د ننګرهار پوهنتون ريئس د محصلينو د ستونزو په اړه له مرکې ډډه وکړه.
ستاسو پوښتنې او د چاروا کو ځوابونه
په تېره ګڼه کې مو د ننګرهار د پوهنې ريئس ښاغلي محمد اقبال عزيزي سره د نړۍ مرکه ولوسته، ددې ګڼې لپاره مو د ننګرهار پوهنتون ريئس پوهندوى امان الله حميدزى اعلان کړى و. ډېرو ورونو خپلې پوښتنې او نيوکې رالېږلې وې، خو له بده مرغه چې مونږ د حميدزي صيب د ژمنې سره سم، له څو ورځو انتظار وروسته هم د هغه جناب په ليدو مشرف نشو. له بېلابېلو ټليفونونو مو زنګونه ور ووهل خو د نه ok کولو له امله زمونږ هڅو کومه ګټه ونه کړه. مونږ له تاسو ګرانو لوستونکو څخه په بخښنه غوښتنه د اوس لپاره ستاسو رالېږلې پوښتنې او نيوکې پرته له ځوابه خپروو. هيله ده چې په راتلونکې کې ستاسو رالېږلو پوښتنو ته د ځوابونو په موندلو بريالي شو. په هر حال د راتلونګې ګڼې لپاره غواړو چې د ښځو د نړيوالې ورځې په پلمه د ننګرهار د ښځو چارو ريئسې اغلې شيلا بابري دېرې ته ورچکر شو. که تاسو خويندې او ورونه له هغې محترې څخه کومه پوښتنه، ياپرې نيوکه لرئ، نو د نړۍ ادارې ته يې د ليک، ټليفون او يا برېښليک په واسطه راواستوئ. نړۍ به د خپلو خلکو او چارواکو تر مينځ د يوه ارتباطي پل په توګه ستاسو پوښتنې او نيوکې د مرکې په بڼه له هغې سره شريکې کړي او د هغې ځوابونه به په راتلونکې ګڼه کې خپاره کړي. انشاءالله٠٧٨٦٣٩٦٠٨٠، ٠٧٧٢٢٧٩٧٨٦ naray_weekly@yahoo.com
د لوستونکو رالېږلې پوښتنې
هجرت الله بختيار د ادبياتو له پوهنځي څخه په رالېږلي ليک کې ليکلي: ((د ننګرهار پوهنتون کې د بورسونو مسئله بيخي پټه او ګونګه ده، ولې د نورو پوهنتونونو په څېر محصلين بهرنيو هېوادونو ته د زده کړو لپاره نه استول کيږي؟ ځينې خلک وايي چې د لوړو زده کړو وزارت له ننګرهار پوهنتون سره تعصب کوي او ځينې نور بيا وايي چې وزارت بورسونه راليږي خو د پوهنتون ريس په پټه خپل خپلوان او دوستان ليږي، حقيقت څنګه دى؟))
د ګمرک له رياست څخه عبدالله بدلون ليکلي: (( څه موده وړاندې د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځى د پيداګوژي انسټيټيوت ته راولېږل شو او د پيداګوژي انسټيټيوټ له منځه يوړل شو. اوس په دې نږدې وختونو کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د ان سروېس څانګه هم د پوهنتون د رييس لخوا ختمه کړل شوه او علت يې دا وښودل شو چې پخواني ټوپکوال په کې زده کړې کوي. نو د ريس نه مې پوښتنه داده چې که فرضاً حقيقت همداسې وي چې پخواني ټوپکوال په کې زده کړې کوي ، ايا دا بده خبر ده چې يو څوک د ټوپک پر ځاى کتاب او قلم ته مخه کړي؟ بله دا چې د هېواد په نورو ولايتونو کې خلک لګيا دي، هڅه کوي چې نوي پوهنتونونه او علمي مرکزونه جوړ کړي، له تاسو محترم نه خو دداسې کوم خدمت تمه نه ده پکار مګر خداى ته وګورئ چې هغه پخواني موجود علمي مرکزونه خو مه رابندوۍ . که د ننګرهار ولسونو ته خدمت نشې کولى لږ تر لږه خيانت خو ورسره مه کوه.))
