کور / تازه خبرونه / كندهار ايښودل سوى ماين خنثى سو

كندهار ايښودل سوى ماين خنثى سو


د كندهار امنيتي چارواكي وايي نن سهار يې د دغه ښار په پنځمه ناحيه كي يو ماين تر چاودلو كشف او خنثى كړ.
د كندهار ښاريانو هم چي د ياد سوي ماين د چاودني ږغ يې اورېدلى، د چارواكو پورتنۍ ادعا تائېدوي او وايي چي پوليسو سهار وختي د چاودني سيمه محاصره كړې وه او څوك يې ساحې ته نه پرېښودل.
د پوليسو په وينا ريموټ كنټرول نه، بلكي ساعتي بم و، چي د پنځمي ناحيې د مزل باغ پر سړك ايښودل سوى وو.