کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / بوش چي منځ لاري ونه موندل، اوبامايې څنګه مومي ؟

بوش چي منځ لاري ونه موندل، اوبامايې څنګه مومي ؟

اته کاله وړاندي چي دامريکاپه مشري صليبي يرغلګرولښکرو ، دافغانستان پاک ټاټوبى اشغال ، واکمن اسلامي نظام يي پکي ړنګ ، داسلامي امارت يوشميرمسئولين اوفوځي قومندانان اسيران اوشهيدان شول ،صليبيانو او اجيرانويي فکروکړ،چي نوردوى خپلي موخي ته ورسيدل ، دطالبانوځواک اوغروريي اوبه کړ، واک ، اغيزاوپاکي نظريي ته يي ددوى په اټکل دټول عمرلپاره دپاى ټکى کيښود .هماغه ووچي په کابل کي يي يوه ګوډاګى اداره وتپله ،دناولي ، رټلي اوتيرايستونکي ديمکراسى دتپلوپه خاطريي په اسلامي اقدارو، اوافغاني رواياتو په ډاډه زړه ګوزارونه پيل کړل .


زمونږ په ياددى چي کله داسلامي امارت زرګونه مجاهدين دامريکاداشغال په ړومبيو شپوکي دافغانستان په شمال کي ايساراودګلمجمومليشوپه لاس دامريکايانوپه حکم ترقتل عام اووحشت لاندي وواوپه يوه شپه کي په جنګي کلاکي له زروتنوډيرطالبان اومجاهدين لولپه کړاى شول ، په هغه مهال دامريکاددفاع وزير(رمزفيلډ) دجنګي کلادغميزي په اړه وويل : په شمال کي ايساراواسيرطالبان هيڅکله دنړيوالوبشري قوانيو تردائري اوعاطفي لاندي نه راځي ، دوى ټول بايدمړه اوله همدغسي مستبدسرنوشت سره مخ شي .


هو! په هغه مهال امريکايانوپه خپل ټول ځواک هڅه کوله چي داسلامي امارت غړي ، افراد، پيروان اويادجهاداوخپلواکى په روحيه سنبال وګړي له منځه يوسي اوياهم دامريکايي غلامۍ کړئ دهغوغاړو ته واچوي ، ياني هلته امريکايان اواجيران يي په هيڅ بيه چمتونه وو، چي طالبان هم دبشريت په دومره لويه دنيا، بي شميره بشري سازمانونواوقوانينوکي پټ دژونداوچيرته دميشتيداحق ورکړاى شي ، په هغه مهال يي له طالبانوسره خبري لويه ناروابلله ، نه يي پکي منځ لاري پيژندل اونه هم اعتدال پسندي، بلکي ټول يي دمرګ ، شکنجي اوزولاني مستحق ګڼل !!


خوچي کله غيرتمنوطالبانودافغانستان داسلامي امارت توغ يوواربياراپورته، رپانده اوبيرته پري راوګرځيدل ، په اشغالګرويي دهيوادپه لراوبرکي ګوزارونه پيل کړل اودايي په اثبات ورسوله چي افغانان ددي عصردفرعون په وړاندي هم دمقابلي اومبارزي هوډلري اوپه ګونډوکول يي غواړي اوبوش اوايجنټانويي هم ومنله چي داسلامي امارت قيادت اومجاهدين سره کوشيراوکلکي مقابلي ته چمتودي ، نوبيايي داډنډوره پيل کړه ، چي طالبانوکي دوه ډلي اومفکوري شتون لري چي يوسخت دريځي اوبل منځ لاري دى اودوى له منځ لاروطالبانوسره خبروته چمتودى .


هماغه وو، چي څه نمايشي ګامونه يي پورته کړل دکابل داداري په چوکاټ کي يي دسولي اوپخلايني په نوم پروسي دخپلودرباري ………….. په بڼه کي په کارواچولي اوله تيرواتوکلونوراهيسي يي په دغه برخه کي خپلي هرډول حربي وکارولي ، دزر، زور، تهديد اوتشويق پراخ کمپاين يي وچلاوه ، ولي دلوى خداى (ج) په نصرت هيڅ يي هم ترلاسه اوګوتونشوکړاى ، دافغانستان اسلامي امارت له اته کلني جهادي مبارزي سره سره ديرغلګروددغي دسيسي په مقابل کي هم سخت مقاومت وکړ، ددرزاچولواوويشلوپه ډګرکي يي هم صليبيانوته دسرپه کاسه کي اوبه ورکړي او يوه وړوکي ډلګۍ هم داسلامي امارت په ليکوکي پيدانشوه چي دجدايي ناره پورته کړي اوڅوک وښيي چي دادى په طالبانوكي هم بيلابيلي ډلي شته !


