په افغانستان كي د كرنيزو توكو د وروسته پاتي والي له امله په هېواد كي د خوراكي توكو كمښت رامنځ ته شوى دى. سره د دي چي د افغانستان له قانوني دولت سره په دي تېرو اوو كلونو كي د يادولو وړ مرستي شوي دي خو بيا هم دولت نه دى توانېدلى چي د هېواد له بزګرو سره مرسته وكړي، د كرني لپاره د اوبو سېستم او سرچيني پياوړي او منظمي كړي، بزګرو ته اصلاح شوي تخمونه او سره (كوډ) وركړي، اوږد مهاله او لنډ مهاله قرضي وركړي، د كرني لپاره يو نوى او عصري سېستم جوړ كړي، كرنه د غوايانو له ژغ او سپاري څخه ټرېكټر او نورو ماشين آلاتو ته واړوي. دا چي په دي وروستيو كي د كرني وزارت غواړي د كرني د پرمختيا لپاره په يوه نوي پروګران باندي كار وكړي، دا چي د دي نوي پروګرام لپاره دوى څه په پام كي لري د ښاغلي محمد آصف رحيمي او نورو كاركوونكو د هغو مركو او ويناوو په رڼا كي چي له بېلابېلو مطبوعاتو سره يي كړي تاسي ته لاندي څو كرښي وړاندي كوو.
د هېواد د كرني وزير اصف رحيمي چي كله په نوموړي پوست باندي وټاكل شو، نوموړي وويل:
((زه دري لنډ مهاله ، متوسط او اوږدمهاله ستراتيژيك پروګرامونه لرم، چي د هغي په پلي كولو كي به د توان تر كچي پوري هڅه وكړم. نوموړي زياته كړه چي د خوراكي توكو كمښت به د خوراكي توكو په اخيستلو سره د سوداګرۍ، كليو پراختيا، او غريبو خلكو ته يي په وېشلو سره پاى وركړم.))
نوموړي همدارنګه وويل، چي په راتلونكي ۱۳۸۸ كرنيز كال كي به بزګرانو ته د اصلاح شوو تخمونو، كيمياوي سري او د كرنيزو ماشينونو په برابرولو كي مرسته وكړي.
د ده د وينا له مخې، هغه څه چي په كرنيزه برخه كي ډېر د يادولو وړ او مهم دي هغه د هېواد د اوبو سرچيني دي. چي د كرني وزارت د هغي مسوليت په غاړه لري چي په لومړي قدم كي به هڅه وكړي چي د هېواد هغه اوبه چي ګاونډيو هېوادونو ته بي ځايه رواني دي، مخنيوى وكړي څو د هېواد په كرنه كي ورڅخه ګټه واخيستل شي.
آصف رحيمي په دي وروستيو كي په هېواد كي د يوي نوي ستراتيژۍ د پلي كولو اعلان كړى، چي د كرني نوي ستراتيژي به په هېواد كي د كرني د سمون او د كرنيزو توكو د ډېروالي په موخه وي. په روان كال كي د كرني وزارت د وينا له مخي په هېواد كي دري نيم ميليون ټنه غنم توليد شوي و. د كرني وزير آصف رحيمي په دي اړه وايي: ((سږ كال مو د دري نيم ميليونه ټنه غنمو توليد درلود، هيله لرو چي دا اندازه لږ تر لږه تر څلور نيم ميليون ټنو پوري لوړه كړو))
د كرني وزارت د نوي پروګرام په اړه وويل، چي په هېواد كي د كرنيزو محصولاتو د ډېروالي لپاره په يوه نوي پروګرام كار كوي. داسي يو پروګرام چي وكولاى شو د هېواد د كرنيزو توكو كيفيت ورسره لوړ كړو. په دي وروستيو كلونو كي د كرنيزو محصولاتو او خوراكي توكو په لږ والى كي پرلپسي وچكالۍ هم ډېره اغېزه كړي ده. پرلپسي وچكالۍ په زياته كچه مېوه لرونكي باغونه وچ كړل او د غنمو د كرلو ډېري ځمكي له اوبو څخه بي برخي شوې، او ډېر څاروي د تږي او خوړو د نه پيداكېدو له امله مړه شول.
سره د دي چي د افغانستان اقتصاد تر ډېري كچي په كرنه متكي دى، خو ډېر د نظر خاوندان وايي، څومره امكانات چي لرو او په هېواد كي لاسرسۍ ورته كېږي، له نوموړو امكاناتو څخه د هېواد د محصولاتو په ډېروالي كي كار نه دى اخيستل شوى.
د هېواد له بزګرو سره مرسته نه ده شوي د كرني وزارت سلاكار قهار سمين د باختر له اونيزي سره په يوه مركه كي ويلي: ((د كرني وزرات تر خپلي وسي پوري هڅه كوي چي له بزګرو سره د پام وړ مرسته وكړي، خو دولت د بزګرو د ستونزو په اوارولو نه دى بريالى شوى.))
