زموږ په ګران هېواد افغانستان کې له ډېرې کمې مودې راپه دېخوا دا نوې ديموکراسي راغلې ،که نه موږ يانې اسلامي نړۍ له ١٤٣٠ کلو راهيسته دانوې ،خو موږته زړه کليمه (ديموکراسي ) پېژندله او پېژنو .
اوس چې دې ديموکراسۍ په نوې بڼه زموږ په هېواد کې پښې خښې کړې ،نو يوه اندازه خلک په ډېره درنه او نورپاتې ورته په ډېره سپکه سترګه ګوري او علت يې هم دابولي ،چې غربي نړۍ په موږ پسې غربي ديموکراسي راوړې او بيا غواړي پرموږ يې په زور وتپي.
اصل خبره داده ،چې ځينو د ديموکراسۍ دنوم په اورېدلو بياداسې مټې راونغښتې ته به وايې ،چې اوسنۍ ديموکراسي يې په ټولنه کې پېړۍ پېړۍ خاپوړې کړې او ځانونه ددې په اصطلا نوې ديموکراسۍ المبرداران بولي .
دژورناليزم په برخه کې هم زياتو مټې راونغښتې او داسې يې فرض کړه ،چې بس له دې لارې کولى شي خپل جيبونه له ببر څڼو لوټونو پړسولى شي او ډېرو داسې وهم کړل ،خو داسې هم شته ،چې په دې سپېڅلې وظيفه (ژورناليزم ) کې يې خپلې تنکۍ ځوانۍ دخاورو او چينجو خوراک کړې .مطلب داچې مرګ خو حق دى ،خو داريښتوني، وطندوسته او وظيفه پېژندونکي د داسې کسانو له خوا په شهادت رسېدلي ،چې نه غواړي داسې څوک پيداشي ،چې حقيقتونه او واقعيتونه رابرسېره کړي او ددوى هغه نامشروع ګټې په خطرکې واچوي ،چې په غلته لار يې لاس ته راوړي .
وايي چې مطبوعات ديوې ټولنې څلورمه قوه ده او داقوه بيازيات خلک له هغو دريو واړو قوو ،چې يو هېواد يې لري قوي بولي ،خو متاسفانه زموږ په ټولنه کې څوک نه پيداکيږي ،چې له دې څلورمې قوې دې ملاتړ وکړي او په کراتو مراتو اورو ،چې په فلاني ولايت کې فلانى ژورناليست ،چې حقيقتونه يې رابرسېره کول او په حقيقي توګه يې دټولنې ترجماني کوله ،په مرموز ډول له منځه ولاړ او داسې څوک هم بيانه پيداکيږي ،چې ووايي دا چا او ولې وواژه او دولت ،خو بياوايي موږ پلټې کوو او مجرم پيداکوو،خو تراوسه به څوک نه وي خبر ،چې څوک دې په داسې تورنيول شوي وي .داخبره مې ځکه وليکله ،چې څه موده وړاندې د BBC نړيوالې راډيو يو تکړه ژورناليست عبدالصمدروحاني ،چې له هلمنده به يې خپلې رسنۍ ته دخپل مسلک مطابق حقيقي او واقعي رپټونه ورکول ،خو چاپرېنښود ، څو په خپله سپېڅلې دنده کې بريالى شي او په ډېره ظالمانه توګه يې شهيد کړ.
دا يانې روحاني خو ديوې نړيوالې پُرقوته او پُر قدرته ميډيا BBC کارکوونکى و ،چې يواځې پرې يو څوورځې چارواکو تشې خبرې وکړې ،نو نوربه څوک دې ته حاضر شي ،چې دا پټ رازونه او جرمونه چې دولتي او غير دولتي چارواکې يې کوي ،بربنډ کړي او که بياهم څوک حاضر شي ،نو ژوند به يې يوازې يو څو ورځې وي ،ځکه څوک شته چې بيا يې پوښتنه کړي .
اوس ټول هغه جنايتکاران ،چې ځانونه يې په جنايتونو کې ښکېل کړي په دې ښه پوهيږي ،چې که هرڅوک راپيداشي هغه له منځه وړل او بيا يې څوک پوښتنه هم نه کوي او دادى اوس يې په کندهار کې جاوېد احمداعظمي ،چې دژورناليزم په ډګر کې په دنده بوخت و،له بينه يو وړ ،نو اوڅوک به يې پوښتنه وکړي ،ځکه ټول په خپلو ټاکنيزو کمپاينونو کې تر پوزې ډوب دي او هره ورځ له يوه او بل سره دنويو وعدو او دندو پرسر سره سلا او مشورې کوي او بل مې له ژورناليستان هم داغوښتنه ده ،چې تر هغه له دولت سره پرېکون اعلان کړي ،چې ددې کسانو قاتلين يې نه وي پيداکړي ،ځکه دايوه ورځ نه ده،چې موږ دې له دې ډول کارونو سره لاس او ګرېوان يو.
نو په پاى کې که دالړۍ همداسې جريان ومومي ،نو ډېر زر ده ،چې دټولنې دا ژبهې ،چې ټولنه پرې ژوندۍ ده ،په بېخ کې پرې او بيا به دا ټولنه ګونګه وي .
مطلب داچې ژورناليستان به همېشه پټ رازونه پټ ساتي او يوازې به يو نوم ورپاتې وي ،لکه اوس ، چې ځينو ته ورپاتې دى (درباري ژورناليستان).
نو اې افغانانو ! که غواړۍ داژبې مو پرې نه شي ،نو تاسو هم راپورته شئ او دهغو کسانو په لټه کې شئ ،چې داژبې مو درپرېکوي .