اوهغه يوڅوتنه طالبانوته منسوب خلک چي له کوم بند اونيوني پرته کابل ته تللي اوتسليم شوي ، ځيني وخت يي استخباراتي کړى اخوادي خواپړسوي،ترڅو له طالبانو سره دخبرواترواومذاکراتونغاري پري وغږوي خوبياهم تراوسه دکابل اداره اوباداران يي ندي توانيدلي چي کوم کنډواوتشه پري ډکه اوپوره کړي ، علت يي دادى چي اصلاهغوى له لويه سره داسلامي امارت شعوري اوبنيادي غړي نه وو اونه هم دي ، بلکي اسلامي امارت ته هم له پخوانيوجهادي ډلوورپاتي وواوامارت هغوى ته چوکي اويولړامتيازات ورکړي و، چي کله هغه چوکي اوامتيازات ختم شول ، هغوى بيرته دامتيازاتواوچوکي دترلاسه کولوپه لټه کابل ته لاړل اوتسليم شول چي دغه خلک هيڅکله داسلامي امارت دليکي دخيل مرکزي خلک نه وواونه هم کيدلاى شي
اوس چي دامريکاپه قيادت کي بدلون راغلى ، دبوش ځاى اوباما، نيولى اواوبامادخپلي نوي تګلاري ترشعارلاندي نوي ګامونه اخلي ،نوفکرکوي چي دطالبانودخپل منځي ويشلوپه برخه کي لکه چي له ده نه مخکينى امريکايي اداري چنداني کارندي کړى ، نوځکه اوباما، څوورځي وړاندي له نيويارک ټايمزسره په خبروکي په افغانستان كي دطالبانوپه وړاندي دمخامخ جګړي دماتي د منلوترڅنګ ، داخبره له خولي راوويسته چي دده اداره به هڅي وکړي ترڅو په طالبانوکي تفرقه واچوي اومنځ لاري پکي پيداکړي .


خواوباما، بايدپوه شي چي ترده مخکي بوش اوايجنټانويي ددوي په اصطلاح دطالب منځ لارودموندلوپه برخه کي ډيري لاري اوګودري لټولي اوهرډول لومي يي وځغولي ، چي هيڅ يي ترلاسه نکړل ، اوس چي اته کاله هم تيرشوي اوپه دغه برخه كي دامريکايانويوي حربي هم کومه نتيجه نده ورکړي اوخپله دغرب دڅيړندويه سازمانونوپه راپورونوكي، دافغانستان اسلامي امارت دهيوادپه 72فيصده ځمکه واک اوحاکميت لري ، ناټوله خپل ټول ځواک سره دافغانستان جګړه ناکامه ، بي فايدي اوطالبان ، نه ماتيدونکي جنګيالي بولي ، نواوس خوبلکل ممکنه نده چي اوباماطالبان سره وويشي چوکۍ خوښونکي پکي راوټوکوي اومذاکراتوته يي چمتوکړي ،ځکه چي اوس هردعقل خاوندپوهيږي چي په افغانستان كي فوځي وضعه دچاپه ګټه اوافغان ولس دچاترخواولاړاوهمکاردى .


اوپه پاى کي اوباما، ته ددي خبري يادول ضروري دي څو پوه شي چي دطالبانواوقيادت ترمنځ يي يوه داسي کلکه اونه شليدونکي رشته اوتړاو شتون لري ، چي هغه دډالروپه زور، دچوکى اوامتيازاتوپه هڅونواودګوانتانامو، بګرام اوتيروجنکي کلاووپه شکنجواوزندانونونه پري کيږي
، نوښه به داوي چي اوباما، له دغه ناکامي اوپرشادتمبول شوي پروژي پرځاى معقوله لارغوره اوانتخاب کړي ، دافغانستان اشغال ته دپاى ټکى کيږدي اوامريکاله تل پاتي نابودى نه وژغوري !

تبصره نسته

  1. ماشاالله . ښايسته ليکنه دي کړي ده الله دي دا سي سپڅلي ليکوالان ډير کي چي حقايق نو رهم څرګند کړي .

  2. زما په فکر دامریکې او ملګرو جنایتونه په هيڅ ډول دتوجیه وړ نه دي خو که طالبان له دې موقع په ګټه اخستنې سیاسي واک ته اخل نشي نو ښايي بیا امریکا ووځي او داحمد شاه مسعود په څير خاینینو باندې بیا هم دنظام داروستلو مخنیوی وشي لکه مجاهدين يي داسلامي دولت جوړولو ته پرینښودل. زموږ ګاونډیان هم دهیواد تباهۍ ته په انتظار ناست دي که ټول افغانان په ګډه یوه بین الافغاني حل لاره راوباسي ښه به وي نه داچې بیا یو داسې نظام په افغانانو وتپل شي چې پرته له يوې ډلې نورهیچاته پکې ځای نه وي.

  3. نصرمن الله وفتح قریب :
    ګرانه وروره ستا له لیکنې ډیره مننه کوم ستا په هره کلمه اوجمله زما دزړه دردونه ارام شول پدې پوه شه هرهغه څوک چې په خپل سرکې داسلام اوافغان خمارلری هیڅکله به هم دلویدیځ یرغلګروپروړاندې خپل سرټیټ نکړي .
    خوافسوس په هغه یوشمیرجهنمیانوچې دخپل جیب دډکولوپه خاطریې دهغه غلامي منلي اوځآن یې له ګوانتانامونه بچ اودجهنم لویې کندې ته غورځولی دی .
    ولن ترضی عنک الیهود والن نصارا حتی تتبع ملتهم