کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دخپلواکۍ اتل که دقربانۍ …؟

دخپلواکۍ اتل که دقربانۍ …؟

له روسانو سره د جهاد پرمهال ارواښاد خان عبدالغفار خان ويل ، چې له روسانو سره جګړه اصلا پردۍ جګړه  ده او موږ يوازې په کې استعمالېږو. دا خبره هغه وخت پر ډېرو خلکو بده لګېدلې وه ، خو اوس يې ډېر خلک حق ګڼي.

خبره دا ده ، چې هغه جګړه ( د روسانو پر وړاندې جهاد ) که دهر چا په ګټه او ياتاوان وه ، وه به خو دا د افغان ولس حق او وجيبه وه چې له خپلې خاورې ، ناموس او عقيدې څخه دفاع وکړي او دا کار يې ښه په مېړانه او شهامت ترسره کړ.

.افغان ولس د آزادۍ لپاره ډېرې لويې قربانۍ ورکړې ، خو آزاد نه شواو بيا يې هم د هرکس او ناکس د غلامۍ کړۍ په غاړه کې ولوېدې، تردې چې اوس يې په خاوره کې د ګاونډيانو پر غير مستقيم حضور سربېره د شاوخوا څلوېښتو هېوادونو لښکرې پرتې دي او يو ځل بيا  د تاريخ له يو  بل زبرځواک سره لاس او پنجې نرموي. ښايي د افغانانو په تقدير کې به داسې ليکل شوي وي ، چې خامخا د وخت له زبرځواکونو سره اړم شي، هم ځان خراب کړي او هم سيال . د طالبانو له يو مشر څخه چا غوښتنه کړې وه ، چې د سولې لپاره يو څه انعطاف له ځانه وښيي، خو ده يې په ځواب کې ويلي و، چې :« يوځل له خيره امريکې ته ماته ورکړو بيا د چين او هندستان وار دی .»

مانا دا چې د افغانانو همدا دنده ده ، چې له زبرځواکونو سره به په خپل کور کې زور ازمايي کوي . زموږ يوه پياوړي جهادي مشر به هم دکورنۍ جګړې پرمهال ويل ، چې د کابل فتحه خو ډېره اسانه ده موږ اصلاً د بخارا او سمرقند په فکر کې يو ا ودا شعار يې هم ورکاوه چې شوروي مو پنځلس ټوټې کړ اوس د امريکې وار دی چی پنځوس ټوټې شي. دا شعارونه د افغاني احساساتو لپاره ډېر زړه راکښونکي دي ، خو راځئ چې مسايلو ته له يوه بل اړخ څخه نظر واچوو او همدا د جهاد اوآزادۍ خبرو ته له يوې بلې زاويې هم وګورو.

وايي چې يوه برتانوي د افغانستان د آزادۍ ورځې د لمانځلو په درشل کې له يوه افغان څخه پوښتنه وکړه ، چې دا ترتيبات د څه لپاره دي ؟ افغان په ځواب کې ورته وويل ، چې دا خو له انګرېزانو څخه د خپلواکۍ د ګټلو په وياړ دي، موږ يوه ورځ له انګرېزانو څخه او يوه ورځ هم له روسانو څخه د خپلواکۍ ورځ لرو.برتانوي په طنز سره ورته ويلي و ، چې موږ څومره بدمرغه ولس يو چې هېڅ د ازدۍ ورځې نه لرو.

زه وايم ، چې اصلي مېړانه او وياړ دا دی چی هېڅ يرغلګر او غليم ته اجازه ورنه کړو چې زموږ خاوره ترپښو لاندې کړي .له بده مرغه تل زموږ د کمزورو دولتونو او واکمنانو له شامته د سيمې او نړۍ زبرځواکونو لومړی زموږ خاوره نيولې او بيا افغان ولس په ډېرو خواريو،قربانيو او اکثراٌ  د خپلې خاورې د يوې برخې په بيه غليم له خپلې خاورې ايستلی او زموږ د وياړنو يوه لويه برخه دا ده ، چې څنګه مو د تاريخ زبرځواکونه لکه انګرېز ، چنګېز او روس مات کړي دي . زه خو وايم، چې که چېرې له موږ سره ډېر د زبرځواکونو د ماتولو شوق وي ، راځئ په دې فکر وکړو چې څنګه يې د دوی په خاوره کې مات کړو ، نه دا چې خپل هېواد پرې لوټه لوټه کړو.

