژوندکي ډير برابر سوی دي ،خوله نېکه مرغه ماتل دشخصي گټو اوښه ژوندپه مقابل کښي داترمختليفوځمکنيواوهوايي بريدونو لاندي هيوادته پام اړولی  . په وياړ ويلاي سم  چي تر اوسه يعني تردغه دمه چي دا ليکنه ليکم وطن او افغان ولس تر هرڅه راته گران دي .زه ډاډه يم چي دعمرپه ورستيو شيبوکښي نفسی غوښتني زمانه هيواد او هيوادوال نسي هيرولاي . ځکه خوبايدزه په ډاډستاسو سره يوځاي  دي خبري ته راسو چي پدي ورستيو کښي هغه چي پرون زموږ ولس له هغوي نه سرټکاوه اوددوي شتون په دولت  کي ورته دمنلو وړ نه وو،خو ښاغلي کرزی دوي پښي په يوه موزه کي اچولولي وي اودوي ئي په دولتي مقامونوباندي ساتل، نن هغوي له دولت اوکرزی له مشرتابه  نه شکايت اوسرټکوي ،وايي دولت داونه کړه ،هائي ونکړه! اخير پدي دولت کي څوک وه ؟ يوازي کرزي هم ولسمشر اوهم دټولو وزراتونو وزير وو؟ داسي خونه وه ! افغان ولس دکرزی نه پدي خوابدۍ سو چي يو شمير داسي کسانوته ئي دبي بنياداوملي گټوخلاف مصلحت پر اساس په دولت کي ددوي تر علمي اومسلکي صلاحيت پورته مقامونوباندي وگمارل چي پايله ئي همدا ويرانی سولي  .پدي کسانوکښي داوبو اوبرېښنا وزير اوډاکتر عبدالله ،لومړي مرستيال اونور ښاغلي او اغلي هم  شامل وه. دمالي دوزيرښاغلي احدی چي ددي دولت له جوړېدونه پدي ناتارکي شامل وو ،کله چي ئي دولسمشری دټاکنو لپاره ددولتي مقام نه استعفاورکړه ،هغه هم دډاکتر عبدالله ،ضيامسعود اوتورن اسماعيل گوندي خبري  کوي . سره لدي چي دۀگه دوزارت په هکله  هم داگنگوسي تل تر غوږو کېدي چي ددولت له امکاناتونه دخپلوسياسي موخو لپاره استفاده کوي داچي دمالي په وزارت کي کومي ستونزي وي دهغوي څېړل اوس له وخت نه مخکي خبره ده .

خو جالبه داده چي  اوس دغه جگپوړي چارواکي چي څوئي ولسمشری دټاکني اوبل یي ديوه بل چاسره دسرښوروني اومعاملي په حالت کي ژوند سبا کوي  اوتورن اسماعيل  خان چي تراوسه لا ددي دولت يعني دکرزي تر مشرتابه لاندي دولت  وزيرپاته دی هم سرټکوي وايي(( دولت ضعيف واو يا ضعيف دی.))

تورن اسماعيل خان خو اورېدلي چي بارک اوبامادکرزی سره په يوشمير مسايلو کي موافق نه دی ددي لپاره چي په راتلونکي کابينه کي داوزارت دلاسه ورنکړي په ډانگ  پېيلي وايي  چي  : چي په اوسني حکومت کي مجاهدينو ته نه پاملرنه ددي لامل شوه چي طالبان او د حکومت وسلوال مخالفين يو ځل بيا سر راپورته کړي .

اوکه له تورن صاحب  نه داپوښتنه وسي  چي تاسوخپله دهمدي طالبانو له زندان څخه ايرانيانو ونه تښتولاست ؟کله چي تاسو طالبانو ونيولاست هلته ستاسوپه اصطلاح دمجاهدينومخالف دولت وو ؟؟؟.هلته خوکرزی هم ولسمشرنه وو؟ښاغلي رباني دقلاب په دره اودخواجه غارپه سپمڅوکي دسي آي ايي اونورواستخباراتي شبکوپه مټ ځال دافغانستان جمهوررئيس باله اوپه يوشمير هيوادوکښي یي سفارتونه هم فعال وه . هغه وخت چي ستاسو پاچاهي وه ،نو څنگه ئي ونيولي ؟؟چي اوس واياست دولت مجاهدينوته پاملرنه نده کړي ،ځکه طالبان اوددولت مخالفين قوي سول . حقيقت خو دادی تاسو غوندي کسانوشتون چي دامريکا دبي ۵۲ په مټ ئي راوستلاست ددي لامل سو چي ولس غروته وخېژي اوبياورباندی هغه سياسي ټاپه ولگېږي چي اوس تاسوهم له هغي نه استفاده کوی  .که امريکا اونوروهيوادو په هغه لومړۍ ورځ افغان ولس ستاسو له شره خلاص کړی واي اوس به دا مشکلات اوستنزي  اصلأ نه واي .

