کور / تازه خبرونه / اوباما زوړ پوځي، د نوى ډيپلومات په توګه غوره كړ

اوباما زوړ پوځي، د نوى ډيپلومات په توګه غوره كړ


د امريكا د ولسمشر باراك اوباما په حواله خپاره سوي خبرونه وايي، چي نوموړى غواړي افغانستان ته يو پخوانى پوځي د سياسي استازي په توګه لېږي.
جنرال آيكن بيري تر ۲۰۰۱ كال وروسته په افغانستان كي د ايتلافي ځواكونو عمومي قومندان وو، چي امريكا وايي په دغه هيواد كي د ماموريت پر مهال فعاله او د دې هيواد په پېچلو مسايلو پوه او له ديني او كلتوري ازرښتونو څخه خبر وو.
جنرال بيري د پنټاګان له هغو جنرالانو څخه دئ، چي تل يې په قبايلي سيمو كي د القاعدې پر ضد د عملياتو غوښتنه كړې ده.
جنرال بيري چي نور يې له پوڅ څخه د تقاعد وخت رسېدلئ، د ولسمشر اوباما له خوا افغانستان ته د سفير په توګه لېږل كېږي.