ايا په دې اړه مو کله فکر کړی، چی ولې مو دا دېرش کاله  د ازاۍمبارک مخ په سترګو نه دی ليدلی ؟ په ډېر معذرت سره بايد ووايم ، ځکه چې موږ د خپلواکۍ وړتيا نه لرو. موږ يوازې د نورو د ګټو لپاره قربانۍ ورکوو او يوازې د پرديو په جګړه کې د انساني کارتوسو او بمونو په څېر استعمالېږو. تاسې په خپله قضاوت وکړئ ، د روسانو پر وړاندې جګړه کې  قربانۍ چا ورکړې او ګټه چا وکړه ؟ روس چې مات شو ، ختيځه اروپا او منځنۍ اسيا ازاده شوه ، خو افغانستان لاهم د غلامۍ زنځيرونه پرغاړه وړي ، د برلين دېوال ونړېده ، خو د ډيورنډ کرښه لا هم د افغان ولس د بد مرغۍ لوی لامل دی ، پاکستان دهمدې جهاد په نامه په لسګونو ميليارده ډالره ترلاسه کړل ، خو افغانستان نوره هم کنډواله شو، د پاکستان پوځ په ډېرو پرمختللو وسلو سمبال شو او ان اتومي وسله يې وازمويله ، خو افغانستان هغه ماته او ګوډه اردو هم له لاسه ورکړه .

همدې اوسنۍ جګړې ته وګورئ ، دا هم ډېره لويه لوبه ده او ډېر زيات لوبغاړي لري خو يوه خبره کوم ، دا چې د دې لوبې ګټونکی به امريکا ، روس ، چين ، هند، پاکستان ، ايران ، القاعده او يا… وي، په يقين سره نه پوهېږم ، خو يوه خبره په ډاډ سره کولی شم چې اصلي بايلونکی به يې بيا هم افغانستان وي . بيا به  هم موږ ډېرې قربانۍ ورکړو او بيا به مو ډېرې هستۍ په نېستۍ بدلې شي ، خو دخپلواکۍ پرمخ به همداسې دروند پلو پروت وي لکه چې و ، ځکه که امريکه ووتله نو ځای به يې خامخا چين ، هند، روس او يا حتی بيا ايران او پاکستان ونيسي ، او که دا يو هم نه و نو مافيا خو خامخا کانديد ده . د اروپا په زړه کې اېټاليا چې تراوسه ځان له مافيا خلاص نه کړ ، نو افغانستان به څنګه ترې خلاص شي .

زما د ناهيلۍ لامل دا دی ، چې کله په يوه هېواد کې بحران راځي او يا له يوه ناورين سره مخ کيږي نو معمولاٌ درې ډوله  ځواکونه کولای شي هغه وژغوري ،  يو ملي حکومت يا زعيم ، ملي موسسات ( لکه ملي اردو ، ملي پارلمان او…) او يا هم ملي ګوندونه ، چې له بده مرغه زه په افغانستان کې  دا يوهم نه وينم ، ښايي له ډېرو سره به ملي اهداف او ملي ارمانونه وي ، خو زه هغه حکومت ، موسسه او يا ګوند نه وينم چې دغو ارمانونو ته د رسېدو واک او ځواک ولري. نو همدا دليل دی ، چې وايم موږ د خپلواکۍ د ساتلو وړتيا نه لرو او چې يو غليم له خاورې وباسو نو بل راته ناست وي. له روسانو سره د جهاد پرمهال هم همدا کيسه وه ، موږ تنظيمونه يا جهادي ډلې درلودې ، خو سياسي زعامت مو نه درلود او په همدې دليل موږ روسان له خاورې وايستل ، خو د حکومت پر جوړولو او د خپلواکۍ په ساتلو بريالي نه شو .

بله خبره دا ده ، چې ازادۍ او غلامۍ هم اوس هغه  کلاسيک مفهوم له لاسه ورکړی او په يوه هېواد کې يوازی د پرديو پوځي حضور ته غلامي نه وايي ، بلکې ډېر هېوادونه  دي چې هلته بهرني ځواکونه نه شته ، خو په اقتصادي او کلتوري لحاظ د اسارت، ذلت او غلامۍ ژوند تېروي .