خو د كرني وزارت چارواكي بيا په دي اند دي، چي په راتلونكي كال كي به د هېواد كرنيز توكي د كرني د نوي پروګرام له مخي په پوره ډول وده وكړي.
د كرني وزير آصف رحيمي وايي، چي د اوبو د سېستم په جوړولو، د اوبو له سرچينو څخه په اغېزمنه توګه ګټه پورته كول او بزګرانو ته به د اصلاح شوو تخمونو وېشل د دي پروګرام له لومړيتوبونو څخه وي.
ښاغلي رحيمي په دي اړه څرګنده كړه، د دي پروګرام اصلي موخه په افغانستان كي د كرني پراختيا او ښه والى دى. د افغانستان د كرني د وزير د وينا له مخې، د دي پروګرام په اساس غواړو چي د غنمو په توليد كي بي پري لوړوالى راولو.
رحيمي په دي اړه وويل: ((تاسي به په هېواد كي د غنمو د توليد د وضعيت د ښه والي شاهد و اوسۍ. موږ سږ كال په هېواد كي د دري نيم ميليونو ټنو غنمو توليد درلود، خو موږ هيله لرو چي دا كچه څلور نيم ميليونو ته لوړه كړو.))
رحيمي وايي په تېرو اوو كلونو كي د هېواد د كرني برخي ته سمه پاملرنه نه وه شوې. سره د دي چي افغانستان ښي د اوبو سرچيني لري خو بيا هم په سمه او كافي توګه ورڅخه ګټه نه ده اخيستل شوې.))
د افغانستان د كرني وزير وويل، د اوبو تر ۶۵ ډېري ذخيري د اوبو لپاره د يوه منظم پلان د نه درلودو له امله بي ځايه ځي. نوموړي بي بي سي ته ويلي، چي د دي اوبو ډېره برخه د اوبو د راوتو له ځايه تر كښتونو پوري ضايع كېږي.
د روان كال د دلوي د مياشتي په اوولسمه نېټه د كرني وزير د ولايتونو د كرني له مسولينو سره په كابل كي د دري ورځني سيمينار په مهال وويل، چي د دي سيمينار موخه په هېواد كي د غذايي رژيم لپاره د نوي پروګرام د طرحه كولو لپاره ده، چي له امله به يي ښي پايلي لاس ته راشي.
د كرني وزارت چارواكو د كرني په برخه كي د نوي پروګرام چي له بزګرو سره مرسته او د هغوى د ستونزو اوارول په كي شامل دي خبر وركړ.
نوموړي ټينګار وكړ: تر دي وړاندي د هېواد بزګرو ته پاملرنه نه وه شوي او همدارنګه نړيوالي ټولني هم په دي برخه كي پانګونه نه ده كړي ښاغلي زياته كړه چي دا وزارت هڅه كوي چي په دي لاره كي اساسي ګامونه واخلي.
د ده د وينا له مخي به د افغانستان د غذايي امنيت پروګرام لږ ځمكه لرونكو بزګرو ته ډېره پاملرنه ولري، او همدارنګه دولت له بزګرو سره د مرستي لپاره سبسايډي د اوږدمهاله او لنډمهاله قرضو وركړه هم په نظر كي لري.
نوموړي همدارنګه څرګنده كړه: دا چي ډېر كرنيز توكي د سردخانو د نشتوالي له امله له منځه ځي، د كرني وزارت هڅه كوي، څو په هر ولايت كي د كرنيزو توكو لپاره د كرنيزو توكو د بسته بندي كولو مركزونه جوړ كړي، سوداګريزي آسانتياوي رامنځ ته كړي او هغه كرنيزي ځمكي چي تر اوسه پوري نه دي كرل شوي بزګرانو ته وركړي.
نوموړي څرګنده كړه: د دي سربېره به په راتلونكي كي د بزګرانو لپاره د كرني د ترويج په برخه كي د زدكړي مركزونه جوړ كړي، د كرنيزو محصولاتو لپاره به وړ ذخيري جوړي كړي او په هر ولايت كي به د مال لرونكو لپاره حمايوي پروګرامونه او د ميكانيزه مركزونو په رامنځ ته كولو كي مرسته وكړي.
سره د دي د كرني وزير ټينګار وكړ: چي د دي پروګرام د غذايي امنيت د تامين او له بزګرانو سره د مرستي لپاره به چي په ۱۳۸۸ لمريز كال كي عملي كېږي۲۰۰ ميليون ډالرو ته اړتيا ده.
