پاكستاني چارواكي وايي وروسته له هغه چي د ليري كړل سوو قاضيانو د بيرته ټاكلو پرېكړه يې كړې، د حكومت په مقابل كي د مخالفو ګوندونو مظاهرې مخ پر كرارېدو دي.
د پاكستان صدراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني نن سهار د دغه هيواد په ملي ټلوېزون كي راڅرګند سو، او د ليري كړل سوي قاضي افتخارمحمد چوهدري او نورو قاضيانو د بيرته ټاكل كېدو ژمنه وكړه او ويې چي نوموړى به د مارچ پر ۲۱ – مه بيرته ستري محكمې ته ستون سي او پاكستان د قاضي القضات په توګه به كار پيل كړي.
افتخار محمد چوهدري او ۳۰ نور قاضيان د جنرال مشرف د واكمنۍ پر مهال له واك څخه د ناوړي استفادې په پلمه ليري سوي وو، چي د دوو كالو په تېرېدو د قاضيانو او وكيلانو له پرله پسې مظاهرو وروسته به بيرته په خپل كار پيل وكړي
د پاكستان جمهور رئيس آصف علي زرداري چي تر انتخاباتو دمخه يې د قاضيانو د بيرته ټاكلو ژمنه كړې وه، خو واك ته تر رسېدو وروسته يې خپله ژمنه بيرته ماته كړه.
پاكستاني تحليلګران وايي آصف زرداري ځكه افتخار چوهدري نه ټاكئ، چي ده خپله هم د پاكستان په ستره محكمه كي د غدر، خيانت او اختلاص څو دوسيې درلودې.