د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي څخه د انتظار په نامه يوه ورور ليک رالېږلى،هغه ليکي (( له ريس صيب مې دا پوښتنه داده چې په هر ټولګي کې تر ٢٠٠ ډېر محصلين په زده کړو بوخت دي مګر صنفونه تنګ دي او دومره محصلين په کې نه ځاييږي. ولې ورته نوي ټولګي نه جوړيږي په داسې حال کې چې د محصلينو زياتوالى د درس خنډ ګرځي.))
د ننګرهار د مهاجرينو او راستنېدونکو له رياست څه اجمل يقين ليکي: (( تاسو ته به څرګنده وي چې د هېواد نور پوهنتونونه لکه کابل، هرات او … په انټرنټ کې خپل سايټونه لري چې په کې د نوموړو پوهنتونونو په اړه ډېر ګټور معلومات خپريږي، د ننګرهار پوهنتون له ريس نه مې پوښتنه داده چې دغه پوهنتون چې د هېواد په کچه دوهم ستر پوهنتون ګڼل کيږي ولې خپل وېبسايټ نه لري؟ داسې يو ستر اکاډميک مرکز بايد چې خپل سايټ ولري. د ننګرهار پوهنتون رياست لکه د محصلينو د نورو ستونزو د حل په څېر ددې خدمت په ترسره کولو کې هم پاتې راغلى. نه پوهېږم چې د پوهنتون ريس ولې دومره ويده دى او خداى خبر چې دده خوبونه به کله پوره کيږي چې لږ يې د محصلينو ستونزو او د ننګرهار پوهنتون اړتياو ته پام شي. له بده مرغه چې له ريس صيب نه نور هر څه هېر شوي او يواځې د سيکولر نظريې او غربي کلتور خپرول يې خپله دنده ګڼلې ده.))
د ننګرهار پوهنتون د حقوقو پوهنځي يو استاد چې د نوم له څرګندولو يې معذرت غوښتى ليکلي: (( د سياسي اړيکو پالنه ډېره زياته ده. هر استاد خپل سياسي لوري ته محصلين راکاږي او خپل مخالف سياسي لورى له ستونزو سره مخ کوي. په دې برخه کې کمونستانو او نورو ډيموکراټو ډلو ته ازادي ورکړل شوى خو هغه خلک ځپل کيږي چې د خپل کلتور او مذهب غوښتونکي دي. د بېلګې په توګه څه موده وړاندې د ننګرهار پوهنتون نه ډېر استادان او محصلين د سياسي فعاليت په تور نورو پوهنتونونو ته بدل کړل شول چې ټول هغه خلک وه چې سياسي فعاليت نه بلکې د پتلون پر ځاى د خپل ملي لباس او ملي کلتور غوښتونکي وو.))