نوموړي هيله څرګنده كړه چي نوموړي اندازه پيسي به د ماليي وزارت له ملي بوديجي څخه د كرني وزارت ته وركړل شي او د نوي پروګرام په عملي كولو سره به په افغانستان كي راتلونكى كال د كرني له پلوه يو ښه كال وي. نوموړى زياتوي، په هېواد كي تر دي دمه د اوبو اورښت سطحه ښه وه نو له دي امله به په راتلونكي كال كي للمي غنم هم په پرېمانه توګه وكرل شي.
د كرني وزارت سلاكار سمين د مېوو او نورو كرنيزو توكو د كيفيت د ښه والي په اړه وايي: ((موږ بايد لومړى دا مالومه كړو چي څوك زموږ محصولاتو ته اړتيا لري، چي په دي برخه كي د ارزښت وړ خبره داده چي د خپلو توليداتو كيفيت بايد لوړ كړو. دولت بايد له بهرنيو موسساتو او دولتونو سره قرارداد لاسليك كړي، لكه سږ كال چي انار په ډېره لوړه كچه بهر ته ولېږل شول، په همدي ډول د نورو محصولاتو په برخه كي هم هڅه وشي او په اړه يي له بهرنيو هېوادونو سره قرارداد لاسليك شي.))
د افغانستان د کرني وزارت وايي چي سږ کال په ټول افغانستان کي تر دريو ميليونو د ډېرو نيالګيو د كېنولو پروګرام لري، چي نژدي يو نيم لک به يي په کابل او په ځانګړي ډول قرغه کي كېنول شي.
له دي ټولګي څخه به يو ميلون نيالګي د سيمه ييزو شورا ګانو له خوا پر عامو خلکو ووېشل شي.
همدا راز د کرني او مالدارۍ وزارت په پام کي لري چي د امو سيند پر څنډه هم په زرګونو نيالګي وکري.
د افغانستان د کرني او مالدارۍ وزارت د ځنګلاتو د برخي مشر حضرت حسين خاورين بي بي سي ته ويلي، چي سږ کال د نيالګيو كېنولو تګلاره پنځه برخي لري:
((يوه ستراتيژي دا ده چي موږ په دولتي سطحه په ټول افغانستان کي ۴۱۴ زره نيالګي ږدو، له دي جملي څخه به ۱۳۳ زره په کابل او نور پنځه زره به يي د عشر په ورځ په قرغه کي کېږدو، چي په دي ورځ به په ټول افغانستان کي يو لک نيالګي کېښودل شي، په درېيمه ستراتيژي کي به يوميليون اووه سوه اتيا زره نيالګي په ټول افغانستان کي کېښودل شي.))
ښاغلى خاورين وايي چي خلک په ټول افغانستان کي دغه څه د پاسه يو ميلون نيالګي د سيمه ييزو شوراګانو په منځګړيتوب په ولايتونو کي د کرني له حکومتي څانګو نه تر لاسه کولاى شي، سربېره پر دي حکومت په پام کي لري چي د دغو نيالګيو کېنونکو سره د نړيوال خوراکي پروګرام ياني ډبليو ايف پي له مرستو نه د خوراکي توکيو لاس هم وکړي، خو وايي دغه سازمان تر اوسه يوازي ژمنه کړي ده.
د کرني او مالدارۍ وزارت وايي سربېره پر دي څلورمه تګلاره دا ده چي يو ميلون نيالګي به د كېنولو په موخه د افغانستان بيلابيلو وزارتونو ته وسپارل شي او پنځمه ستراتيژي د كليو پراختيا په ګوته شوي ده.
چارواکي وايي چي د دي چارو لپاره بوديجه په لاس کي نه لري خو له حکومته يي څه له پاسه يو ميلون ډالر غوښتي دي او د خوراک نړيوال سازمان هم د مرستي سينه وهلي ده. چارواکي وايي چي کوم نيالګي په حکومتي کچه کرل کيږي دوى يي د ساتني او پالني لپاره ژمن دي، په تېر کي نيوکي کېدي چي نيالګي کينول کېږي خو ساتنه يي نه کېږي له دي کبله بيرته وچېږي.
افغانستان په اوس وخت كي د غلي له شديد كمښت سره مخ دى، ځينو مرسته كوونكو خبردارى وركړى، چي په هېواد كي د خوراكي توكو كمښت د ډېرو كسانو ژوند له ستونزو سره مخ كړى دى.
نړيوال خوراكي پروګرام په افغانستان كي خبر وركړى چي په دي هېواد ۹ ميلونه كسان سملاسي خوراكي مرستو ته اړتيا لري.
په روان لمريز كال كي د افغانستان دولت له نړيوالي ټولني څخه غوښتنه وكړه، چي له دي هېواد سره د خوراكي توكو د كمښت د مبارزي لپاره د ۴۰۰ ميليونو ډالرو مرسته وكړي.
اخځليكونه:
بي بي سي پښتو وېبپاڼه
د آوا آژانس كابل
د باختر اونيزه