په رسنيو كې مي دښځو دنړۍ والي ورځي دلمانځلو په اړوند خبرونه ولوستل،په هيواد او له هيواده دباندي ددغې ورځي دلمانځلو لپاره په شوو غونډو خبره شوم . دښځودحقونو دفاع كوونكو له دغه بېوزله ښځينه ټبر سره خواخوږۍ وښودې اودمباركيوګڼ پيغامونه ولېږل شول . دنړۍ دبېلابېلو هيوادونو ولس مشرانو،سياسي
اوټولنيزوشخصيتونو، ليكوالو،پوهانواو روڼ اندو دښځوله حقونو څخه ملاتړ اعلان كړاويوځل بيا په ټوله نړۍ كې دښځو سره دخواخوږۍ غږ پورته شو.
افغانستان هم يو دنړۍ له هغو هيوادونوڅخه دى چې دطالبانو دواكمنۍ له ړنګېدو راوروسته يوځل بيا وركي دښځو دحقوقوغږ پورته شوى او نړۍ واله ټولنه خودا په نړۍ كې يوه ښكاره بېلګه بولي چې په افغانستان كې ښځو ته حقوق ورګټلي او هغوى ته يې دكار ،سياسي فعاليت اوزدكړي كولو لار هواره كړې ده.زموږ ده هيواد چارواكي خو دا يوه داسي لاسته راوړنه بولي چې خپلې ډېري تېروتنې په پټه وي او ددغه هيواد هرسياست وال داسي انګيري چې ګواكې ښځو ته دكار او زدكړوحق ده برابر كړى دى .
افغان ولس مشر حامد كرزي هم تل په خپلو خبرو كې ورته ټكو ته ايشارې كړي دي او اوس يې هم دښځودنړۍ والي ورځي دلمانځلويوه غونډه كې وويل چې دحكومت پرمهال يې په هيواد كې دښځو ژوند ښه شوى دى. نوموړي په اضطراري لويه جرګه کې د ١٢ په سلو ، د اساسي قانون په لويه جرګه کې ٢٠ په سلو او د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې د څلوېښت په سلوکې ښځينه وو ونډه مهمې لاس ته راوړنې وبللې. ښاغلي كرزي وويل چې د ولايتي شوراګانو ٢٥ په سلو او د ولسي جرګې ٢٧ په سلو کې ښځينه جوړوي او دا شمېره يې د نړۍ د ځينونوروهېوادونو په پارلمانونو کې د ښځو شمېرو ته په پام سره يوه لوړه شمېره وبلله . كه څه هم دښاغلي كرزي دا خبري پخوا هم يادي شوي دي خوداخبره يې راته ډېره نوې وه چې په افغانستان كې دطالبانودواكمني له ړنكيدو راوروسته دښځواړوند لس زره قضيې په محاكمو كې فيصله شوې دي، دا رښتيا هم يوه ښه لاس ته راوړنه ده خو كه په دغو محاكمو كې دښځو سره انصاف شوى وي .
دښځو دنړۍ وال پيوستون په نوم له تېرو(۹۹)كلونو راهيسته غونډي كيږي او د(۱۹۷۷م)كال راوروسته ملګرو ملتونو رسمآ دمارچ اتمه دښځو دحقوقود ترلاسه كولودمبارزې نړۍ واله ورځ ونوموله .
زه ددغې ورځي پر ارزښت خبري نه كوم ځكه ډېرو درنو ليكوالو ورباندي ليكني كړي دي خو پر دې غږېږم چې موږ دافغانستان ښځو ته اصلآ دانسان په سترګه نه دي كتل شوي او حكومتونو مو هركله هغو ستونزو ته پام لرنه كړې چې په نړۍ واله كچه دوۍ ته څه امتيازات ورترلاسه كيدلاى شي . زه ددغه هيواد ديوې ښځينه وګړې په توګه ولسمشر كرزي، افغان سياست والو،وسله والو طالبانو، افغان ولس او نړۍ والي ټولنې ته دښځو ديوه ترټولو موهم اسلامي ، انساني او افغاني حق يادونه كوم.
ښاغلو!