د انجينرۍ پوهنځي څخه انجينر شاکر حقپرست ليکلي : (( د ننګرهار پوهنتون ريس په رياست کې بيخي نه وي، که وي هم د رياست دروازې يې د ځان پسې بندې کړي وي. د ريس صيب نه مې پوښتنه داده چې دا هلته څه کوي، ايا زړه يې نه تنګيږي؟ ))
د ننګرهار د طب له پوهنځي څخه د عرب په نامه ورور ليکي: (( ستاسو په مخکې ګڼه کې مې ولوستل چې په راتلونکې ګڼه کې به د ننګرهار پوهنتون ريس امان الله حميدزي سره مرکه لرئ ، خو له تاسو څخه هيله مند يم چې داسې مرکه ورسره وکړئ لکه څنګه مو چې په تېره ګڼه کې د پوهنې ريس اقبال عزيزي سره کړې وه. يعنې حقيقت ويلو ته يې مجبوره کړئ. زه د ښاغلي ريس څخه څو پوښتنې لرم هيله ده ريس صيب څخه څو پوښتنې لرم. هيله ده چې ستاسو په واسطه ددې پوښتنو ځوابونه ولولم. اول: پوهندوى دوکتور امان الله حميدزى صاحب! تاسو يو علمي شخصيت ياست کچېرې دا چوکۍ د علم او لياقت په اساس درکړل شوي وي نو د نورو پوهنتونونو د ريس صاحبانو په شان خپل مسلکي مضمون په مربوطه پوهنځي کې ولې نه تدريسوې ؟
لکه د خوست پوهنتون ريس صاحب چې د کيميا مضمون مسلکي استاد دى او د هماغه پوهنتون د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې د کيميا تدريس کوي، ته ولې دا کار نه کوې؟ سره له دې چې درې معاونين هم لرې. دوهم: جناب ريس صاحب! ټولو ته څرګنده ده چې د ننګرهار ولايت امنيت د خوست په نسبت يو په سله ښه دى مګر د خوست پوهنتون ريس بېدون له ټوپک او پوليس څخه په ټول ښار کې ګرځي، ته خو ښار پرېږده چې د پوهتون انګړ کې او د خپلې شعبې په مخکې هم له پوليسو سره ګرځې، دا ولې؟
دا کوم علمي مرکز دى او که د امنيې قومنداني يا قول اردو؟ ښاغليه ته پوهېږې چې له همدې امله ډېر محصلين له تا سره خپل مشکلات نشي حل کولى. درېيم: ريس صيب اورېدلي مې دي، بلکې ليدلي مې دي چې واسطې ډېرې ښې منې او د واسطو والاو ته کارونه د هغوى په خپلو دفترونو کې اجرا کوې. که دروغ درته وايم لږ فکر وکړه چې دې مياشت کې دې څو عريضې د نورو چارواکو په ادارو کې امضا کړي دي؟ او بله دا چې وکيل صاحبان دې هم ډېر خوشاله ساتلي دي ځکه چې د اقتصاد پوهنځي ريس صيب چې د کومې عريضې څخه معذرت غوښتى و تا د وکيل صاحب په ټليفون هغه کار وکړ او بل محصل چې وکيل يا چارواکى نه پېژني په مياشتو مياشتو موافقې پسې کړيږي خو موافقه ورسره نه کيږي. دا ولې؟
د کرنې پوهنځي نه يو بل ورور د قهار په نامه ليکي چې (( ولې د کرنې پوهنځې محصلينو ته
عملي درس نه ورکول کيږي، د کرنې د پوهنځي محصلين ورته ډېره اړتيا هم لري. په داسې حال کې چې که د نورو پوهنځيو لپاره د عملي درس وسايل نه شته د کرنې پوهنځي لپاره خو له تاسو سره د عملي درس وسايل هم په لاس کې شته.))
د خوګياڼو ولسوالۍ څخه نورالله خوګياڼي ليکلي: (( زه د پوهنتون له ريس څخه نه، بلکې د ننګرهار له والي او نورو لوړپوړو چارواکو څخه پوښتنه لرم. ټولو ته معلومه ده چې د ننګرهار پوهنتون ريس د امريکا تابعيت لري، نو خود به له افغانستان څخه د امريکا ګټې مهمې وي، ولې يو افغان د رييس په توګه نه ټاکل کيږي چې افغانانو، د افغانانو دين او کلتور ته خدمت وکړي.))