راسی سرگرېوان ته کښته کړو.داهره ورځ چي دافغانستان اساسي قانون تر پښولاندي کيږي، او خوارکۍ کرزی وايي دجهادي رهبرابو سره مي مشوره وکړه،دادټاکنو تاريخونه چي  دمجاهديبو دمشرانو دغوښتني له موخي داساسي قانون خلاف کله مخته اوکله شاته غورځۍ داهم په دولت کي ستاسوپه اصطلاح مجادينوته دنه پاملرني عالامه بلل کېداسي ؟داسي خبره زموږ په ون کي نه ده فيصله شوي چي دمجاهدينو دمشرانو دموافقي خبره دي په هغه کي نه وي مطرح سوي .اوبله لاداچي دادولت اوس عملأ دهمدغوايراني اوپاکستاني تنظيموپلاس کښي دي اوملت ئي يرغمل نيولۍ . موږ نه پوهېږوچي تاسو اوانډيوالان مو نور څه غواړي ؟امريکااوپاکستان يوځل دولت کاملأ ستاسوپلاس درکړ.خووطن مو په وينو ولاړه دکابل ښار کنډوالي ئي تراوسه شاهدي ورکوي .

داټولوته تر لمر روښانه ده چي متاسفانه دامريکا اوبهرنۍ ټولني دبي غورۍ اونامعقول سياست په پايله کښي تر اوسه په دولتي ادارو کښي داسي څوک چي دپاکو لاسو خاوندوي،کارنسي کولاي ،په شکل داشکالوئي تاسوبدنامه وۍ ،زه دهغوي نومونه دهغودژوندي ساتلو په خاتر نه يادوم ،کنه شمير ئي دترسلو اوړي اومتاسفانه ښاغلي کرزی هم ستاسوغوندي بي وفاملگروپه سپارښتنه هغوي چي په رښتيا هيوادوالوته دصادقانه کار لپاره دهغه سره اوږه ر اوږه دريدل له کارنه گوښه کړي اوهغوي ئي ندي حمايه کړي . يوله اساسی لامولوڅخه چي همدا اوس ښاغلي کرزی تنهااوبېله اولس دحمايي نه پاته دي همدا پرتاسوله ملت نه لري خلکوباندي تکيه وه .

داټوله نړۍ پدي پوهېږي چي ددولت زيات شمير جگپوړي چارواکي ستاسو په اصطلاح مجادين دي .داچي امريکايانو مو ايرانۍ اوپاکستاني جامو اغوستلوته نه پرېږدي دازموږدولس گناه نده .هغه متل دی وايي (( کوندي هم ژاړي رنډي هم ،هغه چي نن ئي راودکړي هغوي په ناورين ژاړي)) تاسوچي داڅولسيزي دملت په وينوکښي لبمېږۍ اودبهرنيو پيسودعايدو شميردرنه ورک دۍ دخلکو دغولولواويوځل بياامريکايانوته دنږدي  په يوه بل اپوزيسيون کي دځايولوپه خاطر شکايت کوي اوداغمځپلي هيوادوالي چي ستاسوناخبرو دلاسه دااته کاله چغي وهي څوک ئي اوازنه اوري .که تاسوته دمجاهد خطاب نه کېږي نودبي بي سي په دغه خبرکي ولي تاسو داسي معرفي سوي ياست ؟هغوليکي : د هرات پخوانى جهادي قومندان اود اوبواوبريښنا اوسنى افغان وزير اسماعيل خان دخلکو دپاڅون دانګېزي په اړه وايي. . . . .داچي  داپېښه دچاپه اراده اوهڅونه وشوه زه پري بحث ځکه نکوم چي دهغه وخت دحاکم گوندمشران  ټول ژوندی دي هغوي دي دامسله سپړي . اوبل ستاسودوينايوکليمه هم نه رښتيااونه دقبول وړده .خو اوس  زه ستاسواو په دولت کي ستاسو دشمالي ټلوالي دنورکسانودټولو بي مسوليته خبرو دسپړلولپاره وخت نلرم اوله بلي خواپدي باوريم چي زمور هوښيار اوبيدار خکل اوس په هرڅه پوهېږي اوداکسان چي په دولتکښي دي اوااوس غواژ يوځل بيادولتي واک ترلاسه کژي زمور ولس پوره پېژني ،ځکه نه غواړم خپل وخت په هغه څه ضايع کړم  چي خلک پري پوهېږي. دومره ويلايسم چي په همدغه کابل کښي ستاسوپر خبرو خلک خاندي .

ځکه ښاغلي تورن اسماعيل اوددوي دشمالي ټلوالي گوندي رهبران  افغان ولس ته دملي چوپړيوه وړوکي  بېلگي هم نلري ،حتا خلک وايي  دوي دي  خوار ولس ته دخپلو سرمايواوشتمنيو ذکات  په داسي حال کي سرمايه ئي له شمېره وزي تراوسه چاته نه دی ورکړی .اودښاغلي تورن صاحونه پوښتنه کوي چي دوي پخپله دخپل دولتي مقام دزمامداری په وخت کښي  څومره د غريبو خلکوسره مرسته کړي اوددوي کورونوته ئي برېښناورکړي .

خلک وايي که ستاسو دوزارت دکارپه چوکاټ کښي ستاسوکړني ارزيابي کړونودابه څرگنده سي چي تاسو افغانستان دغربی اوشمالي گانډيانو داقتصادي گټو قربان کړي داچي څنگه خپله وزير صاحب پري پوهېږي تبصير ئي ليکنه اوږدوي .

