د افغانستان د ملي شورا په نننۍ غونډه كي د ولسمشر كرزي له خوا د وړاندي كړل سوو وزيرانو سرنوشت ته ځانګړې سوه، چي د ټرانسپورټ وزارت ته نومول سوى كانديد ومنل سو او د حج او اوقافو وزارت ته نومول سوى كانديد رد سو.
د ولسي جرګې د نن ورځي په غونډه كي حميدالله فاروقي د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت ته د رايو په اكثريت سره ومنل سو، او د حج او اوقافو وزير صديق چكړي د ۱۵۳ مخالفو رايو په وركولو سره رد سو.
صديق چكړي د جمعيت اسلامي ګوند مرستيال او د متحدي جبهې چي د حامد كرزي په مخالفت كي مشهوره ده، لوړ پوړى غړى دئ، خو په دې وروستيو كي د نعمت الله شهراني پر ځاى د حج او اوقافو وزارت ته د حامد كرزي له خوا نومول سوى وو.
د پارلمان وكيلان وايي د افغان پارلمان په تاريخ كي كوم وزير دغسي شرموونكې ماته نه وه خوړلې، د ولسي جرګې په نننۍ غونډه كي صديق چكړي يوازي ۵۹ موافقي، ۱۵۳ مخالفي وګټلې.
د افغانستان پارلمان تېره مياشت د سرحدونو وزارت ته كانديد اسدالله خالد هم رد كړى وو، چي اوس هم د سرپرست وزير په توګه پر خپله دنده پاته دئ. ولسمشر كرزي ويلي وو چي اسدالله خالد به يو ځل بيا ولسي جرګې ته د باور رايو په خاطر معرفي كړي، خو د صديق چكړي په اړه لا تر اوسه دولت خپل دريځ نه دئ په ډاګه كړى.
امرخېل
په دي وروستيو کي ولسمشر حامدکرزي ددي پرځاى چي د ولس په ځانګړي
توګه د لوى ټبر پښتنو ملاتړ ترلاسه کړي او د شمال ټلوالي پر وړاندي پرېکنده ګام
پورته کړي برعکس يي ددي ټلوالي هغه تن ، چي ټول عمر يي د مجاهد او جهاد له نامه
ناوړه استفاده کړي او تراوسه د کرزي داداري مخالف وو او پر ضد به يي په هرځاى کي
پروپاګنډي کولي د حج او اوقافو د وزير په توګه ونوماوه ، خو له نيکمرغه نن ( د کب
٢٦مه ) يي په ولسي جرګه کي د رايي اخيستني داسي ماتي وخوړه ، چي د ښوونځي کوم ټمبل
زده کوونکي به هم تراوسه داسي ناکامي او لږ نومري نه وي ترلاسه کړي .
چکري د خپل موقف د ترلاسه کولو لپاره د کرزي پر هغي اداري ورګډ شو
، چي دا اوه کاله ده ( چکري ) په ټوله ميډيا کي دا اداره ناکامه ، فاسده ، په
اختلاس ، رشوت او نورو ….ککړه بلله ، خو خداى پاک له داسي ازمويني سره مخ کړ ، چي
د کرزي همدي اداري ته يي د تمي غاړه کېښوده ، په ولسي جرګه کي د رايي اخيستني
پرمهال له سختي ماتي سره مخ شو او اصلي څېر يي اوس لکه لمر غونډي خلکو ته څرګنده
شوه ،
چي د کرزي پر ضد د چکري پروپاګنډي يواځي د قدرت د ترلاسه کولو لپاره وي .
چکري صيب دي اوس بېرته په زړو … شخوند وهي .
زما په فکر ، چي کرزي صيب هم له چکري بي چاره ګي سره غاښ
وېستوونکي ديپلوماسي وکړه ، هغه دا چي کرزى په دي پوهېده چي له يوي خوا چکري ددي
اداري پر وړاندي پروپاګنډ کوي او له بلي خو ا خو هسي هم له ولسي جرګي رايه نشي
اخيستلاى ، نو راځه هم يي د پروپاګنډ خوله پټه کړه او هم يي خلکو ته په دوه روپۍ
کړه ، نو وزير يي کړ ه ، کرزي د خپلي ديپلوماسۍ ټول نقشه او پلان په چکري مظلوم چي
لا تراوسه کوم سم سياستوال سره نه وو مخ شوى ،عملي کړ او هغه خوارګوټى يي د يخ وهلي
مېوي په څېر له هرڅه ووېست .