زما نوم ګل رحمان رحماني دى د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو څانګې د درېيم کال محصل. زه غواړم دوه خبرو ته اشاره وکړم چې يوه له هغو د چپټرونو زوړ مېتود دى. مونږ وينو چې په کابل او نورو سيمو کې د کرېډټ سيستم رامنځته شوى خو مونږ تر اوسه د چيپټر په مرض اخته يو. او چپټرونه هم ټول د هماغو زړو موادو څخه ډک دي، د نويو غوښتنو سره سم مواد نه لري. مثلاً که ادبياتو ته راشو نو اوس هم هماغه د لس کاله وړاندې درسونه دي. کوم نوى والى نه لري. بله غټه خبره د علمي سفرونو ده چې محصلين بايد علمي سفرونه وکړي. مثلاً مونږ د نړۍ ادبياتو کې ډبرليکونه وايو، پخوانۍ کتيبې او اثار لولو خو صرف د کاغد په مخ چې په فلانکي ځاى کې موجود دي، نور د پوهنتون چارواکي په دې کيسه کې نه دي چې محصلين بوځي او له نږدې يې ورته وښيي او هغه سيمه په خپلو سترګو وګوري او په هغه درس يې يقين وشي، څېړنې وکړي او نور معلومات تر لاسه کړي. د پوهتون رياست په دې برخه کې غټ کار کولى شي، د وزارت نه غوښتنه کولى شي. صرف ددوى نه يې نه غواړو ، دوى بايد زمونږ غوښتنې وزارت ته رسولې وې خو دوى په دې برخه کې بيخي تمبلي کړېده ، دې برخې ته يې پام نه دى کړى چې بالاخره به په همدې ډول فارغيږو.
د کرنې له پوهنځي څخه اجمل حقيقت ليکي: (( د ريس صيب له راتګ سره د غريبو خلکو زامن بيخي څوک نه يادوي ، د بډو اخيستلو او واسطو کار ډېر زيات شوى او کله چې د کرنى پوهنځي کې د رشته بندۍ وار راشي نو د غريبو خلکو زامن ټول انيمل ساينس او د مالدارو خلکو زامن د هرټيکلچر څانګې ته لېـږدل کيږي.))
د ننګرهار د ښاروالۍ څڅه اجمل پهنان ليکلي (( ځيني وخت د پوهنتون محصلين ستاسو په ضد لاريونونه کوي علت يې څه دى؟ يو شمېر محصلين ددې کار لامل دا بولي چې تاسو ځيني کارونه د اسلام خلاف دي. د بېلګې په توګه د پوهنتون له لوحې نه مو د اسلامي ټکى لرى کړى و، همدارنګه ويل کيږي چې يو محصل عريضه دروړې وه او په سر يې ليکلي و چې د ننګرهار اسلامي پوهنتون ريس صاحب ، تا هغه عريضه شکولې وه چې دا (اسلامي) دې ولې ليکلى دا پوهنتون دى او که مدرسه، ايا همداسې ده او که نه؟))
زه عبدالرحيم غازي نومېږم د ښوونې او روزنې پوهنځي د ادبياتو څانګې د دريم کال مجصل يم. سره له دې چې په مجموع کې د افغانستان پوهنتونونه د ليليو مشکل لري خو مونږ په يوه کوټه کې زيات شمېر محصلين دېره يو . شل او دوه ويشت کسه يو ځاى ژوند کول او په يو فکر راټولېدل يوه ګرانه خبره ده. بل د طعام خورۍ او ډوډۍ مشکل دى، باور وکړۍ که بل څوک مو حال وويني نو هغه ته به نه منونکي وي چې محصلين دې داسې ژوند او داسې خوراک ولري . دومره مشکل دى چې مونږ يې په خوله نشو راوړى. هيڅ اسانتيا نه لرو، مونږ چې خپل پوهنځى ګورو نو د دردونټې پوهنتون خو بيا هم ډېر ښه دى، نظم او نظافت په کې شته. نو جناب ريس صاحب نه نورې پوښتې څه په کار يواځې دا به ترې وپوښتم چې ايا زمونږ له حاله خبر يې او کنه؟
د سردار ولي په نوم يو ورور د حقوقو له پوهنځي څخه ليکي (( پوښتنه مې داده چې دلته خو د ننګرهار اسلامي پوهنتون يو محصل هم له تاسو خوشحاله نه دى ، نو ولې استعفا نه کوې ؟ ولې په داسې ځاى کې دنده نه اخلې چې هلته خلک په تاسو خوشحاله وي او ستا لپاره هم دا ښه چې په داسې ځاى کې دنده ولرې چې خلک يې ټول ستاسو په څېر ډېموکرات وي.))