دشرم خبره خوداده چي ډاکتر عبدالله دامن دجرگي په اړوند دډوبۍ نه تر راستنېدو وروسته خبري کوي . زه نه پوهېږم چي پدي درو ورځوکي چي داښاغلي دبيحات اوخليلزادسره دسياست په خوب اخيال کي ډوب وو،کومه داسي پېښه وشول چي کرزی بايد ژر تر ژره له هغه نه په استفادي سره په سيمه کي دسولي دتامين لپاره استفاده وکړي .ښاغلي  عبداله دسياسي رهبرانو اکټ کوي اودډوبۍ نه چي يوه تاجر اوعربي شيخانو مېلمه وه ،داچي دڅه لپاره او ولي عبداله اودده پشان خلک دنجات فرشته بولي دابله خبره ،خو هغه په هيوايي ډگر کي تر خپل صلاحيت وړاندي خبري کوي وايي : که  چیري  ددي جرګي  داغیزمنتیا لپاره زیات کار ونشي  نو ددوی تیراقدمات  به هم  بي  اثره  شي.‌ بي بي سي

ډاکټرعبداله د ازادۍ  راډیو ته  وویل  چي افغانستان  او پاکستان  پخپل منځ کي زیاتي همکارۍ  ته اړتیا  لري او باید په دي  برخه  کي زیاتي  هڅي وکړي. ښاغلي عبدالله چي په غیرمستقیم ډول یي دولسمشرکرزي حکومت ته دانتقاد ګوته نیوله ، وویل چي لا هم دافغانستان دشخړي دپای ته رسېدو لپاره فرصتونه له لاسه نه دي وتلي اوکه دانتخاباتوپه نتیحه کي ښه حکومت واک ته ورسېددی هیله من دی چي مسایل به حل شي . دتاند ويب پاڼه

ډاکتر صاحب سوله اوپه سيمه کي امن دچارواکودخوښی اونامه لپاره  بايد تامين سو؟ اودا دټول ملت اوعام ولس  لپاره گټوردی؟ کله چي ديوه سالم عقل خاونددښاغلي عبدالله داخبري اوری پدي ډامن کږي چي تراوسه لادهغولپاره چي په بهرنيو هټيوکښي ئي لکسي درشی رانيولي اورنگارنگ نېکټاياني تړي هغه دچاخبره دپلوخوری لباس اغوندي ،کله دسي آي  يي دفترپه دروازوکي ولاژړوي اوکله بيادشخانودرويزه خوري ،هغه وخت چي  زمور دي سوځېدلي افغانستان ته راستانه سي نوداسي فکر کوي که  دي ، همدا دوي دۍ . بايد درهبر غوندي خبري وکړي ،خوپه اصل کښي  داسي څرگندوني کوي چي خپل لاسونه په خپله تر شاتړي .زه دانه وايم چي ولي خيليل زاداوبيات داڅوناپېژندل  سوی په ډوبي کي سره راټول کړه ؟ او ياداچي سوال وسي ،اياپه ټول افغانستان کي ددوي لپاره ځاي نه وو؟ اوکه داهم يو سياسي رشوت  اوبېځايه تبليغاتي کمپاين وو .زموږ خلک دلوږي مري خوهغه چي وايي موږ دغو خلکوته خدمت کوو غونډیي دډوبۍ په لکسو هوټلوکښي دايره وي .ښۀ ، داددوي کاردی نه بيات اونه خيليل زاد غريب دی پيسي بايد په يوه شکل مصرف سي ،دوي ئي دغه ډول مصرفوي  .

رابه شودېته چي دډاکتر عبدالله داخبري چي دډوبي له لکسو هوټلو اولکسو ډوډوۍ گانونه ئي وروسته کوي دافغان ولس لپاره دقبول وړ دي اوکنه . پدي پوره باورلرم چي دهغه پر خبرو څوک غوږ نه نيسي ،داځکه چي دافغانستان دغوڅ اکثريت دارادي خلاف دښاغلي کرزی په هدايت هغه چاته دامن دجرگي مسوليت وروسپارل سوچي هغه نه يوازي  داچي  په جرگه نه پوهېږي  بلکه پدي هيوادکي دجرگو اومرکوددود اودستورله منځه وړلو لپاره دخپل تنظيم ،سياسي کړيو اوپلورل سوکسانودليکنو پوسيله دافغان ولس ددي منل سوی اوتاريخي دودپر خلاف مبارزه کوي . رښتياخواداده چي دامن جرگي کارونه ځکه مخته نه ځي چي مشرئي په جرگه نه پوهېږي .پښتانه وايي (۹چي شرئي غمبروي اختر به ئي ماذديگروي )که بل هر څوک   دکرزي پر ځاي واي نودهوايي ډگر تر څرگندونو وروسته به يي ورته ويلي واي : ښاغلي په هيوادکي  دسولي او امن دراوستو په لارکي ستالاسونه چانيولي دي .که مانيولي چي اوس گوته نسي هغه وخت  به دي هم گوته نيولي واي .

درنو لوستونکو داټوله قيصه پدي خاطر رانه اوږده سوه چي اوس په مردارسوی فيل کښي هر څوک چاړه سره کوي .