همداراز جهاد يوازې دې ته نه وايي ، چې د غليم پروړاندې توره يا توپک راواخله چې وژنم دې، بلکې خدای(ج) په قران پاک کې فرمايلي ، چې له دښمن سره په هغه وسله وجنګېږه چې له تاسره جنګيږي . زه يوه ستن نه شم جوړولی خو د دښمن له سټلايټ سره جنګېږم ، حتی هغه زما جای نماز هم په چين کې جوړيږي . نوره نړۍ په دې هڅه کې ده ، چې فضا او ستوري تسخير کړي او موږ زور ورکړی چې څنګه خپل ښوونځي وسوځوو . اسلام ته د خدمت لاره هم يوازې د توپک په وسيله نه کيږي ، بلکې اسلام ته د خدمت هدف دادی چې د اسلام رښتينی پيغام او دعوت د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسول شي .خو د دې لپاره له تورې پرته نورې لارې چارې هم شته . همدا اوس په اروپا او امريکا کې هرکال په زرګونو کسان د اسلام په سپېڅلي دين مشرف کيږي او علت يې دا ی ، چې هلته يوشمېر رښتيني مجاهدين د انټرنېټ ، نشراتو او د مېډيا د نورو وسايلو له لارې د اسلام رښتينی پيغام خپروي او د اسلام ماهيت خلکو ته تشريح کوي ، دوی له خپلو ځانونو څخه د علم او تقوی مثالونه جوړ کړي اود استدلال او منطق په مټ د خلکو زړونو ته د اسلام نور او هدايت رسوي .خو د دوی پروړاندې د اسلام مخالفين خپلو خلکو ته بيا د افغانستان انځور وړاندې کوي او داسې تلقين ورته کوي ، چې اسلام يعنې دهشت ، وحشت، جګړه او تباهي . ايا اسلام يوازې د تورې او جګړې دين دی ، که د مينې ، علم او سولې هم.

پرون که موږ د روسانو پروړاندې جهاد کاوه ، دا هيله راسره وه چې که بريالي شو نو د يوه خپلواک او اسلامي دولت څښتن به شو چې له بده مرغه هغسې ونه شول او په ډېر تأسف بايد ووايم ، چې که اوس هم موږ په خپل اوسني حالت کې تغيير رانه ولو نو خپلواکي هسې يو خوب او خيال بويه .

که څه هم زه د معجزو منکر نه يم ، خو کومه لويه لوبه چې زموږ په هېواد او سيمه کې روانه ده ماته د ډېرې اوږدې مودې ښکاري او موږ هم بايد د اوږدې مودې ستراتيژي ورته ولرو او د اوږدې مجاهدې لپاره تياری ونيسو او ځان د دې جوګه کړو چې بالاخره مورښتيني خپلواکي ، بريا او سرلوړي په برخه شي. زموږ د مبارزې موخه بايد دا نه وي ، چې غليم دلته په خپل کور کې مات کړو ، بلکې ځان بايد دومره پياوړی کړو چې غليم موږ ته په خيرنو سترګو د کتو جرأت هم ونه کړي. رسول الله مبارک (ص) د دې لپاره چې د اسلام لښکرې د نړۍ فتحې ته تيارې کړي د حديبيې غوندې غير عادلانه تړون ته هم غاړه کېښوده. لومړی يې په مدينه منوره کې خپلې پښې ټينګې کړې او هلته يې د اسلام نمونه يي حکومت جوړ کړ او د اسلامي عظيم الشانه مدنيت بنسټ يې کېښود او وروسته نه يوازې مکه د اسلام په نور منوره شوه ، بلکې د حق وړانګې تر هسپانيې ، مدغاسکر او اندونيزيا پورې ورسېدې .

ابدالي احمد خان هم چې د نادرشاه افشار په لښکرو کې توره وهله، د غليم په وجود کې يې يو پياوړی لښکر په ځان راټول کړ او چې کله موقع ورته برابره شوه د لوی افغانستان بنسټ يې کېښود او لښکرې يې تر بخارا ، اصفهان او ډېلي پورې ورسيدې.

ګاندي هم اته ويشت کاله په کانګرس کې د دې لپاره مبارزه وکړه ، چې خپل ولس راويښ کړي او د خپلواکۍ لايق يې وګرځوي، ځکه هند په پېړيو پېړيو له غلامۍ پرته بل څه نه پېژندل او دا يې په ذهن کې هم نه راتلل چې يو ولس کولی شي ازاد ژوند وکړي ، خو يوځل چې يې خپلواکۍ ته ځان چمتو کړاو ترلاسه يې کړه دادی اوس يې ځان د نړۍ زبرځواکۍ ته کانديد کړی.