زه په ټينګار سره ويلاى شم چې ټولي افغان مېرمني هغه غربي ډيموكراسې ته نه دي تيارې چې زموږ په هيواد كې ورته دلار هوارېدو كوښښ كيږي اوزموږ په ټولنه كي تر اوسه حاكم ټبر نارينه هم په بشپړه توګه په دې نه دى توانېدلى چې پخپله يا دخپلي كورنۍ په غړو زدكړي وكړي.
زموږ وسله وال طالبان وروڼه داسلام په نوم جګړه كوي خو داسلام له لور ي وركړل شوى دزدكړوحق ونارينه وو ته نه وركوي ښځي خو هسي هم په ټوله نړۍ كې محكوم ټبر بلل كيږي . وسله وال طالبان زموږ په هيواد كي ښوونځي سوځي او دلته واړه ماشومان په دې تور وژل كيږي يا ترټل كيږي چې ولي ښوونځيو ته ځي . زموږ په هيواد كي نارينه داغوغا كوي چې كار وه احل كارته نه دى سپارل شوى نو دښځو خبره خو هسي يو سياسي بحث دى او تر نورو مسلو ښه امتياز ورباندي اخيستل كيږي.
زموږ په هيواد كي له درولسيزو را هيسته سخته جګړه روانه ده او دې جګړې ددغه هيواد له هره وګړي څخه دژوند كولو حق اخيستى دى اودا خبره هم تر لمر سپينه ده چې په جګړه كې ترټولو زيات زيان ښځينه ټبر ته وراوړي.
زه دملګرو ملتونو دوروستۍ اعلاميې يادونه كوم چې وايي د(۲۰۰۸م)كال په اوږدوكې په افغانستان كې تر ۲۰۰۰دوه زرو زيات ولسي وګړي وژل شوي دي اوپه دغه رپوټ کې ويل شوي چې د افغان ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه په سلو کې تر ٣٩ لوړه شوې ده اودا هغه شميره ده چې ملګرو ملتونو ته مالومه ده يا په بله معنا هغ شميره ده چې تر رسنيو رسېدلې ده خو زه ديوې خبريالي په توګه ويلاى شم چې دا به ډېره زياته وي او كه زياته هم نه وي نو دا يوازي ولسي وګړي دي . په جګړه كې دښكيلو كسانو دمرګ ژوبلي كچه مالومه ول خو ډېر ګران دى ، هغه په دې چې كه دوسله والوطالبانو له لوري دافغان امنيتي ساتونكو او يا دافغان حكومت اونړۍ والي ټولنې له خوا دطالبانو دوژل شويو كسانو شميرې راڅرګندي شي نو دا به په يوه كال كي لسكونو زرو كسانو ته ورسيږي ، خو زه يواازي دملګروملتونو له لوري دهغې شمېرې خبره كوم چې دولسي وګړو دمرګ ژوبلي په اړه يې كړې ده.
تاسو فكر وكړئ څومره ښځي ژړېدلي دي ؟ دڅومره ښځو وروڼه ، خاوندان،زامن او نازولي وژل شوي دي ؟ ايا تاسو په دې خبر ياست چې څومره ښځي وژل شوي او او څومره نوري ټپياني شوي دي ؟
ښاغلې ولسمشره ،محترموافغان چارواكو، سياست والو، وسله والو طالبانو، او ده نړۍ زورورځواك (نړۍ والي ټولنې) كه تاسو رښتيا موږ ښځو ته افغاني ، اسلامي ، او انساني حق راكوئ او خپلو خبرو او وعدو ته وفادار ياست نو هر يو پر خپل ځاى داهڅه او وعده وكړئ چې نور ترخپله وسه ددغې رواني جګړې دپاى ته رسيدو لپاره پوره كوښښ كوئ . موږ ښځو ته دا مهال تر ټولو ډېره موهمه داده چې جګړه بنده شي او نور دهيواد ښځي ونه ژاړي . وروڼه،زامن،خاوندان اونازولي يې قرباني نه شي او كه دا كار وشي زه په ډاډ سره ويلاى شم چې دښځو حق په افغانستان كي وركړل شو.
خپلو اولادونو، دكورنيو غړواو نازولو ته وګورئ نور دخپلو ګټو په خاطر په دغه هيواد كي دجګړې اورته لمن مه وهئ اونور ددغه هيواد ښځي مه ژړوئ .
مننه