کور / تازه خبرونه / سفما په كندهار كي د جاويد جوجو وژل سخت وغندل

سفما په كندهار كي د جاويد جوجو وژل سخت وغندل


په سويلي حوزه کي داذادو خبريالانو ټولنې يا سپما په کندهار کي دکانډايي تلويزون دخبريال جاويد يازمي وژل کيدل په کلکه وغندل.
دکاڼدا دتلويزون دغه خبريال تيره شپه شاوخوا وبجې دکندهار هوټل ته څيرمه دنامعلومو کسانو لخوا په ډزو سره ووژل سو
عني شاهدان وايي چي وسلوال په يوه سراچه ډوله موټر کي سپاره وو
په سويلي حوزه کي دا ذادو خبريالانو ټولنې ياسپما مشر فضل الرحمن دجاويد يازمي وژل کيدل دبيان پر اذادي تيري وباله
فضل الرحمن تيرماښام ناوخته په يوه خبري ناسته کي ددولته وغوښتل چي دپيښي عاملين دي ژر ترژره په گوته اوونيسي
[پر خبريالانو او دبيان پراذادۍ باندي يو  تيري دي  هرهغه چا چي دغه کارکړي وي ټول خبريالان اومطبوعات  يي په کلکه سره غندۍ ځکه چي خبريالان غير سياسي او بي دفاع کسان دي هغوي دخلکو خدمت کاران دي دخلکو پيغام ترخلکو او دخلکوپيغام تردولته رسوي]
په کندهار کي دجاويديازمي وژل کيدل خبريالان انديښمن کړي دي
دهيواد تلويزون خبريال صديق الله خليق
[په واقعت سره درته وايم چي دخبريالانو لپاره يي انديښنې راولاړي کړي  دا دځوانوژورنالستانو لپاره دخطر يو زنگ دي په شددت سره يي دبيان اذادي ته زيان اړولي او په دې برخه کي ژرترژره اقدام ضروري اولازمي بولم ]
جاويد يازمي په عمر ٢٥ کلن وو
يوولس مياشتي دبگرام په هوايي ډگر کي دامريکايي ځواکونو سره په ناڅرگندو دلايلو بندي وو
چي په تيره روژي مياشتي کي راخوشي سو
په روان کال کي په سويلي حوزه کي دا دوهم خبريال دي چي وژل کيږي
تردې وړاندي په هلمند کي دبي بي سي خبريال عبدالصمد روحاني هم ترتښتول کيدو وروسته نامعلومو کسانو وواژه چي تراوسه يي هم قاتلين نه دي پيژندل سوي.
بلخوا ددولت مخالفې ډلې وسلوالوطالبانو دجاويديازمي وژل کيدل دخپل لوري ردکړه
قاري يوسف احمدي چي ځان دوسلوالو طالبانو وياند راپيژني  کليد راډيو ته د يوه ټليفوني پيغام په ترڅ کي  دجاويد يازمي وژل کيدل په کلکه وغندل. 
 :