نوراځئ  ځان د دې جوګه کړو ، چې هم خپلواکي وګټو او هم يې بيا وساتو، که د ازادۍ لپاره قرباني ورکوو بيا يې له ثمرې هم خوند واخلو. وياړ يوازې دا نه دی، چی موږ په خپله خاوره کې څومره بهرنيو لښکرو ته ماته ورکړې ، بلکې وياړ هغه دی لکه د عباسي خلافت طلايي دوره ، چې تر ننه پورې اسلامي نړۍ پرې وياړي .

تاسې وګورئ، همدا اوس افغانستان د نړيوالو ګزارشونو له مخې د نړۍ پنځم فاسد حکومت لري ، په يوازې ځان د نړۍ 90 په سلو کې ترياک توليدوي ، يونيم ميليون وګړي يې په مخدره  توکو معتاد دي ، چې د يوه پنځه ويشت ميليوني هېواد لپاره لويه غميزه ګڼل کيږي او هغه هم دا سې چې اکثريت يې ځوانان يعنې د کار ځواک پرې اخته دي ، شاوخوا نيم ميليون معيوبين لري ، د ميندو او ماشومانو د مړينې د کچې له مخې د نړۍ دويم هېواد دی ، د سواد له مخې يې وګړي د نړۍ د هېوادونو په وروستي کتار کې راځي ، د نړۍ يوازنی هېواد دی چی خلک يې خپل ښوونځي په خپله سوځوي او ورانوي.

زموږ ګاونډيان هم اسلامي هېوادونه دي، خو تاسې  وګورئ پاکستان له هند سره چې د نړۍ نيمه زبرځواک دی ډغرې وهي او له موټرو څخه نيولې تر اتومي وسلو پورې په خپله جوړوي ، ايران بيا له امريکې او اسراييلو سره سيالي کوي او د دې پرځای چې خپله خاوره  د جګړې ډګر وګرځوي له اسراييلو سره په لبنان کې زورازمايي کوي .

موږ ته ځانونه د غيرت او مېړانې اتلان ښکاري او په تېره بيا د پښتنو نيمايي شعرونه له همدغو وياړنو ډک دي ، خو تاسې پوهېږئ چی نړيوال موږ ته دسوالګرو او ګدايګرو په سترګه ګوري . ما په جرمني کې څو څو ځايه لوی پوسترونه ليدلي ، چې يوه افغانه ښځه په چادرۍ کې ناسته ده او لاندې يې ورته ليکلي :

Brot für leben

( ډوډۍ د ژوند لپاره.)

په دې کې هېڅ شک نشته ، چې افغانان ډېر باهمته او بااستعداده خلک دي او د تاريخ په اوږدو کې يې په وار وار خپل نبوغ ثابت کړی او دا يې ښودلې چې دتورې ترڅنګ د سولې او تمدن قهرمانان هم دي ، چې روښانې بېلګې يې سوري شېرشاه ، سيد جمال الدين افغان، علامه محمودطرزي، اعليحضرت امان الله خان اوخان عبدالغفار خان دي. خو اوس يو ځل بيا د دې وخت رارسېدلی چې موږ خپل همت او استعداد په زباد ورسوو ، ځانونه درښتيني او تلپاتې خپلواکۍ لپاره تيار کړو او ددرېيمي عيسوي زريزې په پيل کې د نويومعيارونو او وسايلو له لارې د خپل هېواد لپاره نوي وياړونه او سرلوړۍ وګټو.

تبصره نسته

  1. دا دېرش کاله کيږي دغه روانه جګړه د افغانانوجګړه نه وه. د
    کمونیسټانو په دوره کي به ښايي د هغوی آرمانونه به د غريبانو آواز وو خو هغوی هم
    غلامان وه روسي اهداف يې پر مخ بېول. مجاهدين به هم ښايي اسلامې جذبه او د خپلواکۍ
    غیرتي ناره به يې په زړه کي وه خو د هغوی هر حرکت او بغاوت د آی ايس آی، سي آی اې
    او د سعودي عربستان په اراده کي وو. هغوی يو دم د پردو د عسکرو په نامه وجنګېدل. د
    مجاهدينو دغه ږيره ور لاسپوڅي مشران چي د اسلام تر نامه لاندي يې په پرديو وسلو او
    پيسو خپل دين، شرف، افغانیت او عزت و پلوره افغانانو وليدل چي څرنګه يې د واقعي
    ابليسانو په توګه خپل وطنپلورونکی افغاني ضد او اسلامي ضد کردار ادا کړ .

