که څه هم د افغانستان اسلا مي جمهوري دولت ددموکراسي پر لور دټاکنو له مخي قدم پورته کړي چه ددوهم ځل لپارد جمهوري رياست او ورپسي دولسي جرګي لپاره دټاکنو مهال را نږدي کيدونکي دي.دا فغانستان په مختلفوزونونو کي د نوم ليکني لړئ پيل او پای ته ورسيدي چه دا ټاکني داساسي قانون دمواداتو دتطبيق او ددموکراسی دپلي کولو ښه مظهر کيداي شي که عملي جامه واغوندي .لکين پو ښتنه دا را ولاړيږي چه را تلونکي ټاکني به دچا لپاره ترسره کيږي او چاته به يي ګټه رسيږي ؟ ډ ير خلک ېي ګيچ او په انديښنه کي اچولي دي چه داټا کني به په برياليتوب سره تر سره شي او که يوازي اويوازي به تش په نوم ټاکني وي؟
کچېري انتحابات په اساسي قانون کي ددرج شوي مهال ويش سره سم تر سره شي ددموکراسی حاکميت او دديکتا توري دلاس لنډيدو ښه ثبوت به وي.
هر چاته به په ډاګه شي چه هيڅوک له قانون څخه لوړ ندي اونه هم څوک دصلاحيت پر مهال له قانون څخه دځان په ګټه ناوړه استفاده کولاي شي چه دا کار دافغانانو دروښانه را تلونکي لپاره لاره هواروي .هر څوک چه اتلس کلنی عمر ېي پوره کړي وي حق لري چه په ټاکنو کي برخه واخلي او دخپلي خوښي کانديد ته دراي ورکړي. نو هر څوک بايدخپل ووټ وکاروي. دووټ نه استعمال جرم او ګناه ګڼل کيږي.کچيري يو تن هم خپل ووټ استعمال نه کړي کيداي شي داسي څوک چه اصلا ددي مستحق نه وي چه دخلکو استازيتوب وکړي،بريالي شي او يا هم هغه څوک چه واقعأ دخلکو دټپونو لپاره دمرهم پټي جوړيداي شي په يو ووټ سره معلوب او هعه موقف چه ټولنه ورته اړتيا لري له لاسه ورکړي. دافغانستان اساسي قانون حکم کوي چه په ټاکلي مهال بايد انتحابات تر سره شي.ولي داهم بايد له يا ده ونه باسو چه که له يوي خوا اساسي قانون حکم کوي چه په ټاکلي مهال دانتحاباتو لړی پيل شي،له بلي خوادا ساسي قانون دري ديرشمه ماده په وضاحت سره وايي چه دافغا نستان هر تبع چه قانوني عمر يي پوره کړي وي د انتحابولو او انتحاب کيدلو حق لري .عملاٌِ وينو چه دپښتانوډيري سيمې
امنيتي ستونځي لري چه هلته انتحابات ناشوني دي او هيڅوک نه شي کولاي
چه په ټاکنو کي برخه واخلي .کله چه پکي څوک د ګډون امکان ونه لري .ايا دا به داساسي قانون نقض کيدل نه وي؟ ايا دابه دخلکو د حقو نو تر پښو لاندي کيدل نه وي؟ دا حقيقت دلمر په څير روښان دي چه دا ټاکني به دپښتانوستونزو ته ځواب ونه شي ويلي ځکه چه لومړی خو دپښتانو په سيموکي دنوم ليکني لړی هعه مهال پيل شوه چه مکاتب رحصت شوي و.
دا يو څرګند حقيقت دي چه د هر بل قشر په پرتله دمکتب دشاګردانو ونډه
په ووټ اچونه کي بارزه او ټاکونکي ده ځکه هعوي منظم او بسيج دي.نو کچيري دوي په ټاکنو کي بر خه وا نه خلي شوني ده چه پښتانه به هيڅکله هم
په وا قعي توګه خپل هويت ثابت نه کړاي شي .که څه هم ډير خلک به ادعا
کوي چه ددوي استازوپه خپلو ژمنو وفا نده کړي نو دا ځل به په انتحاباتو کي بر خه وانه خلي. فکر کوم دلته ډيره پړه پر ووټ اچوونکو راځي دوي بايد د
روابطو په بنيادنه بلکه دضوابطو له مخي خپل ووټ استعمال کړي واي نن به يي پښيمانتيا نه درلوداي.په هر حال هر نوي مشکل وي.دا ځل دا چانس لري چۀ په خپل ووټ سره پخوانی تيروتني سمي کړي او دا سي چا ته داي
ورکړي چه هغه واقغأ مستحق او دهغه پوست لپاره مناسب شخص وي.
نو هر څوک بايد په انتحاباتو کي برخه واخلي.کچيري په سيمه کي دانتحاباتو لپاره شرايط نه شي برابريداي بيا هم پر انتحاباتو ټينګار کيږي،په لوي لاس دپښتانو حقونه تر پښولاندي کيږي.نن چه پښتانه دافغانستان دنفوسو٦٥٪ تشکيلوي،په لږکيو کي راشي .هيڅوک به ورته خپل حق ورنه کړي له هرډول امتيازڅخه به بي برخي شي.دي ټکي ته په پام سره به نه يوازي دمليتونوشته ستونزي هواري نه شي بلکه شوني ده چه لا به پسي نوري هم
زياتي او ټولنه به د لوي مصيبت سره لاس او ګريوان شي.له نړيوالي ټولني څخه هم غوښتنه ده چه دي اصل ته په پام سره له ډير دقت نه کار واخلي.
که داسي ونه شي بيله شکه به را تلونکي ټاکني دپښتانو په تاوان وي.