راسی وطن او وطنوالو گټوته پام وکړو . تاسو وگوری زموږگاونډيانو ،دسيمي دولتونو  اوسياسي گوندونوته  دخپل مينځي هر ډول اختلاف سره څومره ملي گټي گراني دي اودهغوي ساتنه کوي .خوزموږ يوشميرهغه  کسان  چي ځانونه سياسيون بولي اوپه ځانگړي توگه  هغه چي غواړي ددي ملت مشر سي په ځومره بي پروايي اوبي مسولتۍ سره خبري کوي .

په يوه خبره بايد پوه اوسو چي  پدغه دولت کي چي ښاغلی  کرزي ئي مشر دی  له لومړی ورځ نه  بياتراوسه ټول شامل جگپوړي کسان بي مسوليته نشي پاته کېدلاي ، مسولت  دټولوترمنځ مشترک  اوصلاحيت فردي دۍ .

راسی هغه دچاخبره دخپل بام واروره دبل پر بام ونه غوځوو،هر څوک خپل مسوليت ومنو .دغه چي اوس له دولت نه ددي لپاره چي دخلکورايي تر لاسه کړي سرټکوی په حقيقت کښي ولس ددوي نه بېزاردی اوله دوي نه هم سرټکوي ،ځکه پرون دوي دهمدي دولت جز وه  .

راسی چي ددي نړيوالوگټودسوداگری په بازارکښي خپلي ملي  او وطني گټي پر نوروونه پلورو،په گډه دملي تفاهم په رڼاکښي دهيواد دراتونکی لپاره داسي يومشرپيداکړوچي په رښتياسره تريوي کچي دسياسي معامله گريواوځان غوښتني نه خلاص وي .که داځل  دخپل برخه ليک په ټاکلو کښي تيروتنه وکړونه يوازي داچي هيڅوک به موږ ونه بخښی  بلکي داهيوادبه يوي بلي ملي غميزي ته ورټيل وهل سي .پاي

تبصره نسته

  1. غمغور صاحب درقلم دی جارسم چه رشتیا لیکنه دی کریده.
    او دغوتلوخلکو خبل امتحان ورکریدی.
    خوکرانه غمغورصاحب اوس هم داسی دبل مزدوران سته چی داستابرلیکنه به هم نیوکه کوی.
    خدای دی وشرموی. امین

  2. ښاغلي غمخور صاحب سلامونه
    == ډيره پرځاي او په زړه پوري ليكنه دي كړيده ښه معلوماتې ا وشننه ،
    داډيري ورځي نه ترسترګو كيدي هيله ده چې عمردرسره ياري وكړي او روغ جوړ وه اوسې
    – تاريخ شاته نه ځې – لمر په دو ګوتونه پټيږي ،
    شماليزم اوس په نوي رنګ او نوي خوند غواړ ي ميدانته راشې ،
    دوي امكانات لري ، يوه خبره داده چې زموږ پښتنو ونه شواي كولاي تراوسه امريكانوته قنا عت وركړي چې پښتانه ټول ترورستان نه دي دالوي مشكل بادي هوار شې ،
    اوس له اوپاما سره بايد كارو شې ترځو په نويو واقعتونوېي خبر كړي او له پشتنو سره دشمنې پريږدي ،
    دده داوړانديز پرڅاي دي چې وايي له پښټنو سره ظلم شويد ي ا و كار ورسره وشې ،
    پر دي موصو ع درنا اچوولپاره ټو ل هيواد وال بايد مټي راونغاړي ،
    دايو طلايي چانس دي بايد كټه ترينه واخلو كه دمو دلاسه ووت نو بيا ګرانه ده چې مسكني شونډي په ووينو ،

  3. ریشتیا دی وویل غمخور صاحب پشتانه باید هو شیار او سی چی بیا ددغو مردورانو فریب و نخوری

  4. Drano wruno! Le de likene yauwa payla ter lasa kegi che: khel spai de lewe wror dai. De wrusteyo ato kaluno masul Karzai daim zeka shagheli Karzi saheb dagha tim takelai wo, ow dagha ghle yee pe wak rasawelie wel, Kho de pashtano masulyat le Karzi hem zyat daim zeka che doi pe dersho kaluno ke etehad weneke, ow leka de pesuno ow mego rama ghwendi khwri, sati, kawi ow leka pesun qurbani kegi!!! Pashtano yauw mtai sheai de tolo afghanano brai staso pashtano pe etehad ow syasi resalat ke dai, Ya be yauw kego gane werkego!! Wasalam, dr. Lmar.