    امريکا خپل حريف د اسلام په نامه هغه هم په افغانانو پرګونډو کړ او دغه لوی ږيری
    شیطانان رهبران يې نه د ايمان په زور بلکه د ډالر په قوت ددې وطن پر مقدراتو واکمن
    کړل خو قيضه يې د امريکا او انګليس په لاس کي وه او اوس هم هغه د هرځايي لاهوري ښځو
    په څير و هر چا ته هرځای چي و غوښتل سي شپه سباکوي . ډالر او بې ايماني د جهادي
    رهبرانو په ايمان بدله شوه چي د خدای لعنت به يې ضرور په کړايي کي کبابوي .

    اوس دادی اوه کاله تېر شوه چي امريکايان زموږ د آزاد، سرکښه او سرلوړي هيواد پر
    مقدراتو خپله پوځي يرغل ساتلی او را باندي واکمن دی . هرڅه چي غواړي هغه کوي ، که
    بمباری ده، که وژني دي، که د مخدره موادو تجارت دی، که د مافيا د فاسدو ډلو څخه
    ملاتړ دی، که چور او جنايت دی، که دغلو او جنايت کارانو د ډلو حکومت دی، که ملي
    افتراق مذهبي برتري غوښتنه او که د عيسويت اشاعت دی ، که د جګړې تشديد او په سيمه
    کي د هغه غزېدنه ده ، که په ځوانانو کي د مخدره موادو خپراوی او که د سلو ګوندو
    جوړېدنه او هيواد پر سلو ټوټو او برخو وېشنه ده، که د فحشا، ډرګ او د اخلاقي فساد
    رواجول دي، که دغلو او وطنپلورو مزدورانو نه د قهرمانانو جوړول دي او که نور ډېر
    داسي څه دي، نو دا ټوله د همدغه امريکاي چارواکو د ناوړه نيت په وجه وه چي موږ ته
    يې لا د پخوا څخه نينګلي وه څو د خپلي مضحکي ډيموکراسۍ په نامه د افغان ملت په غاړه
    کي زيندۍ را واچوي او موږ ته يې د سوغاټ په نامه ډالۍ او هغه هم په داسي حالت کي د
    ميليارډو ډالرو په مصرفولو او د هيواد د اشغال په بيه را ته پلي کړي چي زموږ خلک په
    وچه ګوله باندي حيران دي ، کار نلري، سوله نلري او دلوږي خپل اولادونه خرڅوي .

    نن سبا داده بيا دلته د انتخاباتو ډرامه چالانه ده. دا پلا بيا امريکايان غواړي
    خپله تازه دمه لاسپوڅي او ګوډاګيان را مخته کړي او د لوکسو انتخاباتو بازار ورباندي
    ګرم وساتي او د خپلو نوکرانو څخه يو ، يوځل بيا ددې مظلوم ولس پر اوږو سپور کړي .
    جګړه ورباندي اوږده او په سيمه کي هغوی و خپلو ګټو ته ورسوي . نن زموږ دربدره ولس د
    امنيت په نشته والي کي، د بېکاری او بې وزګاری په سره تناره کي د لوږي او فقر په
    ناورين کي خپل ماشومان خرڅوي، ځانونو ته اور اچوي او يا د مجبوريت نه و هر بدعت ته
    تن ورکوي خو امريکا د خپل مافيايي ډلو او د کابل د فاسدي ادارې دلاري ۲۵۰ ميليونه
    ډالره د ولسمشري د ټاکنو د مضحکي نمايشنامې په خاطر مصرفوي . غربي هيوادونه نړۍ
    واله ټولنه د امريکا د استعماري او اشغالګرانه نمايشنامو و نندارې ته را بولي ، په
    دې خوشاله دي چي د افغانستان غوندي هيواد کي د دوی غربي ډيموکراسي پلي کيږي !! .
    زموږ ولس د لوږي مري خو کله چي سپينه ماڼۍ ديو بل لاسپوڅي پر سر پرېکړه کوي چي د
    کابل پر تخت يې کښېنوي نو د افغان ولس په نامه ۲۵۰ ميليونه ډالره هم راته مصرفوي او
    په دې توګه نړۍ ته ځان د ډيمو کراسي ممثل څرګندوي .

