کور / خبرتیا او پيغامونه / د پښتونخوا له زړه نه نوې پښتو ويبپاڼه [ګران وطن] پر ليکه سول

د پښتونخوا له زړه نه نوې پښتو ويبپاڼه [ګران وطن] پر ليکه سول


 www.granwatan.com

سلامونه او نېکي هيلې ومنئ !
پر نړي وال جال باندې دگرانې پښتو ولمن ته داده يوه بله ويب پاڼه هم ورننوته دا ويب پاڼه خو هسې پر يويشتم فروري چې دمورنۍ ژبې نړيواله ورځ وه پر ليکه شوه خو تراوسه يې ټرايل روان وو اوس مو په کاميابۍ سره پرانيستله ددې ويب پاڼې دلنډې پېژندنې په اړه يو څو کرښې :


سرپاڼه : دويب پاڼې په سرپاڼه کې تازه راپورونه،مقالې، سياسي، ادبي،کلتوري اوهنري مالومات،پښتو سافټ وېرونه او ليکبڼې او نور څه هم ځای شوي دي چې ستاسې دلېوالتيا لامل به وگرځي

ادبيات : په دې پاڼه کې د پښتو ادبيات دوې لوې برخې لکه دشعر او نثر بېلابېل ژانرونه وړاندې شوي دي لکه نظم، غزل، ټپې، کاکړۍ، داتڼ غاړې، څېړنې، تنقيدي اثار، ناولونه، لنډې کيسې، متلونه، خوږکۍ او نورډېر څه

ليکوالان : په دې پاڼه کې دپښتو ليکوالان او شاعرانو انځورونه ، لنډه پېژندنه، ټيلي فون شمېرې او برېښناليکونه وړاندې شوي دي چې پکې به له وخته سره سره زياتوب کېږي

کتابتون : داوخت دگران وطن ويب پاڼې له ادارې سره تراويا زيات پښتو برېښنايي کتابونه دي چې في الحال مو يوازې اوشل کتابونه د کتلو او کښته کولو لپاره پر ليکه کړي دي نور به ډېر ژر پر ليکه شي

انځورونه : په دې پاڼه کې دافغانستان او پښتونخوا دبېلابېلوسيموتردرې سوه زيات غټ سايزا نځورونه پر ليکه شوي دي چې نور به ډېر ژر پرليکه شي

موسيقي : په دې پاڼه کې داوخت دڅوارلسوسندرغاړو نزدې نيوي په زړه پوري سندري پر ليکه شوي دي چې نورې به هم ډېر ژر پر ليکه شي

مرکې : په دې پاڼه کې به دپښتنو ليکوالانو، شاعرانو، سندرغاړو، ټي وي فنکارانو،سياستدمدارانو او نور مخورو پښتنومرکې وړاندې کېږي داوخت اته مرکې پر ليکه شوي دي چې پنځه مرکې نورې پر ليکه کېدو ته چمتو دي

ويب پاڼې : په دې پاڼه کې د بېلابېلو کېټيگريو ترنيوي زياتو پښتو ويب پاڼو لنکونه ورکول شوي دي چې زمو ږگران وړونه به پر نړيوال جال دپښتو نړۍ نوره هم پراخه وويني

ستاسې وکومک او مرستې ته سترګې په لار

له تاسې څخه په ډېره عاجزي داتمه کوو چې ستاسې په ويب پاڼه کې دګران وطن ويب پاڼې لنک ورکړئ يا يې دويب پاڼو په لسټ کې وراضافه کړئ

نور نو ستاسې وخت ډېر نه اخلو ،ستاسې د بريا و سوکالۍ په هيله

دگران وطن ويب پاڼې اداره

www.granwatan.com

موږ ته پر دې درک برېښنا ليک راواستوئ !

webmaster@granwatan.com

دپښتودلاسمسورتياپه هيله دابرېښناليک خپلو دوستانو ته ورواستوئ !  

تبصره نسته

  1. دګران وطن ويب پاڼې ټولو کارکوونکو او چلوونکو ته خپل سلامونه

    واقعا چي په ګران وطن مو ډېر زيار او زحمت کښلئ دئ، چي ستاسي د اخلاص او سپېځلي
    ارمان په مانا دئ .

    ما چي تر اوسه څومره سايټونه ليدلي دي، نو دهغې د تجربې پر اساس ويلائ سم چي ستاسي
    په سايټ کي ما د کوم بل پرمختللي سايټ په څېر کمانډونه و نه ليدل، لکه د غورځنګ ډاټ
    نيټ يا پوهاندوست ډاټ کام چي په خپلو سايټونو کښي د جوملا مفت سايټي سيسټم ( JOOMLA
    CMS) څخه کار اخيستئ دئ، نو تاسي هم که د http://www.joomla.org څخه يو ښايسته د سايټ مفت
    سيسټم CMS کښته کړئ او د سايټ يو ښايسته ډيزاين له دغه http://www.joomla24.com څخه کښته
    کړئ نو ستاسي قېمتي وخت به د اوس په پرتله ډېر لږ مصرفيږي او … او يا کولائ سئ چي
    د نورو پښتو ويبپاڼو څخه پدې اړه مشوره واخلئ .