  5. دښاغلي حبیب الله غمخورپه بلنه اند
    واحدمشواڼې
    ازاداوخپلواک ژورنالیست ، دامریکامتحدایالتونه
    http://talla-sialee.blogspot.com/
    ډېردرون اومنلې غمخورصاحب ، له سپېڅلوسلامونووروسته غواړم ستاسوپه دې بلنه چې لیکلي
    مودي :
    « راسی چي ددي نړيوالوگټودسوداگری په بازارکښي خپلي ملي او وطني گټي پر نوروونه
    پلورو، په گډه دملي تفاهم په رڼاکښي دهيواد دراتونکی لپاره داسي يومشرپيداکړوچي په
    رښتياسره تريوي کچي دسياسي معامله گريواوځان غوښتني نه خلاص وي .که داځل دخپل برخه
    ليک په ټاکلو کښي تيروتنه وکړونه يوازي داچي هيڅوک به موږ ونه بخښی بلکي داهيوادبه
    يوي بلي ملي غميزي ته ورټيل وهل سي »
    خپل اند څرګندکړم اوستاسوله رغندفکراوپېرزوینې په ملاتړ ، دنېکنیتو ،
    هېوادپالواوافغان پالو سرونوڅخه هم هیله وکړوچې له سیوروڅخه لمرته دراوتلوتکلیف
    ووکړي اودهیواددراتلونکي په هکله فکروکړي . خومخکی له دې غواړم یادوونه وکړم چې
    دیوه پاک ، عادل ، زړه سواند اوملي افغان مشردلټې په یون کی می خپل مل وګڼۍ . ماچې
    ستاسوخبرې ولؤستې نواړیې کړم چې د خپلوتېروتجربولنډیزهم ولیکم اوداددې لپاره چې
    یوخود موضوع سره یوڅه ربط هم لري اوله بلې خوا به موپېژنګلوي هم وشي اودا لړۍ به
    دنورولپاره پېل شي چې هغوی هم ځانونه رامعرفي کړي . دا ډېرښه کاردې
    اودناپېژاندوافغانانوخپلمنځې ډاډاوباورهم زیاتوي . نوزه هم هغه سړې یم چې په اداره
    اوخدمت کی له ډېرو سترو کیڼواوښيوټوپکوالوڅخه ښه سابقه لرم . که څه هم ۱۴ کاله
    دهیواد څخه لرې په امریکاکی دمسافرۍ اوخواريوشپې اوورځې تېروم خو دخپلوهیوادوالو
    اوخپل هیواد په مینه اودهغوی لپاره دخدمت احساس می له پخوا څخه نورهم توند اوپياوړې
    شؤې دې . ماهم لکه ستاسوپه څېر دچوکۍ ، مقام اوشهرت پروانه ده ساتلې او تراوسه دکوم
    ښه اوټيکاوژوندڅښتن هم نه یم . دغه راز دهغودولتي مقامونو اوڅوکیو دچانسونو په
    بایللو دذرې هومره هم بدل نه شوم چې دوالي اووزیرپه توګه زما انډيوالانو اوزما سره
    کارکوونکو لاس ته ورغلي دي . له یووه والي صاحب څخه بیاهم مننه چې دخپلومصروفیتونو
    سره سره ورته ۱۳ کاله وروسته وریادشوم او تلیفون یې راته وکړ . دښاغلي کرزي په
    اداره کی داسې لوړپوړي چارواکي ډېردي چې که ډالرويې په سترګوپردې نه وي غوړولي نو د
    ۱۹۸۶ څخه تر۱۹۹۶پوری به په پاکستان اوافغانستان کی زما خدمتونه ورپه یادوي . هغوی
    کېدای شي ما په دې ملامت کړي چې ولې مې دپېښورریاست ، پيسې اوموټرې پرېښودې اوددنیا
    په دې سرکی مزدوریوته اړم شوم ، خوزه ورته په سرلؤړۍ ویلای شم چې داهرڅه مې هغوی
    اوخارجیانو ته ورپرېښودل چې ويې چلؤي ځکه چې هغوی داسې غوښتل . نو داچې زما تئیاره
    جوړه کړې اداره یې ونه شوه چلولای ، خدای خبر دکرزي صاحب درنې اولؤړې ادارې به څنګه
    چلوي ؟ بې له شکه چې عاقبت به ېې په پېښؤرکی دافغان – جرمن تخنیکي تربیوي سازمان په
    څېر وي چې زما په خواریو په درې کالوکی جوړکړې شوې و ، په پېښؤراودافغانستان په
    خوست ، ځاځيو ، لغمان اوکنړولایتونوکی ېې ۱۷ مؤسسو فعالیت کاوه اوپه زرګونووطنوالو
    تری ګټه اخیسته خو زما په نه موجودیت هرڅه دسترګوپه رپ کی تریتم شؤل . زمانه وروسته
    هغه دبچه سقاوپاچاهي وه ، یورئيس پکی له څومیاشتوزیات وخت تېرنه کړ، یوه یې موټرې
    وتښتولې اوبل یې کمپيوټرې . دواړه دکرزي صاحب په اداره کی لؤړپوړي چارواکي شؤل . زه
    ددې کارمسؤلیت دهغوخارجیانو پرغاړه هم اچووم چې هم یې زه ترخپل کنترول لاندې
    راوستوته مجبوروولم ، هم به یې دمرستې وعدې راکولې اوهم به یې راته داپوزیسیون ډلې
    روزلې ، زه یې خپلواک کارته نه پرېښودم ترڅوچې نورستړې شوم اوهرڅه مې ورته پرېښودل
    . په یوه کنفرانس کی چې ښاغلې یوسف نورستانې هم پکی ناست و ، دجي تي ځېډ استتازي ،
    سپرینګر دهغه سره دخبروپه تاوېدوووئيل چې داخومونږ اواروپایي ټولنې درسره مرسته کړې
    چه ته اوس دیوې مشهورافغاني سازمان رئيس یې ، که مونږ مرسته بنده کړو نو بیا به څه
    کوې ؟ ماورغبرګه کړه : نه ، ښاغلیه ، زه تاسو په انتساب نه یم راوستې بلکه هغو پنځه
    سوه افغان انجینرانو ، مسلکي استاذانو اواداري کارکوونکودسازمان اودپروژې درئيس په
    توګه انتخاب کړې یم چې دپاک – جرمن تخنیکي تربيوي پروګرام سره یې کارکاوه . نوکه
    تاسوپرمااحسان اړوۍ چې بې ستاسوله مرستوبه دامقام له لاسه ورکړم نوداهم واوره چې
    پرته لما به داسازمان اوپروژه هم ونه چلیږي . تاسودښاغلي ډاکټرلېټر په مشرۍ پوره
    یوکال کوښښ وکړخو یوه څانګه موهم جوړه نه شوه کړای اواوس دادې وینۍ چې زه په