زه مسعود اليشنګي يم او د ښوونې او روزنې د پوهنځي يو محصل يم زما او د ټولو محصلينو يو مشکل د کتابتون نه شتون دى. تاسو پوهېږې چې په بازار کې کتابونه نشته يا که وي هم ډېر ګران دي په پوهنتون کې هم کتابتون نشته او ځوانانو ته دا اسانتيا نه ده برابره شوې چې خپل استعداد ته رشد ورکړې.. مونږ دلته کتابتون لرو خو د ګوتې په شمېر کتابونه په کې دي او هغه هم يواځې د استادانو په واک کې دي، فکر نه کوم چې زمونږ کوم محصل ورنه ګټه اخيستي وي. زه فکر کوم چې د افعانستان د نورو پوهنتونونو په نسبت د ننګرهار پوهنتون ښۀ استادان او ښه درس لري. خو چې د پوهنتون رياست يې ستونزو ته پام وکړي نو ددې پوهنتون محصلين به د ټولنې د خدمت کولو وړ وګرځي لکه په نورو ولايتونو کې چې کتابتونونه او انټرنټ شته او د هغې پوهنتونونو چارواکي غواړي چې محصلينو ته ډېرې اسانتياوې اماده کړي.
په سر كي د لراو بر بريښنا پاڼي كاركونكو او ټولو
افغانانو ته خپلي نيكي هيلي او سلامونه وړاندي كوم.
په پورته ځاي كي مي ولوستل ښاغلي هجرت الله ليكلي ول چي د ننګرهار د پوهنتون سره د
بورسونو مرسته نه كيږي او محصلين نورو هيوادونو ته نه استول كيږي. زه ددغه ورور سره
همغږي نه يم ځكه چي زه پخپله د ننګرهار د پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د څانګي
څخه فارغ شوي يم او په ۲۰۰۶ كال چي د جرمني د هيواد څخه ۴۰ بورسونه راغلي ول نو د
ننګرهار د پوهنتون څخه هم ۹ تنه كانديد شوي ول چي د بده مرغه صرف ۴ كسانو وكولاس
شول چي په ازموينه كي بريالي شي چي زه هم د هغه كسانو د ډلي څخه يم او اوس خپله
ماسټري د جرمني د ارفورت په پوهنتون كيد د پاليسي جوړوني په څانګه كي اخلم.
كه دغه ورور ددي نيت لري چي خپلي لوړي زده كرړ وكړي
نو د اپريل په مياشت كي د جرمني د هيواد څخه يوه ډله د ننګرهار پوهنتون ته راځي او
د ټول افغانستان څخه ۱۵ تنه نور محصلين هم د ماسټري لپاره د ځانه سره راولي. كه هر
محصل چي ددي تمه ولري نو بايد په انګليسي ژبه پوره بلدتيا ولري او داسي نوري لاري
چاري هم شته چي وكولاي شي خپلي ستونزي حل كړي. او كه كوم ورور غواړي چي پوره
معلومات غواړي نو زما سره دي اړيكه ونيسي.
زما د تيليفون شميره ده ۰۰۴۹۱۵۲۲۵۹۸۸۰۴۸ او يا هم زما په بريښنا ليك پته باندي دي
ماته بريښنا ليك (sayer_nn@yahoo.com) وكړي.
مننه
سيد نعمت الله ثاير له جرمني څخه
*
wrooroono salamoona
da aksaryatoo wroonoo pooshtani deer safa poshtany wee aw dee..zawar sara hamnazara yem…
ټولو اسلامی ورونو او خویندو ته سلامونه
ټول هغه محصلین چه د ننګرهار پوهنتون سره اړیکه لری پدی حقیقت پوهیږی چه د ننګرهار پوهنتون په ټولو څانګو کی سم لیدرشپ نه لری بلکه د ناکاره مشرانو دلاسه خو لا نزدی ده چه دننګرها ر پو هنتون ته د لیسی لقب ورکړل شی ددی پر ځای چه خارجی بورسونه تازه ځوانانو استادانو ته ورکړل شی زاړه او اکسپایر کسان پری لیږل کیږی چه اینده کی افغانستان ته هیڅ ګټه نشی رسولی او د با صلاحیته اشخاصو د لاری خنډ ګرځی د