    آيا د افغانستان غوندي هيواد کي تر دا اوسه په تاريخ کي داسي بدعت تير سوی دی ؟
    مګر امريکايان فکر کوي چي غير له دوی نه دا ټوله نور خره دي ؟
    د اشغال په وخت او د عمومي مقاومت او بغاوت په جګړه کي به دغه شاني انتخابات څه
    معنی ولري ؟
    آيا زموږ وږې، بېکاره، ناجوړه، جګړه ځپلې او بې وزلې ټولنه د غربي ټيپ د ۲۵۰ ملیونو
    ډالرو د انتخاباتو جاغور لري ؟ آيا دا پخپله لوی شرم نه دی ؟ د بلي خوا آيا دغه
    انتخابات پخپل ذات کي څومره مشروعيت لري ؟
    خبري خو زما په ګډون هر څوک ښې کوي خو د دغه بحران نه د وتو معقوله او عملي لاره
    کومه ده ؟ افغاني ټولنه دم در حاله دغسي پر ميدان پاتې شوېده اوس بايد څه وشي ؟
    عبد الناصر

  2. روهي صاحب ، څه يې کوې داپښتانه دي، نه اورې نه ويني، نه پوهېږي، نه عقل لري او نه هم داسي فکر کوي چي موږ نه پوهېږو، ځان من بولي خو د تللو هم نه دي، له يوه او بل سره يې را اخستې ده، يو او بل ځورووي وژني يې او پردي ته يې ملا ماته ده.

  3. محترمو لوستونکو: برسیرنۍ مطلب می ډیرزیات خوښ شو او په رښتیا چی رښتینی حقایق
    پکې بیان شوی وو. تیره ورځ می په بینوا کې د روسي جاسي شبکو دفعالیتو نو په برخه کې
    ولوستل چی شل کاله مخکې دوی په افغانستان کې څوک دڅه لپاره او څنګه کارول؟ یوه خبره
    پکې داوه چې ددوی کسانو دنجونو پرمخ تیزاب شیندلی وو او داکاریی بیا په دحکمتیار په
    اسلامي حزب باندې پلمه کړی وو. زه یقین لرم چې داوس وخت دپردې ترشا کیسې به هم شل
    کاله وروسته رسوا شي خو پوښتنه داده چې مونږ دهغو شل کاله مخکې کیسو نه کوم درس
    واخیست چې ددې نه به یې واخلو؟ زما تصور دادی چې که مونږ دشل کاله مخکې کیسو نه درس
    وانخلو، نو ابدا به مونږ ښه ورځ ونه وینو. هم به مو دنیوی ژوند دستونزو نه ډک وی او
    آخرت خو نو خدای ته معلوم دي. زما عقیده داده چې اسلام دمنطق، جد او جهد ، سلامتۍ
    او سولې دین دي.

    زما په باور اوسنٍي مسلمانان ډیری یې بې منطقه، لټ او جنګیره دي. او له همدې امله
    زه فکرکوم چې دوی داسلام په روحیه مسلمانان ندی، ځانونه غولوي او زما باور دادی چې
    خدای پاک نشي غولولی او هغه ذات او دده استازی به ترې خفه وي. دیوه وروستي او کامل
    دین په توګه باید دادین خپلو پیروانو ته ترټولو نیکمرغه دنیوی ژوند او په جنت کې
    اخروی ژوند تضمین کړي، حال داچې په واقعیت کې دنړي پرمخ ترټولو بدمرغه ژوند
    دمسلمانانو دي، او دآخرت نه خو څوک تراوسه ندی راغلي، په هغو به قضاوت نه کوم، نو
    سړی دې پایلې او نتیجې ته رسیږي چې یا خو عیب په اسلام کې دي او یا په مسلمانانو
    کې. ځواب واضح دي او هغه دډیرو نورو دلایلو ترڅنګ دعلامه اقبال په شعر کې بیان شوی
    چې وایی: اسلام ندارد ازخود عیبې هرعیبې که است درمسلمانی ما است. اوس نتیجه داشوه
    چی باید رښتینی اسلام تعقیب کړو. ددې لپاره باید تل وپوښتو چې اسلام په څه بنادی؟
    ددې بناوو روح څه ده؟ آیا دلمانځه کولو سره سره بیا هم ولې دروغ وایو؟ ولې خیانت
    کوو؟ ولې ظلم کوو؟ ولې حرامو ته لاس اچوو؟ ….. دروژې دنیولو ترڅنګ ولې تل دپیسو
    په لټه کې هرڅه دیاده وباسو؟ ولې دوږي له حاله نه یو خبر؟ ولې خپل دیګ له خپل
    ګاونډی سره نه شریکوو؟ ….. ولې زکات نه ورکوو؟ ولې حج نه کوو؟ ولې یې کوو؟