    پاکیستان اوافغانستان کی بریالۍ پروژې لرم اوکه زما د کارونو ارزونه غواړې ، نولطف
    وکړه دجرمني دبرېمن پوهنتون څخه دارزیابۍ راپورونه ترلاسه اوولؤلۍ .
    زه په خواشینۍ اوصراحت سره وایم چې دافغان – جرمن تخنیکي تربیوي سازمان د خودغرضو ،
    مفادپرستوافغانانواو کمانډروخارجیانوله لاسه دسقوط سره مخ شؤه کنه که زه په کراره
    پاک کارکؤلوته پرېښودل شؤې و ې ، دخپلوافغانانواوخارجیانودسیسې ، فشارونه اواړویستل
    نه وای ، زه په اطمینان وایم چې زما اداره به په ټول افغانستان کی یوه نمونه اداره
    وای او مادغه هدف ته درسېدولپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کولې . ماته هغه وخت خپل
    افغانان ، ددوی احساس اودخارجیانوکړه رامعلومم شؤل او نه هېرېدونکې زده کړه مې تری
    وکړه . متاسفانه په افغانستان کی په ښه اوپااک کارهم سړي ته ستونځې جوړيږي اوپه
    ډېربدکارهم ، ډېرپاک سړې هم خیانت ته اړکیږي اوددې کاریوعلت پخپله افغانان دي چې
    دټولګټو ، پرمختیایي او کیفییتي کارونو مخنییوې کوي . داټول شیان بې له ټولنیزې
    روزنې ، قربانيو اومنډوترړو نشي سمېدلای .
    دافغانستان اداره اوحکومت هم دغه حال لري ، هغه څوک چې خدمت کؤلای شي ، پاک اوغوڅ
    عزم ولري ، هغه نشي کوولای دمفسدو اومسلحوپه منځ کی کاروکړي ، یابه زما اوستاغوندی
    مسافرکیږي ، یابه سرخوري اویابه ورته تسلیمیږي . نوداچې راتلونکوانتخاباتوته یواځې
    څومیاشتې پاتې دي ، اوافغانستان هم دوسله والو په لاس کی وي ، غربي ډالرې ،
    یورواونورې پيسې بادیږي ، نوڅنګه به داسي يومشرپيداکړوچي په رښتياسره تريوي کچي
    دسياسي معامله گريواوځان غوښتني نه خلاص وي ؟ که په بهرنیوهیوادونوکی
    خپلوافغانانوته نظروکړونو یوزیات شمېرچې کاروبارلري ددغوجنجالونوسره مینه نه لري ،
    ځینې چې دخپل هیوادسره مینه لري ، هغوی بیا شنه نوټونه نه لري چې خپل کمپاین وچلوي
    ، که افغان اولس ته وګورۍ نوهلته به داسې احساس وي چې ووایې ، دخپل افغانیت ، غېرت
    اواسلامیت په جذبه دډالروپه مقابل کی یوپاک اووطنپال شخص ته رایه ورکوو اوځانونه
    اوووټونه په پيسونه خرڅوو؟
    زه خوپوره یقین لرم چې زمونږافغانان به پرته له تحلیله ، دهغه چاپه لورمنډې وهي چې
    یانوټونه لري اویا ټوپکونه ،نوڅنګه به تری طمع وشي ؟
    هغه شخص چې بایدزمونږ ملاتړترلاسه کړي ، ښه تکړه مشروي ، غلام اوګوډاګې نه وي خپل
    وطن اوخلکوته وفاداروي ، عادل ، منصف اوتکړه اداره چي وي ، چېرې دې ؟ ولې نه
    راڅرګندیږي ؟
    مااوته دوه کسه یوچې دداسې سړي اومشرلپاره کمپاین چلوو ، دوه نورهم شته چې څلورشوو؟
    زه خووایم چې که دافغانستان له څلوروکؤ نجونوڅخه یوڅو کسه سره راغؤنډشي اوورته
    ووئیل شي چې که دبوشي دېموکراتانو ، طالبانو ، خلقیانو ، پرچمیانو ، اخوانیانو
    اونورومینه وال هم یې ، مونږ درته عذرکووچې په یوه ټينګ اتفاق سره دخپلوایډیالوژيو
    پرته اولرې ، دهیوادپه راتلونکي فکروکړۍ اوزمونږسره په ګډه دې یاهغه مشرته رای
    ورکړۍ . خودې یا هغه مشر څوک دې ؟ ولې نه رامخ ته کیږي ؟ اوداسې کارته به کله
    ملاتړو ؟
    داسې کارخو په احساس اوفداکارۍ کیږي اوهرافغان بایدپه احساس اومصؤلیت میدان ته
    راودانګي اودې ته انتظارونه کړي چې غمخور اومشواڼې ورته دبلنې ګل دارکارتونه
    ورولیږي ، دادچاواده یاخیرات خونه دې چې ډوډۍ خؤړلوته څوک دعوت کړو بلکه دهرافغان
    په ژؤندپوری تړلې کاردې . که څوک دخپلې ټولې کورنۍ سره په خارج کی وي اوپه
    افغانستان کی څوک ونه لري ، دخپل وطندارلپاره باید رامیدان ته شي .
    د افغان ، افغانستان اومسلمان نوم خو دادرې لسیزې دهرچا ترپښولاندی شو ، نه پری
    دخپل مسلمان ورورزړه دردوکړ ، نه پری دګاونډیانو اونه پری دنړیوالو . داسلام ،
    دیموکراسۍ اوتروریزم په نومونوخپلوافغانانوپخپلوافغانانو تجارت وکړاوکوي یې اوپه
    خروارونوپيسې يې پری وګټلې ، نورله دغه هېواده څه غواړي ؟ ولې باید هماغه زاړه
    کفنکشان اومفسدین هروخت دافغانانوپرسرتپل کیږي ؟ په ۳۰ میلیونو افغاناننوکی بل داسې
    څوک نه پيداکیږي چې تردغوموجودویوڅه ښه وي ؟ تاسووګورۍ ، هغوچې دپښتون په نوم جنډې
    پورته کړې وې ، چې دڅؤکیواوپيسوڅکه یې وکړه ، بدل شؤل ، نوریې په تېرو۷ کالوکی
    ځانونه داسې کاڼه اوګونګي کړل چې ته به وای دوی خوله هیڅ نه خبرنه دي . چې دپښتنو
    داته میاشتیني ماشوم په بېرحمانه قتل یې هسې یو « وييش » هم نه وي کړ ې ، بیا
    انتخابیده به یې پښتنو ته نوره څه ګټه ولري اودهغوی دکوم درد به دوا شي ؟
    دداسې خلکوملاتړ به څوک وکي ؟ مونږ باید دهغه چا په لټه کی شوو چې صادق ، بااحساسه
    اوافغانپال وي ، خپلې ملي ګټې ورته له ډالري ګټولومړېتوب ولري ، دظلم ، بې عدالتۍ ،