سلامونه
لکه سنگه چی نن ده افغانستان پارلمان بغیر ده شمالی تلوالی دنماینده گانو نه په دیره میرانه پریکند توگه سره یی ده افغانستان ده یوه وزارت لپاره خپله رایه وکاروله په اینده کی هم زمونگ امید همداسی پریکروته ده اوبله رابشو دی ته لکه زمونگ دا ورور تولی خبر خلاصه کری دی نو دومره به ووایم چی په چکرویو مکریو دا وطن نه جوریگی داسی پوهه اشخاص شته چی ددی وطن چاری پر مخ یوسی له دغو تاریخ تیرشویو سخه سه نه جوریگی
وسلام
Chakari sam pu Tanara ke wasozeed. Wazari yee lamba swee. Da de qudrat Daku Awal ba yee Karzi pasi bad wayal. Aw che wazarat warta wrandi shoo, no bia yee qabul kar. Ham millat ta raswa shoo, ham karzi ta raswa shoo, ham paralman ta raswashawai woo zaka kho yee rad kar. aw ham Rabani ta raswa shoo. Toba khuda ya toba. ladasi raswaiee na musalman sa chee hindo siasatwal ham pu aman kri. chakari sohib oos warza pu dubai kee pu hagha terro loot shawoo paisoo tejarat kawa. siasat darta baberai wakar.
دیر شه کار اوشو چه اولسی جرگی دد غسی یو بی شرمه په وراندی یو نر گام اوچت کر. زه صدیق چکری له دیر پخوا حخه پیژنم او د کور تول احوال یی را ته معلوم دی. دا یو د هغو بی شرمو لاسپوحو حخه ده چه د کابل شاریان یی له جنایاتو شه خبر دی. دده کورنی په حیات اباد کی په لوره کچه فحشا او عیاشی کی اخته وه او دی د کابل په تلویزونونو کی خپل حان داسلام او جهاد تیکه دار معرفی کوی. ددی بر سیره نوموری اوس هم د داسی یو بی شرمه شغورک (ربانی) لاره تعقیبوی چاچه ملک تباه او برباد کر او دا سی نه بسونکی جنایات یی تر سره کره چه چا په تاریخ کی نه وو کری. ناولی مخ دی ورک شه چکریه دد پر حای خو دی چه ذهر خورلی وای نو دیره سه به وه. خدای دی په شرمیدلی مرگ هلاک کره.
salam dostano ajaba sha kar washo che da di jami palet yi qabul nako aw manfe raye yi wakhiste hamisha yi de Allah pak na bad bakhta ghwaram
دا یوښه خبر دی چې کم تر کمه پارلمان هم داسې منفور شخص وپيژاند او رد يي کړ خو اوس به وګورو چې کرزی خان يي دسپنتا پشان دپارلمان درايې پرته بیا ټينګ نه کړي.
کرزی یوځل بیاپه شمالی ټلواله باندی پسخندوواهه اوصدیق چکری په دی کارسره ډیرسپک شواوپارلمان هم ډیره میړانه وکړه چی ددی دامریوملګری ئي داسی سپک کړو اوزه دچکری په ځای نه یم که نه اوس به می په بهرکی چکرواهه اوبیابه می دافغانستان نوم هم نه وه اخیستی
چکری که زما منی پښي باسه که نه کار دی خراب دی
دا ډیر شه کار وشو مګر اصل لامل څه شو او ولی لری شو یعنی جناب شهرانی صاحب کوم چه د وزیران په شوری کشی چه ئی کله ګزارش ور کړ چه د یوه حاجی مصرف تکت د الوتکی عربستان ته 985 ډالره خاک پولی د عمارو کرایه اونور مصارف 1268 ډالره واکسین او نور مصارف 126 ډالره چه جمله ۲۳۷۹ ډالره کيژی او دمزارشريف او د هغه ځای د شاو خوا ولایتونو د حاجيانو کابل ته د تګ او راتګ کرایه 250 ډالره کیژی .
له همدی ګزارش سره سم بدون لدی چه اعلان وکی په سهار ئی له حاجيانو پیسی واخیستی چه جمله له هر حاجی څخه ئی 2952 ډالره چه ۱۴۷۶۰۰ افغانۍ کیدی واخیستی او د هغو له جملی څخه ئی صرف 100 ډالره په عربستان کشی حاجيانو ته ور کړل متباقی د هر حاجی کوم چه له کابل قندهار او هرات څخه تللی وه 473 ډالره ئی تر نن ورځی د شپتلی په شان نوش جان کړی ګرچه حاجيانو ډیری چیغی ولسی جرګی او نورو ته وکړی مګر هیچا تراوسه څه کار ونکړ او موضوع تراوسه پاته ده .
نوکه چيرته د هغو ولایتونو د حاجیانو تعداد چه بدون له مزارشریف څخه تللی اقلا 20000 نفر ونیسو نو دلته کم ازکم 9460000 ډالر زوندی خوړل شوی او لالۍ هم سری سترګی ګرځی مګر په دی د پوه وی چه انشا الله که مړ هم شی خلګ به ئی محاکمه کوی او که هغه هم ونشو نو اخرت خو شته.