    او ستاسي د سايټونو په برخه کښي د طلوع افغان اخبار سايټ پته (http://www.kandahartv.com/toloafghan.php)
    ده او د talafghan.com د سايټ سره کوم تعلق نلري .

    بريالي اوسئ ! تواب له لندن څخه

  2. ماشاالله . ښايسته ويبپاڼه ده الله دي د بل چا د مريتوب څخه وساتي .

  3. ماشالله ډیره په زړه پوری ویپاڼی ده الله تعالله موکامیاب لره چی ګرانی پشتو ته خدمت وکړی

  4. دیر حوشحال شوم چی یوه بله پشتو ویب پانه اضافه شوه . او د پشتو یو بل خدمتگار زیاد شو . تا سی ته کامیابی او سرلوری اوبریا وی غوارم.
    http://www.sapand.blogfars .com
    نصیراحمد Sapand

  5. دګران وطن دويبپاڼي درنو چلوونكو په سلامونو مو لمانځم.

    ډېر خوشاله شو م چې دګراني پښتوژبي ولمن ته يوه بله په زړه پوري ويبپاڼه ورولېده او هيله منديم چې دپښتو ژبي په پرمختګ اوسمسورتيا كې دنورو پښتو ويبپاڼو په شان ځلانده او روښانه وي.

    خداى دي وكړي چې دپښتو ادب لپاره په غټه پيمانه چوپړ وشي او دا هيله لرم چې دپښتو ادب تاريخي كتابونه په ځانګړي ډول دلرغوني دورې پرليكه كړئ ترڅو دګرانو وطنوالو او زده كړيالانو دخړوبتيا لپاره بسنه وكړي .

    دګران وطن دويبپاڼي دلا بريا په هيله
    سيد محمدشاه مشفق هلمند

  6. ګرانو دوستانو د نوې ویبپاڼې پرانستل لکه دیوې نوې لارې دپرانستلو په شان دې چې افغانان به وکولای شي خپله معلوماتی، علمی او ادبي راکړه ورکړه پرې تر سره کړي. خو خدای دوکړي چې دا نوې لاره دپخوانیو ځینو هغو په شان نه وي چې دګټورو توکو پر ځای وراسته او بې ګټې توکې زمونږ ځوانانوته ور ورسوي او د ګټې پر ځای هغوی ته زیان اړوي.

    له تاسو ددغې نوې ویبپاڼې له چلوونکو ځخه زما هیله داده چې هرڅه خپروی بایدپه هغه کې ادب، کرهتوب او ګرامر ته پام وشي او هر څه چې خپروی یوځل یې ولولی او که اړتیا وي بیا هغه څه چې خپروي له لیکوال سره یې په ګډه ایډت کړﺉ. دا خبره ځکه کوم چې ځینوکسانو دچا خبره لیکوالانو لیکنو دپښتون نوی پښت دخپلو دناسمو لیکنو له کبله دلیک لوست له بحران سره مخامخ کړی.
    بریالي اوسﺉ
    تفسیر خان

  7. گرانو د وطن ویبپانی محترمو کارکونکو او چلونکو ته د زره له کومی سلامونه او نیکی هیلی وراندی کوم. د ویبپانی په لیدو سره زیات خوشحاله شوم، دیر لوی او د قدر ور کاری مو کری دی .کامیابی او پرمختک درته د لوی خدای ج خخه غوارم،باید تول پشتان ویس شی، نور د کرسی لرو تورمخیو او د کرسی برو قزلباشو ته دا موقع ورنکری چی د دوی په راتلونکی او ژبه باندی لوبی کری.
    په کلیواله مینه

  8. د گران وطن چلوونکو او تولو پشتنو ورونو ته ددی ویب پانی مبارکی وایم هیله لرم چی پشتون قام ته په ّبه فرهنگی دگر کی په خدمت کولو کی خورا گتوره ثابته شی. مننه

  9. دگران وطن ويبپاڼي درنوچلوونکوته سلامونه اوښې چاري .
    داچي دگران وطن ويبپاڼه پرليکه سوه نو ددې ويبپاڼي چلوونکوته مبارکي وايم چي ددې نېک اقدام پرلوريي گام اوچت کړۍ او دپښتو دلاپياوړپيا او لاغښتلتيا لپاره يي لستوڼي رابډوهلي ورته ددغسي برياوو اوبرياليتوبونو په هيله
    خداي دي وکړي چي دغه ويبپاڼه ترپايه ويبپاڼه واوسي او چلوونکي داويبپاڼه دخپلومينه والولوستونکولوستلو او ورنه داستفادي اخستلوجوگه وگرځوي

    گران دي پرما گران دي پرما گران وطن
    کوردهرافغان دهرافغان وطن

    زه به قلمواله ترېنه سرکړم ځار
    دازما جانان افغانستان وطن

  10. ihopeuoallineandthesesniespeg