    له حج وروسته ولې بیرته ۴۲۰ رانه جوړیږي او داسې نور. نو کومې خواته به سړی وګوري
    ته اوس زمونږ دې ملګري ته ګوره چې وایی زمونږ اتل ملامحمد عمر دي. زه دا پوښتنه کوم
    آیا هغه رښتیا یو ښه اوجید عالم دی؟ آیا هغه ددین او دنیا په چارو کې معلومات لري؟
    آیا هغه له مسایلو سره منطقي برخورد لري؟ آیا پیغمبر کله ویلي دی چې ستاسو مشري دې
    داسې څوک وکړي چې هغه په علم کې هم ترتاسې کم وي، په منطق کې هم؟ په فزیکي حواسو هم
    معیوب وي؟ دعلماوو مشورې دې هم نه منی؟ زه دانه وایم چې ملامحمد عمر نو بدسړی دي ،
    زه دټولو ستونزو سره سره ورته ډیر درناوي لرم. مګر زما خبرې یوه شخص ته ندي متوجه،
    زه ټولو افغانانو ته وایم ، آیا کله مو فکرکړیدی چې په جنګ کې مصرفیدونکې وسله به
    له کومه کوو؟ واضح خبره ده چې له نورو به یې غواړو. نو بیا مطلب داشو چې دیوه لوري
    څخه دخلاصون لپاره بل لوري ته مراجعه کوو. مابه هم کله کله فکرکاوه چی خان
    عبدالغفارخان یو بې غیرته سری وو او له جنګ څخه ویریدو، مګر اوس پوهیږم چې هغه ډیر
    وړاندې کتل او په رښتیا چې که خلک ورپسې دریدلی وای نو نن به مونږ دغه حالت نه
    درلودای. دهغه منطق داوو چې که مونږ ددې زبرځواکونو سره غیږې ونیسو نو راچپه کوي مو
    ، خرابوي مو اوبیا یې چې هرڅه زړه غواړي هغه راباندې کولای شي.

    اوکه چیرې ورته تسلیمیږو نو داهم ددې مانا ورکوي چې پخپله خپل کلتور، استقلال او
    … دلاسه ورکوو. نو څه باید وکړو؟ هماغه وو چې هغه وویل مونږ مقاومت کوو، خو دعقل
    ، منطق او حق په زور. نه دسوټي په زور ځکه چې سوټی مو سره برابر ندي. مګر خداي پاک
    دعقل ،منطق او حقوقو په برخه کې څومره ښه عدالت کړيدي. ټولو انسانانو ته یې ورکړيدی
    . سوټی خو دانسانانو مخلوق دي، مګر عقل، منطق او حق دالله پاک ورکړه دي. دعدم تشدد
    معنی داده چې استعماري ځواکونو اوظالمانو ته وویل شي چې مرسته نه درسره کوو، قانون
    مو په ځان نه عملي کوو، او خپل حق نه درپریږدو او نه یې دربښو. زمونږ ستونزه تل
    همداده چې مونږ داسلام تعلیماتو ته شاه کړیده او په خپلو خرو سپاره یو. پیغمبر علیه
    السلام لومړي توره راونه ایستله چې ما پریږدۍ چې عبادت وکړم. توره یې راونه ایستله
    چې هلۍ تاسې هم دخدای عبادت وکړي. توره یې راونه ایستله چې په ښځو ظلم مه کوي کنی
    سرونه مو غوڅوم.بلکه لومړي یې خپل منطق ورته بیان کړ. او له منطق وروسته هم پیغمبر
    علیه السلام هیڅکله متجاوز ندی پاتې شوي، بلکه تل یې دفاعي حالت درلود.