    قتل ، غلا ، زورواکۍ ، تشدد ، بې سوادۍ ، جهالت ، رشوت ، فساد اودمخدره موادودبې
    وجدانه ډلوسره غوڅ چلند وکړي ، داسې پياوړې اداروي سیستم جوړکړای شي اوویې چلوي چې
    ددغو ناوړوکړو جرړې ختمې کړي ، جرأت اوصلاحیت ولري چې دبهرنیانو اویاغیانو
    خپلسروکړواوتصامیموسره حساب ، څېړنه او کړنه وکړای شي ، دپرمختګ اوابادۍ په لورځي ،
    چټک باکیفیته اوستنډرډ تعلیمي نساب رامنځته کړي ، دقانون نفاذ ډاډمن اوورته
    لومړېتوب ورکړي . دمشربایدداصفتونه اووړتیاوې وي ترڅویې منلوته غاړه کېږدو .
    افغانان نشي کؤلای په ورستو اودبشردحقوقوسره په ضدرواجونو پرمختګ وکړي ، نوځکه داسې
    مشراړین وي چې ټولنه اوځوان نسل دنړۍ دخلکوسره په کتارکی ودروي ، هغوی دیوې پرمخ
    تللې ، مهذبې اوپياوړې ټولنې اوهیوادسفیران کړي .
    ښکاره خبره ده چې دافغانستان په عنعنوي ټولنوکی که څه هم ځينې اصلاحات حیاتي ارزښت
    او تلپاتې ګټې لري خو هرکلې یې نه کیږي اودستونځوباعث ګرزي اوداځکه چې په افغاني
    ټولنوکی دزده کړې اومعلوماتو کچ ډېرټيټ دې . افغانستان دنړۍ ترټولو وروسته پاتې
    اودسوادپه سطحه ترټولوتیټ هېواددې چې دخپلوګاونډيو سره دسوادپه ډګرسیالي نه شي کولې
    . دټول وګړو څخه ۳۴ فیصده خلک سوادلري اوهغه هم پوره نه دې ، دا ډېره ټيټه علمي
    سویه ده . هرافغاني دولت وظیفه لري چې دښېګړواوپرمختګ په کارونو نالوستي اودکمې
    پوهې وګړي وپوهوي . دامنطق اوانصاف نه دې چې یوپوه اوباتجربه وګړې دې دیوناپوه اوبې
    تجربې وګړي ترلاس لاندی کاروکړي لکه دتېرولسیزو په مختلفو واکمنیوکی ، دامنطق
    اوانصاف هم نه دې چې دیوه کاراوهدف په تطبیق کی له زوراوتشدده کارواخیستل شي بلکه
    دزوراوتشددڅخه وړاندی باید هراړخيزاومنطقي تدبیرونه غوره شي . مونږ ولیدل چې
    دیوهیوادچارې داسې هم نشي چلېدلې لکه دطالبانو په رژیم کی چې دکېبل ، ډار اوشفاهي
    امرونو په زورچلېده اونتیجه یې داشوه چې نن افغانستان دکورنیواوپردیوزورواکواوبې
    پرواچارواکوپه لاسوکی ګیردې .
    مونږافغانستان ته خپلواک، دېموکرات اوازاد هېواد نه شووئيلې ځکه چې هلته لاتراوسه
    دخپلواکۍ ، دېموکراسۍ اوازادۍ بنسټونه نه دي رغؤل شوي اوترڅوچې دا بنسټونه رغیږي ،
    افغانستان به ددې سیارې دسترزندان حیثیت ولري چې افغان ملت پکی بندي دې ، داولې
    اودچاله لاسه ؟ لومړې دخپلو افغانانوله لاسه اوبیا دخارجیانو له لاسه . که چېرې
    افغانانو هرخارجي که هغه عرب ، ګاونډي ، روس او امریکایي ته موقع نه وې مساعده کړې
    ، فکرنه کوم که چا په ډاګه جرأت کړې وې چې په افغانانوداسې بدې ورځې راولي .
    هغه متل دې چې وایي له بارانه لاړ ناوې ته ودرېده ، معنا یې داده چې ګټه اوتاوان یې
    نه پېژانده ځکه یې له بد څخه بدترحالت غوره کړ، که چېرې په افغانستان کی دپوهې
    اوسوادسطحه دمنلووړوې ولې به خلک د ومره دکړاوونوسره مخ کېدای ، ولې به په
    میلیونونووژل کېدې اوولې به په میلیونونوافغانان دخپل خوږ ټاټوبي څخه بیځایه کېدې
    اوولې به ټول هیواد خېراتونو ته اړکېدې !؟ داهرڅه دافغانانوله خپله لاسه وشو.
    حقیقت دادې چې دافغانستان شخړې اوجګړې په دې نه حل کیږي چې یوه ډله دې له قدرته
    وشړل شي اویادی له منځه یوړل شي اوبله دی پاچاهي جوړه کړي ، داسې رواج دتیمورشاه
    زامنوپرېښې چې داقتدارلپاره یې خپلمنځي دوښمنۍ وکړې ، هم یې افغانستان ټوټه ټوټه
    کړاوهم یې افغانان ټوټه ټوټه کړه . په هغوی کی ظالمان هم وواوبې وجدانه اوخاینان هم
    وو ، که دهغوی خپلمنځي شخړې اوخیانتونه نه وای اوس به هم ډهلي دافغانستان پلازمېنه
    وې . هغوی خوداسې وکړل اوموننږ هم پری لعننت وایو خواوس په افغانانو څه
    تندرغورځېدلې چې سره نه جوړيږي ، امن نشي راوستلای او ګټه اوتاوان نشي پېژندلې ؟
    داروانې ناخوالې اوبدامنۍ په دې نه حل کیږي چې یوه مسلحه ډله دې دارګ پرتخت کښېني
    اوبله دې په غرونوکی سنګرونه نیسي ، اوبیادې هغه تخت ونیسي دابله دی لارې نیسي او
    امن دی خرابوي . دغسې ازادي دې ته نه وایي چې قانون مات شي ، او قانون دې ته نه
    وایي چې قدرت ولري نوهرحق هم لري . قانون ته احترام ، دوطن اوملي ګټو ملاتړاو دفاع
    ، دامن اوسولې ټينګښت هم فردي مسؤلیتونه دي اوهم دولتي ، ددې مسؤلیتونو دپېژاندو
    اومنلوپرته هیڅ امورنشي چلېدې خو متاسفانه چې نه دولت ورته په صداقت پام کړې اونه
    ورته عادي افغانانو . اوس باید څه وشي ؟
    زه په دې اړه له ټولوبااحساسه ، فکرمندو اوپرخپل هیواد اوخلکومئينو افغانانو څخه
    کلکه هیله کوم چې رامیدان ته شي او دخپل هیواداورونو په حال فکروکړي ، یودبل سره
    اړیکي ونیسي ، &#158

  6. هغه څوک چې دجمیعیت او پرچم په ډلو کې پاټې شوي دي هيڅکله دافغانستان په خیر نشي کیدای ځکه هغوی تل دروس سیاست عملي کوي او هغه دا چې پښتانه باید تل له صحنې بهر او اقلیتونه او غلام صفته اشخاص باید په قدرت کې وي. ډاکټر عبدالله دپښتون په نوم یو تور داغ دی. هغه دپښتنو ستر دښمن او دهیواد دورانوونکی ډلی (نظارشورا)مهم غړی دی.

  7. Abdallah de marmai khasiat lari. aw ya pubal ebarat de ameeb khawas laree. che cherta warta wazarat wada warkral shee hamagha dali pasi garzi. Kala panjshirai shee aw de Nazar shura pu rahbari haiat ke wee. Aw kala Kandaharai shee che nema kandarai dai aw de karzee pu ghega ke khubona kawai. oos ye bia khial hawa kari da aw de Khalizad BayatZad sara khpal faal jangawee. Dede miliat parasti khu tolo Afghanano ta maluma da chee dede pu wakht ke 95% safeeran de yaw qawm puri marboot woo. Aw Pashtana pu 5% safirano ke ham naratlal. Yaw matal dai ye wayyee la har saaski dariab jurigi. No pashtana wrona de bayad da sehra wapejani aw de manfoor ta cherta ham woot de eitimad warnakree.