    مګر هیڅکله دپیغمبر علیه السلام منطق چا رد نشو کړاي او هماغه وو چې بیا یې څوک مخې
    ته ټنګ نشول. نن مونږ باید منطق ته مراجعه وکړو. مونږ باید ځان وپيژنو. زمونږ اصلي
    وظیفه داده چې دنیا ته ثابته کړو چې اسلام خیرات خواره نه روزي. مونږ باید ثابته
    کړو چې پخپل کوښښ ،علم او کفایت سره خپل خواړه، لباس، او نور ضروري وسایل جوړولای
    شو. آیا کله هم کوم مسلمان دځانه پوښتنه کړیده چې دپنځه وخته لمانځه، روژې
    نیولو،زکات ورکولو او… ترڅنګ ولې زه موټر،طیاره، مخابرات او… نورنشم جوړولای او
    مخ ته بیولای؟ آیاپه اسلام کې مو زده کړيدی چې دټولنې په وړاندې زمونږ مسولیت یوازې
    دادي چې په سمبولیک ډول داسلام پنځه بناوې پوره کړو او که دیوې پرمختللې اونیکمرغه
    ټولنې دجوړولو لپاره باید هرهغه څه وکړو چې هغه بې دینه اوبې لارښوونې خلک یې کوی؟
    زه اوته ترټولو ښه لارښود، ښه اساسي قانون او … لرو مګر بیا هم ډیر وروسته پاتې
    یو، اوهغه چې زما اوستا په خیال، داهیڅ نه لري بیا هم پرما او تا حاکم دي.
    فاعتبروایااولی الابصار.

  4. I beleieve that there is global world, and there is no difference between religious or non religous world. All nations work for themselves, their own interests, and their own standard of living.

    Since (Afghans) Pashtuns are ignonratns, it is very hard for them to understand it. With its geopolotical position, Afghanistan is the most backword country, and it is because of its people. Arabs, Iranians, Jews, Russians, Punjabis, Americans,…

    all of these nation work together, but it is the stupid Pashtuns who do get what the world order is right now. Since the time King Abdurahman untill now Afghans live on donation (khairat).

    It is time to wake up, work hard and move your ass. No one will come to help untill we do not become fully humans!!!

  5. mr khoseal .da rosano aw amricyno manz ki parq shsta. aw parad da day che rousana hamish lapra da zong afghanistan kapbza khwa mager amricaayan ba zee inshallh zeey .za heran yama afghani ya pakhtna waley jang wakrey la chin sara ya la hind sra da khabra da kar the isi kosalawalo ta tlibk karey.

    mong waley kpal molak taba krao.taliban pa binladin aw pakistan isi asqan wal awamrica hum da waley chi osam bin ladin dey mat rakley aw da hum welaey chi tranning camp dey band shey.binldin yaw arab ya khrji the sudi na da haga zmong molak na lanlo aw amrica sera jang shrow ka aw amrica humla worka.aw traning campona hum khrji wal yani isi trnning chiey hindostan pa kheilaf istemal krey.

    da wajiey wey chiey zmong molak banday humla woshwa yani binladen aw pakistan la waji .ka binldin kha sarey wa no zmong molak bandi bey raham khreywa aw talaey ba woo aw amrica ba hum humla na kawola aw pakistan tranning camp mong ta sa payeda rakra amriyano ta awleen molak wo chie ada workla.

    za la tol afghanan na hel koma da jang band krey.da jang punjabyeni chel pryeb diehaqyqat da dey chie pa affghanistan jang wey da pakistan gatey wee pakistan hekal na gorey chie afghanistan yaw kaweey hoqomat warey.salam naimat uk

  6. د روهی صاحب لیکنه می دیره خوشه شوه ما په جاج خپرونه کی مخکی هم لوستی وه. په ریشتینی توگه زموژ لیکوال باید د اوسنی ضرورت په کتو سره جوانانو ته ضروری لیکنی وکری.

  7. داکتر صاحب! تا خپله ناهیلی په خپله لیکنه کی ښودلې، خو افغانستان د زور غږوونکو کنده ده. ته د افغان ملت ګوند یو کدر یی، د جناب انور الحق احدي ګیلاني په باب څه قضاوت لرې، چې د اوسني منحوس او خاین حکومت سره یې د جوال خوله نیولې وه او اوس د خپل نوي پیر عراقی الاصله سید احمد او د لور په امر د ولسمشری هوا په سر کی کرځوي؟